بودا

سید عبیدالله نادر
د اندیشه له کتابه څخه د محمد حجازی لیکنه د فارسی
څخه ژباړه
بودا
بودا : ای پورنا دغه نادانه ډله چی ته د هغو د هدایت پسی یی ، چی دوی سمی لارې ته هدایت کړی .دوی ډیر ستمکاره ،سرکشه او قهرجن دي.کیدای شي پرتا راوپاریږي او تاته شکنځل وکړی ،پورنا : ……. که دا خلک پرما راوپاریدل او ماته یی شکنځلی وکړی .زه دخدای شکر ادا کوم چی دا خلک څومره ښه او نازنینه دي چي په شکنځلو بسنه کوی او په لاس او ډبرو می نه وهي ،بودا: که په لاسونو او ډبرو دي ووهی بیا څه ؟ منت ګذار یم ،چي دا خلک څومره ښه او مهربانه دي چي په ډبرو او لاسونومی وهی او ما آزاروی ، په چړو او تیغونو می نه وهی . بودا: که په چړو او تیغونو دي ووهي ؟ شکر ادا کوم چی دا خلک څومره رحم دله دي چي په لرګیو او چړو می وهي ،خو سا می رانه نه اخلی ، بودا :که له تا څخه یی سا واخیسته بیا څه کوی ؟ پورنا :سا ورکوم او منت ګذار یم ،چي دا خلک څومره نیکو کاره دي چي داسی یو خیرن بند زما له روانه په آسانه پورته کوی .بودا: ته ای پورنا ستا په حال دي آفرین وي ،ورځه آزاد کړه ته چي د زړه خاوند یي دلداری او ډادګیرنه ورکړه ،ته د نیروانا بهشت ته رسیدلی یی،او هغوی چي لیواله دي هم ورسوه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button