ټنډ غومبوزی Mumps

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاد

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاد

ټنډ غومبوزی يوه ساري ويروسې ناروغي ده، چې تر ډېره بريده ماشومان مصابه وي

لاملونه

د Paramyxovirus ځانګړي وايروس له امله رامنځته کيږي او د تنفسي قطراتو چې دپرنجي په وخت کې ازادي فضا ته له تنفسي ليارو وځي له يو کس نه بل کس ته سرايت ګوي،

که يو ځل کوم څوک ورباندې اخته شي بيا ځل نه ورباندي اخته کيږ داځکه چې دنوموړي وايرس دانټي جن په وړاندي زموږ دفاعي سسټم ځانګړي انټي باډي توليد وي چې دبيا ځل پر اخته کيدو مخه يې نيسي د نوموړي ناروعي پيښي هر موسم کې رامينځته کيږي خو دبل هر موسم په پرتله يې واقيعات د منی په موسم کې ډېر وي

اعراض اوعلايم

څرنګه چې په ټنډ غومبزي کې لعابيه غده پيرټايډ متاثر کيږي کومه چې دغوږو دنرميو لاندې موقعيت لري ځکه خو د زامي او غوږو تر منځ ساحه پړسيږي،
سخته تبه،اړوند مقام کې درد،په خوله کې دناړو زيات ترشحات،پړسوب کله يو لوري کله په دواړو لورو کې وي نومړوړي ناروغي دڅلورو پنځو ورځو په موده کې خپله رغيږي

دشدت په صورت کې بايد لاندې درملنه ورته پيل شي

درملنه
شربت بروفين دري وخته
شربت ويلوسف دري وخته

کچيري ټنډ غومبزي دشدت په صورت کې معالجه نشي دنورو مغلقتياو سبب کيږي، په نارينه کې د خصيو او ښځو کې درحم د التهاب سبب ګرځي او همداراز دغوږ دپردو دلتهاب سبب ګرځي چې نهايت کې دکوڼوالي لامل کيږي

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button