د پښتورګو د ناروغۍ نښې نښانې!

ژباړن: شمشاد افغان

ژباړن: شمشاد افغان

پښتورګي د انسان د وجود مهم غړي دي، چې د فاضله موادو، اضافي مایعاتو، مالګې، پوتاشیم، اسید کچه او د وینې فشار تنظیمولو لپاره تر ټولو غړو غوره عمل کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې د پام وړ خلک د پښتورګو په ناکامۍ اخته دي.
د نورو ناروغیو په شان د پښتورګو په ناروغۍ اخته خلک هم ښایي سمدستي پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو په اړه ونه پوهیږي.
خو څنګه کیدای شي وپوهیږي، چې د پښتورګو په ناروغۍ اخته دي؟
د نورو ناروغیو په شان د پښتورګو ناروغي هم داسې نښې لري، چې که وپېژندل شي او چا کې ولیدل شي، څرګندوي چې لرونکی کس یې د پښتورګو په ناروغۍ اخته شوی.
دلته د همدغو ځینو نښو په اړه درسره غږیږو:
د وزن زیاتوالی او پړسوب:
پښتورګي له بدن څخه فاضله مواد د ادرار له لارې بهر کوي او کله چې خپل فعالیت ورو کوي او په سمه توګه ترسره نه شي، دا مایعات په بدن کې راټولیږي او په نسجونو کې د دوامداره پړسوب لامل کیدی شي.
د ستړیا احساس:
د پښتورګو د فعالیت یوه برخه د خلکو د هیموګلوبین د کچې په تنظیم پورې اړه لري. که پښتورګي ښه کار ونه کړي، انسان د انیمیا په ناروغۍ اخته کیږي او په پایله کې یې انرژي کمیږي او په دوامداره توګه د ستړیا او خوب احساس کوي.
د اشتها له لاسه ورکول:
دا ستونزه هغه وخت رامینځته کیدای شي کله چې د پښتورګو فاضله مواد نورو ارګانونو لکه معدې او دماغ ته لاړ شي او ستونزې رامینځته کړي.
د وينې د فشار زياتوالی:
کله چې پښتورګي زيانمن شي، نه شي کولای د وينې فشار په مؤثره توګه کنټرول کړي. د وینې جریان له امله رامینځته شوی فشار په رګونو باندې ځواک رامینځته کوي او د دوی دیوالونو د اوږدولو لامل کیږي او د دې ستونزې سره د پښتورګو رګونه هم ټپي او زیانمن کیږي.
د زړه ضربان:

د پښتورګو زیان په بدن کې د پوتاشیم د راټولیدو لامل کیږي او دا ستونزه په پای کې د زړه د ضربان د زیاتوالي لامل کیږي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button