وهم؛ عرض که مرض؟

عتیق الله حمیدي

ښه مې یاد شي، یوه ورځ مو د استاد په ټولګي کې وویل چې ټوخی مرض نه، بلکې عرض دی. یانې ټوخی ناروغي نه ده، بلکې د یوې بلې ناروغۍ نخښه ده. یوه ټولګیوال مو پوښتنه وکړه چې استاده! موږ که ټوخېږو او څوک پوښتنه وکړي چې څه ناروغي لرې؟ ورته وایو ټوخېږم؛ یانې ټوخی موږ ناروغي ګڼو. استاد د خپلې خبرې د رڼاوي لپاره یوه بېلګه وړاندې کړه. وېي ویل؛ که یوه کور ته د شپې غل ننوځي، دروازه کې پروت سپی غاپي. د سپي له غپا څخه موږ پوهېږو چې دننه کور کې حتما یوه ستونزه شته. ټوخی هم داسې دی لکه د سپي غپا او دا موږ ته وایي چې دننه په تنفسي سیستم کې یوه ستونزه شته.

دغه راز یي درد، د وینې فشار او ځينې نور اعراض هم وښودل چې دا مرضونه نه دي، بلکي د اصلي ناروغۍ په ګوته کولو کې له موږ سره مرسته کوي. بیا به چې چا په ټولګي کې ټوخی وکړ، شوخو ټولګیوالو به د استاد د سپي د غپا بېلګه وریادوله.

په دې لنډه لیکنه کې پر ځينې هغو رواني ناروغیو غږېږو چې وهم یې په پېژندلو کې بنسټي رول لري.

زموږ په ټولنه کې زیاتره کسان پر یوه نه یوه وهم اخته دي. ځينې مهال دا وهم دومره زورور شي چې د حقیقت پر ستوني پښه کېږدي او پر وهم اخته کس هم دې ته تیار نه وي چې وهم، وهم وګڼي. ځینې یې بیا ناروغي ګڼي؛ خو د درملنې لپاره یې له دودیزو لارو ګټه اخلي. مثلا زیارتونو او ملنګانو باندې ګرځي، یا یې غاړې او مټې له تعویذونو ډکې کړې وي.

وهم پخپله رواني ناروغي نه ده، بلکې د ډېرو نورو رواني ناروغیو عرض یا د پېژندلو نخښه ده. کله چې ناروغي وپېژندل شوه او درملنه یې وشوه، وهم پخپله د انسان له ماغزو پښې سپکوي، تښتي. لاندې به یو څو هغه رواني ناروغۍ په ګوته کړو چې وهم پکې د یوه عرض یا نخښې په توګه لوی لاس لري:

*_ لیدلي به مو وي چې ځينې کسان خپلې روغتیا ته ډېر اندېښمن وي. هر وخت رنګارنګ معاینات کوي. کله سینه کې درد محسوسوي. کله داسې انګېږي چې له معدې څخه یې یوه غوټه سینې لور ته روانه وي. په لسګونو ډاکټرانو به ورته ویلي وي چې ته هېڅ ناروغي نه لرې؛ خو بیا هم د ده وهم نه ختمېږي. دا کس اصلا د هايپوکونډریاسېس (Hypochondriasis) په نوم رواني ناروغۍ باندې اخته دی. دلته ګورو چې دا وهم د ده ناروغي نه وه، بلکې د اصلي ناروغۍ (هايپوکونډرباسېس) یو عرض یا د پېژندلو نخښه وه.

*_ داسې کسان به مو هم لیدلي وي چې هر وخت لاس مینځي. دوی وهم لري چې ګواکې لاسونه یې ګنده شوي دي. لاس مینځل ښه خبره ده؛ خو دا څنګه خیره ده چې هېڅ نه پاکېږي. داسي کسان یو صابون دوو ورځو کې ختموي. دوی اصلا پر (OCD) یا (Obsessive compulsive disorder) باندې اخته دي. د دې ناروغانو یوه بله نخښه دا ده چې دوی د دروازې کونډه څو وارې ګوري چې بنده کړې یې ده او که نه. دوی سره وهم وي چې هسې نه دروازه راڅخه خلاصه پاتې شوې وي. دلته هم وهم یو عرض و او له موږ سره یې مرسته وکړه چې اصلي ناروغي وپېژنو.

*_ یوه ځوان سره وهم دی چې ده باندې چا کوډې او جادو کړې ده. دا وهم هم ورسره وي چې ځینې خپلوان او ملګري یې له ده سره رخه لري. دی بیا د چا د لاس خواړه نه خوري چې هسې نه زهر یې پکې اچولي وي او مړ به مې کړي. دا وهمونه د پارانایډ شیزوفرنیا (Paranoid schizophrenia) د ناروغۍ نخښې دي.

د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی جان نیش ژوند باندې جوړ شوی فلم ” A beautiful mind” هرو مرو وګورئ. دغه راز “Shutter Island” هم په دې برخه کې ښه فلم دی.

*_ ځينې کسان سم و دم ژوند تېروي. کار کوي، ملګرو سره چکر ته ځي، اوزګار وخت کې فلم ګوري… خو ناڅاپي یې ذهن ته یو وهم راشي چې ما خپل ژوند ډېر عبث او خوشې تېر کړی دی. د دې وهم له وېرې دی ډېر مذهبي کېږي. په عادي خبره ژاړي، دعاګانې غواړي. ده سره وهم وي چې ما ته به د تېرو ګناهونو (چې ده اصلا کړي نه دي) سزا راکول شي. دا له حده زیات د ګناه احساس او د عذاب وهم (Delusion of guilt) د شدید ژورخپګان نخښې دي. دلته هم ګورو چې وهم ناروغي نه ده بلکې مازې یو عرض دی.

*_ ځینې ښځې پر خپلو مېړونو شکي وي چې ګواکې دوی له بل چا سره هم د مینې تار غځولی دی. ځکه له دفتره ناوخته راځي، یا کار ته یې زړه نه کېږي. مېړه یې چې موبایل کې غږېږي، دوی سل سلنه باوري شي چې حتما بل چا سره هم جوړ دی. دا وهمونه د اوتیلو سینډروم (Othello syndrome) نخښې دي.

که د باليوډ د فلمونو مینوال یاست؛ نو د سیف علي خان او کرینه کپور (Omkara) فلم وګورئ، پر دې ناروغۍ به مو سر ښه خلاص شي.

*_ ځينې نارینه یا ښځينه وو سره دا وهم چې ځان ورته یو غټ شی ښکاري. فکر کوي چې زه یي د یوې ځانګړې موخې لپاره دې نړۍ ته رالېږلی یم. دا کسان ځينې مهال د غیر طبیعي چارو د کولو هڅه کوي. زیاتره یي په دي کار ځان له خطر سره هم مخوي. دوی داسې اندي چې که وغواړي دا نړۍ پر بل مخ اړولی شي. دا ډول وهمونه د مانیا (Mania) د ناروغۍ نخښې دي.

دا او داسې بلها نورې رواني ناروغۍ دي چې ناروغ پکې د وهم ښکار وي. د دې ناروغیو د سم تشخیص لپاره امریکایي ارواپوهانو د کالونو خواریو وروسته “Diagnostic and Statistical Manual of Mental Disorders” رامنځته کړ او له دې لارې ناروغ تشخیصوي. له دې پرته د ماغزو ایکسری، (MRI) او (CT scan) یي هم په تشخیص کې لوی لاس لري. دغه راز په طبي پوهنو کې یې تداوي هم په ګوته شوې ده او اړتیا نه شته چې له زیارتونو طوافونه وکړو یا یې په مالګو خپله خوږه خوله تروه کړو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button