پاتريوتيزم څه ته وايي او فساد څه ته وايي؟

سليم

د طبيعي علومو او ټولنيزو علومو مفاهيم کله نا کله توپير لري ۔ په طبيعي علومو کي دوه هايدروجنه او يو اکسيجن اوبه جوړوي، يا دوه جمع دوه څلور کيږي ۔ همدا سبب دی او داسې نور اسباب هم شته چې طبيعي علومو ته مثبته علوم وايي ۔ ځکه هر څه په کې د کاڼي کرښه وي ۔ خو په ټولنيزو علومو کي کله نا کله د لوستونکي او يا ليکونکي فردي ذهنيت او ارزښتونه لاسبري پيدا کوي ۔ کله نا کله شيان او مسايل د ذهنيت په تله کې تلل کيږي.

زموږ د فلسفې يو خداۍ بخښلی استاد و ۔ مرحوم ډاکتر شجاعي يادوم. هغه به هر وخت ټوکې کولې او ۔۔۔۔ مارکسيزم په نامه يې په اصطلاح يو فرهنگ جوړ کړی و، د بيلګې په توگه يو کس له بل نه پوښتنه وکړه چې: «ماما دا کمونيزم څه ته وايي؟ هغه بل ورته په ځواب کي ويل:

د کمونيزم مانا دا چې هغه څه چې ستا دي دا دې زما شي ۔ او هغه څه چې زما دي که ورته دې بد وکتل په خولا چې سترگې دې وباسم ۔ دا استاد هم چې د استعدادونو او پوهې يو بې بديله انسان و د امين د ساطول لاندې راغی او شهيد يې کړ۔»

په هر صورت هدف دا دی چې ځيني شيان د ارزښتونو له زاويې کتل کيږي ۔ نن ورځ په دنيا کې د امريکا خونخوار امپرياليزم د اپوټه ارزښتونو په جوړولو هم پيل کړی دی ۔ هر هغه څوک چې د دوی په خوښه نه وي اويا د دوی په امر کار ونه کړي بس نو هغه فاسد دۍ۔

يوه خبره دا زياتوم ۔ اوهغه دا چي ما د استاد اشرف غني په اداره کې کار نه دۍ کړی، نه مې ورنه معاش اخيستی او نه مې ورته تبليغات کړي، نه يې خياط وم او نه هم د نورو په څير دوبي او کالي مينځونکی ۔ خو کله چې قضايا د پردې شاته گورو، او يو څو کاله وړاندې پيښو باندې د ذهن نيلي ځغلوو. د افغانستان د سالميت په باب فکر کوو، نو بيا هيوادپالنه او وطن پرستي راياديږي، وطن پرستي يوازې دا نه ده چې غرونه او رغونه لاندې ځمکه او پاس اسمان سره عشق ولرلی شي، هيوادپالنه د وطن د انسان سره عشق اومينه ده ۔ دا سمه ده چې اشرف غني کلونه کلونه د امريکي په پوهنتونونو کې زده کړې وکړې او هلته يې درسونه ورکړل ۔ خو دې ټولو کارونو او ژوند د هغه د هيوادپالني څخه څه کم نه کړل ۔ بلکې د ژوند په وروستيو شيبو کې يې وښوده چې ټوله امريکا زما د هيواد د يو ساده بزگر ارزښت نه لري، د هغو د خونړي پلان او د جنگ اچولو او د ويني بهولو پلان يې له خاورو سره خاورې کړ۔ نو ځکه اوس چې امريکا په ميدان ولاړه ده او پرتوگ يې په ځان کې نشته نو وايي چې اشرف غني فاسد و۔ ايا اشرف غني د خپل اقتدار له لومړۍ ورځې د فاسدينو په ضد اقدام نه کاوه ؟ چا يې مخه نيوله؟ ايا د کابل بانک په قضيه کي همدا سپين چرگان چې اوس ککړي وهي دخيل نه وو ؟ ايا دوه سره حکومت د دې له پاره چې امريکا خپل پلان عملي کړي رامنځ ته نه کړ؟ په کوم هيواد کي دوه کسو په يو مهال د وفادارۍ لوړه کړې وه؟ دا ټول د امريکا په دستور ونه شول ۔ ايا دا ټول وزيران او فاسد کسان د امريکا د سفارت له خوا نه ټاکل کيدل؟ ايا خليل زاد، چې د بيروت له وخته يې د جاسوسۍ او مرييتوب ځنځير په غاړه اچولي و، د افغانستان د څلويښت کلن ناورين او د دې تولو پلانونو مجري نه و؟ خو اخر چې اشرف غني له دې ټولو اوامرو سر وغړاوه او پ وروستۍ شيبه کې يې د امريکا پلان شنډ کړ نو فاسد گڼل کيږي.

د امريکا په سياست کې ۔ هو چي مينه هم فاسد و ۔ صدام هم، قذافي هم، گاندي هم، او پوتين هم، يوازي دوۍ دي چې سپين چرگان گرځي او د دنيا په بام ککړي وهي۔

بيا خو خبره بله هم ده چې په دې شلو کالو کې دې مردار خورو امريکايانو داسې نور مردار خواره او اجير روزلي دي چې د امريکا ډول ته څڼي غورځوي او وايي چې اشرف غني فاسد و. خو زه وايم: اۍ جنابانو، جنوبانو بې اودسه کسانو تاسو د فاسد په نامه څه پيژني؟ زه دا ټکي د خپل احساس له مخې ليکم ۔ د دوی په مرداره خوله داکتر نجيب هم فاسد و، دا ځکه چې د سپير اگنيو موټر يې په هگيو ويشتلی و۔ امان الله خان هم کافر وو چې د هيواد ترقي يې غوښته اوس په بل هيڅ چا د فساد تور نه پوري کوي، غلامان لکه سپيني کوتري گرزي څوک قره قلي په سر سموي او څوک په شوندو لب سيرين او پر مخ پوډر وهي اوهغوی فاسد نه دي؟ يو وخت مې د پښتونخوا له يو مشر سياستپوه نه اوريدلي وو چې ويل يې:

«يوه ورځ د غني خان سره په پټيو کي روان وم ۔هغه مهال د کيڼ اړخ غورځنگ پلويانو مظاهري کولي۔ غني خان په ټوکو ويل: اۍ خدايه کاشکي دې کارل مارکس ته د غټ سر په ځاۍ لږه ځمکه او کرونده ورکړې وای اوس به د دې هلکانو شور ماشور نه وو، او نه به يې د کور کالي ډوډۍ چيغې وهلې ۔ »

خو زه وايم کاشکي د افغانستان فاسدو کسانو ته هم خداۍ يو خورد اوچټاکي عقل ورکړي واۍ چې د هيواد پال اوهيواد پلوري ترمنځ په توپير پوهيداې. پاۍ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button