په ژوند کې د بریالیتوب تګلاره

ليکنه: ریاض مقامزی

موږ ټول هيله لرو، چې بریالي اوسو مګر ډېر کم خلک د بریالیتوب په معنی ځان پوهوي او د بریا لپاره هڅې کوي. باید ووایم یو له هغو خلکو څخه چې د کاميابۍ په لټه کې دي، تاسو هم یئ. ځکه چې تاسو دا لیکنه د همدې موخې لپاره لولئ، تر څو پوه شئ، چې څنګه د بریاليتوب پر لورې حرکت وکړئ. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د بریالیتوب لارې چارې در وښيو.

بریاليتوب یعنې څه؟
دا یو حقیقت دی، چې په ټولنيزو موضوعاتو کې یو واحد تعریف نه شي وړاندې کېدلای، ځکه چې موږ او تاسو مختلف لیدلوري لرو. هر څوک له خپل نظره تعریف وړاندې کوي. خو په ټوله کې ویلی شو، چې خپلې موخې ته رسېدل بریا ده. هر څوک چې خپله موخه ترلاسه کړي، بریالي ګڼل کېږي. که تاسو غواړئ، چې موټر واخلئ او موټر مو واخيست همدا ستاسو بریا ده او بریالیتوب ته ورسېدئ. دا چې زموږ موخې او اهداف سره توپير لري نو بریا مو هم متفاوته ده. اوس به پر دې وغږېږو، چې څنګه بریالیتوبونه ترلاسه کولای شو.

لومړی ـ هدف وټاکئ

لکه څنګه چې مو پورته وویل، خپلې موخې ته رسېدل بریا ده نو باید چې یوه موخه ولرو. تاسو پوه اوسئ، چې ځينې خلک بې موخې ژوند کوي. داسې خلک له ژونده بې زاره کېږي او ژوند ورته هسې عبث ښکاري. تاسو باید له دې دایرې ووځئ، موخه لرونکي کسان شئ. ددې لپاره، چې لا ډاډ ترلاسه کړئ، لومړی کوچنۍ موخې وټاکئ. مثلا تاسو ووایئ چې نن یوه نوې خبره زده کوم، همداسې وکړئ. پر یوې نوې موضوع ځان وپوهوئ. په دې سره به تاسو پر ځان باور ترلاسه کړئ. په بله ورځ له ده یو لوی هدف وټاکئ او هغه هم ترلاسه کړئ. په وروستيو کې د خپل ژوند لپاره یو هدف وټاکئ او د هدف ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړئ.

دویم ـ پلان جوړ کړئ
اکثره خلک بریالیتوب پېژني، موخې هم لري مګر د منظم او مناسب پلان نشتون یې هر څه ور خرابوي. تاسو باید آګاه اوسئ، چې پرته له پلانه خپلې موخې ته رسېدل ستونزمن او يا هم بېخي نا ممکن وي. تاسو کولای شئ د لویو اهدافو ترلاسه کولو لپاره خپل پلان ولیکئ، خو که هدف مو کوچنی وي، نو کولای شئ تګلاره په خپل ذهن کې وساتئ او له خپل پلان سره سم اقدامات ترسره کړئ. همدارنګه د پلان پر مهال ډېره مهمه خبره د بدیلې لارې ده. یعنې کله، چې تاسو پلان جوړوئ د احتمالي ناکامۍ لپاره هم باید یوه تګلاره ولرئ.

درېيم ـ پيل وکړئ
پوهان وايي، کله چې تاسو کار پيلوئ په دې معنی چې هغه کار مو ۵۰% بشپړ کړئ. رښتيا هم همداسې ده. د هر کار له پيلولو وړاندې موږ ته هغه کار ستونزمن ښکاري مګر کله چې پيل کوو، وينو، چې موږ په ناسمه وو.
کله چې تاسو پلان جوړ کړ، یوازې یو بل قدم ته ضرورت لرئ، چې هغه د کار پيل دی. د خپلې موخې ترلاسه کولو لپاره باید ځان ته ډېر ډاډ ورکړئ. تل وايئ چې “زۀ کولای شم.” د پيل پر مهال باید په دې ډاډه اوسئ، چې تاسو ۱۰۰% بریالي کېږئ. همدارنګه دا هم مه هېروئ، چې پيل د نيمايي کار د بشپړولو په معنا ده.
نو که تاسو په داسې یوه مرحله کې یئ، چې هدف او پلان مو شته، همدا یې ښه موقع ده. همدا اوس یې پيل کړئ.

څلورم ـ بیا، بیا هڅه وکړئ
د بریاليو خلکو یو مهم راز دا دی، چې هغوی هېڅکله هم له خپلې موخې نه ګرځي. بیا بیا هڅه کوي او خپل هدف ترلاسه کوي. نو تاسو هم باید هېڅکله ماتې و نه منئ.
که تاسو په لومړي ځل بریالي نه شوئ، له خپلې موخئ مه ګرځئ. یو بل پلان جوړ کړئ او بیا پيل وکړئ. که بیا هم ناکام شوئ، مه وېرېږئ. بیا نوی پيل وکړئ. اخر به هم خپل هدف ترلاسه کوئ.

د پای خبرې
اوس نو باید ووایم، چې د بریالیتوب کيلي ستاسو په لاس کې ده. همدا اوس خپله موخه/ موخې وټاکئ. په دویم قدم کې پلان ورته جوړ کړئ. نور نو يوازې پيل پاتې دی. بریا ستاسو ده، خو په دې شرط چې ماتې و نه منئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button