شلغم د سرطان ضد ترکاري

ژباره: کيميا

شلغم یا ټېپر نه یوازی د ویتامینو له ارخه او د معدنی خواص د درلودلو له امله ډیره باارزښت دی بلکه د نورو نا خواړه خصوصیاتو له مخې هم مکمل دی او له مهمو سبزیو له جملو څخه ګنل کیږي.

د پیاز ترڅنګ پانې لرونکي سبزي (شنه بوټي) هم د سرطان د مخنیوی عمده لامل ګنل کیږی. ځکه دوی لکه د کلم پیچ او نورو چلیپایی بوټي ( د بوټو یو ګروه) هغه ځانګری مواد خپل ترکیب کې لري چې د ژوندي ژوي د سرطان د نارغيو د ودي مخنيوي کوي. همدارنګه غوړي لرونکی شلغم (منداب) چې غټ او زیرچکی شلغم دی د سرطان ضد مواد لري. یو د دغودسرطان ضد مواد چې په شلغم کې شته د( ګلوکوسینولیت ) په نوم یادیږ‌‌ى.

شلغم لرونکې سبزي لکه پانه لرونکې کلم، پالک د دغو شنو او پانه لرونکیو بوټيود جملو څخه دي. کتل شوی هغه ګڼ خلک چې دارنګه شنه سبزی ډیر کاروي د هغوی اخته کیدل کچه دسرطان په بیلا بیلی ناروغيو باندی په ځانګری ټوګه د شش سرطان باندی ډیره کم دی. د نریوالی مطالعی داسی څرګندوی چې شنه سبزیو او هغه چې ګن پانې لری شاید د ځینو سرطان د له مینځه ورلو ګته ور لامل یي. او ددي ترڅنګ دغو سبزیو په ډیر کچه (کاروتنویدونه) چې پکې (بتاکاروتن او کلروفیل) هم شته په خپل ترکیب کې یی لري او دا دواره مواد د سرطان ضد خاصیت لري.

ګته وري نکتې
یو څه اندازه معمولی شلغم او غوار لرونکی شلغم (منداب) باید د اومه په بنه وخورل شۍ ځکه « گلوكوسینولیت» د پخولو په مهال له مینځه ځې. د سپین شلغم او غوارلرونکي شلغم د تشخیص طریقه دا دی چې سپین شلغم سپین ریښه لری او طوقه یی بنه یی د غوتی په شاوخوا کې په سترګو کیږي. خو غوار لرونکې شلغم بیا زيړى ریښې لري او د شکل نه هم غټ او سپین بریښې. شلغم یو مقوي او مغزي حبوباتو له جملو څخه دی او دا چې خپل ترکیب کې لس سلنه قندې مواد او د ګته وری منرال لکه کلسیم او مګنیزیم په ډیر کچه لري د ګتورو او با ارزښت خوارو له جملو څخه ګنل کیږی. شلغم د وینو په جورولو، پاکولو کې ستر لور لري او د کلسیم او مګنیزیم منرال شتون د دی لامل کیږي چې د خطرناکو ناروغیو لکه سرطان مخنیوی وکړي.

همدارنګه هغه مالګيني مواد چې په شلغم کې شته د ويني د تصفي او د بدن دفاع د عفوني ناروغيو لامل ګرځي. هغه پتاشيم چې په شلغم کې شته، غوړي يا شحم خنثي کوي او د (ارسنيک) ماده چې په شلغم کې دي مستقيما د ويني د سپيني او سور ګلبول سره دخالت لري. له بلي خوا هغه فسفرچې په شلغم کې شته د عصبي بافتونه د تقويي لامل دى. نه يواځي دا چې د شلغم په پانه کې په ډير کچه کلسيم شته بلکه دغي ترڅنګ شلغم په ډير کچه اوسپنه او مس هم لري چې د ويني او په ځانګري ټوګه د هموګلوبين ډير والي لامل ګرځي. په هر هغه کچه چې د شلغم پانه شنه يي په هماغه اندازه ايودين پکي ډيردي. همدارنګه د اي، بي او سي ويتامينونه شته والي د شلغم په پانه او په ريښه کې د هغي با ارزښت ګتې په ځانګري توګه د اعصاب د تعادل په حفظ کې او د تغذيه په تعادل کې څرګندوي. داکتر برتوله دايي ثابته کړى لکه څنګه چې د شلغم عصاره (اوريک اسيد) باندي د حل کوونکى خواص لري د ګردې تيګې دفع کولو کې اسانتياوي راوړي.

د شلغم د عصاره لاسته راورلو لپاره دشلغم د وزن په اندازه برابر، سور بوره يا تور بوره په اوبه کې اچول کیږي او په ډیر ملایم د حرارت درجه باندي کښيخودل کیږي. بل طریقه یی دا ده چې دغټ شلغم مینځ خالی کوي او د سور بوره نه یی ډکوی اووروسته پخوی یې. دریم بنه یی داسی ده چې شلغم ګردی ګردی سره قطع کوي او همدارنګه پیاز هم د حلقی په بنه ګردی ګردی قطع کوي. بیا ورپسی د شلغم او پیاز قطع شوی حلقی په پلنه دیګ کې د حرارت دپاسه کښیدی او کله چې دا ګرم شي په دمه دهغی شربت ورڅخه جلا کیږی. دا شربت ذکام او د ستونی درد لپاره ډیر ګته ور دی او د دغه شربت څخه د غرغره لپاره هم کارول کیږی.. د التهابی یا تورم هر نوع حالت یا د جوش په وقت کې د پخه شوی شلغم څخه د مرهم په بنه استفاده کیږی او په هماعه متاثر شوی ځای کې کښیښودل کیږی.

تور ترب هم د شلغم ټولو خواصو څخه برخمن دی او حتی په ډیر حالاتو کې ډیر غنی هم دی. ډا به ډیر غوره یی چې تور ترب او شلغم دواره رنده او د اومه په بنه وخورل شي ترڅو د هغی ټولو باارزښت خواصو څخه یی ګته واخیستل شي. کولای شو دغه دوې سبزیو سره د نوری ترکاری د سلاد په بنه استفاده يي کړو.

د شلغم نورې ګتې
دا سبزی د نادرو سبزیو له جملو څخه دی چې ارسنیک او روبیدیم لري. دا دوې عنصر سره د ګوګرد دجذام ناروغیو په مخنیوی کې ستر رول لری.

د شلغم نورې ګتې په لاندې ډول دي:

١- شلغم د توخیو مخه نيسی.

٢- شلغم سینه، معده او کولمه نرم کوي.

٣- شلغم اشتها پاروونکی دی.

٤- شلغم مثانه، تسي او کبد وروکی کوی اوادرار ډیروی.

٥- شلغم د ای، بی، سی ویتامینونو په درلودل د سترګو د نور او د ديد او نظر قدرت ډیروی.

٦- دشلغم ر یښه نرم کوونکې خواص لری او د تورتوخی او اسماء ناروغيو د مینځه ورلو کې د غلیظ جوشانده اوعسل سره يوځاي په مصرف رسیږى.

٧- د شلغم غلیظ جوشانده د مرهم په بنه د مفاصلو دردونو، نقرس، ذکام او ریزش اونورې دردونو په تسکین کې کارول کیږى.

٨- شلغم یو قوی ضد عفونی ماده دی او همدی وجه د ریزش او ذکا م او دعفونی ناروغیو کې ډیر ارزښت لری.

٩- شلغم فسفر، کلسیم، اوسپنه، بی او سی ویتامیونونه لری د جنسی نیرو ډیروالی او د بدن د عمومی تقویت لامل ګرځې.

١٠- شلغم د وجود تقویه او د هدوکی د غښتلتیا لپاره ډیر ګته ور دی.

١١- د پخه شلغم اوبه کولای شو د ستونی بیلابیلی دردونو کې او په ځانګری ټوګه د ذکام او ریزش لپاره غرغره کرو. که چیری شلغم په یو سرپت لوښې کې یا د اوره په مینځ کې پخه شی چون دهغه اوبه او غوړي له مینځه نه ځی اشتها ډیروي.

١٢- د شلغم اوبه د ګیاهی انسولین او باارزښت ویتامینونو د درلودلوله امله د قند ناروغی او د مثانه تیګې لپاره ګته ور دی.

١٣- شلغم دپوستکې خارښت په ځانګري ټوګه د مخ جوشونه لپاره خورا ګته وردی.

١٤- شلغم دویتامین سی په درلودلود وینی د رقیق کیدل مخه نيسي او دهمدغه ویتامین د شتون له امله ستریا له مینځه وړی.

١٥- د شلغم نازکی ریښه د ادرار ورم، طحال او سوزش له مینځه وړی، د دی لپاره باید د شلغم هغه نازک او باریکې ریښې چې د شلغم پر سیره شنه دي، که چیری هغه وچ او ورسته میده شی او بیا عسل سره ګد شی، د ادرار سختوالی ته ګته ور دي او د ادرار د کانال يا مجاری نوری ناروغې له مینځه وړي.

١٦- د شلغم ترشی د کولمې مقوی کوونکی، اشتها راورونکی او بی باد او نفخ دی.

١٧- شلغم د ويتامين اي د درلودولو له امله د خارښت د تسکين او د مفاصلو د درد، توخي او ذکام، د نقرسو درملنه لپاره ګته وري دي. د دي استعمال لپاره لومړي بايد شلغم په اوبو کۍ ښه پخه شي او ورسته له دي چې لکه د مرهم په شانته شو بيا په هماغه ځانګري ځاي کې کښيخودل شي چې درد کوي.

١٨- د شلغم تخم سره د دي چې ټولي دغه خواصونه پکي شته دي د خپل شلغم څخه قوي دي. د هغي دمصرف طريقه داسي دي چې په هردقيقه کې تقريبا 25/6 ګرام د شلغم عسل يا شربت سره د ناروغيو درملنه لپاره خورل کيزي.

١٩- د شلغم مصرف د کم خوني لپاره تجويز شوى ځکه د ويني د سور ګلبول په ډيرولو کې ډير ګته وردى.

٢٠- د ذکام او ريزش، ورم تانسل او ستوني درد لپاره کولاي شو د شلغم د شربت څخه استفاده وکړو.

٢١-د شلغم شربت د ماشومانو د تورتوخي درملنه لپاره ګته ور دى او ماشومانو ته هيڅ ذيان نه اړوي.

د شلغم شربت:
د شلغم د شربت طریقه داسی دی چې لومړی د شلغم مینځ خالی کیږی او په هغه کې لږ بوره اچوي وروسته له یو څو ګنتی څخه اوبه په کې راټول کيږي. اوبه د شلغم څخه په قاشق راخیستل کیږی او مصرف ته رسوی.

بايد وويل شي: هغه کسان چې د غذایی هضم له وجه یا د معده ستونزې سره مخامخ دي او یاهم ډیر ظریفی کولمی لري باید چې د شلغم د مصرف څخه مخنیوي وکړي.

د ښه شلغم نښې:
ښه شلغم دری نښې لري:

١- شلغم باید ډک یی. که چیری د شلغم مینځ سست او یا د لاس په فشار د ننه ولارشی هغه باسی شلغم دی او که چیری پوخ شی باد او نفخ تولید کوي.

٢- د شلغم خارجی پوستکی باید صاف او شفاف یی.

٣- شلغم باید سنګین یی او کله چې هغه مو قطع کرل مینځ یی باید روښان او شفاف یی.

د تحقیقاتو او د ساینسی علماوو دڅیر نې له مخه په هر صل ګرام شلغم کې ۳۵ کالوری انرژی، یو ١ګرام پروتین،٧ اوه ګرام قند، ۰/۲ ګرام غوار، ۱/۱ ګرم فایبر، ۴۵ میلی ګرام ګوګرد، ۲۸۰ میلی ګرام پتاسیم،۶۰ میلی ګرام کلسیم، ۳۶ میل ګرام ویتامین سی شته دی. همدارنګه صل ګرام شلغم پانه، ۳۶ کالوری انرژی،۳ګرام پروتین،۰/۴ګرام غوړي،۵/۵ ګرام قند، ٢/۱ ګرام فیبر، ۵۵ملی ګرام ګوګرد، ۳۷۵ملی ګرام پتاسیم،۲۶۰ملی ګرام کلسیم، ۶۰ ملی ګرام فسفر، ۹ملی ګرام سدیم، ٤/۲ ملی ګرام ا وسپنه او ۴۰ملی ګرام ویتامین سی لري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button