ژوند ته مو شفا ورکړئ

جنرال دولت وزیري

د بدلون له پاره لومړي ګام پوهاوی دی.

ځکه بدلون هغه وخت پیليږي چې د بدلون له پاره سوچ پيل کړو، بې صبری د بدلون له پاره مقاومت را منځ ته کوي، ځکه که وغواړو هر څه د سترګو په رپ کې تر سره کړو مانا دا چې په خپله د بدلون په مخکې ستونزې اجادوو.

د بدلون له پاره حرکت په کار دی.

ځکه که غواړو بلی کوټې ته لاړ شو بايد له څوکۍ را پورته شو او حرکت پیل کړو، که دا کار ونه کړو هيڅ وخت به بلې کوټې ته ونه رسيږو.

موږ باید ټول وخت ستونزې د ځانونو له پاره درس يا عبرت وګرځوو، که چیرې ستونزې اسانه وي بيا خو نه درس شو او نه عبرت.

ټول درسونه د پوهاوي له لارې زده کیدلای شي.

هيڅ وخت خپل مقاومت ته اجازه مه ور کوئ چې ستاسو د بدلون مخه ونیسي.

د بدلون په مقابل کی زموږ بې لفظه د مقاوت نښې په دی ډول دي:

د موضوع بدلول

له خونې وتل

ناوخته راتلل

ځان په بل کار بوختول او داسې نورې.

ځینې وختونه موږ د بدلون په مقابل کې داسې مقاومتونو را منځ ته کوو:

هیڅ ګټور کار نه شم کولای

هغوی به ما سره هیڅ مرسته ونه کړي

له دې سره زما قضیه بیخی تفاوت لري

هر څه به په خپله سم شي او داسې نورې.

ځینې اعتقادات او باورونه هم د بدلون په مقابل کې مقاومت اجادوي لکه:

دا سم کار نه دی

نارینه يا ښځې دا کار نه کوي

دا کار ډیر ګران دی

ه ور باندې باور نه لرم او داسې نورې.

ځینې وخت موږ د بدلون په مقابل کې پلمې د مقاوت په توګه استعمالوو په دې توګه:

خدای به له دې کاره ناراضه شي،

دا سم چاپيريال نه دی،

سم راهنما نه لرم،

دا ټوله د دوي غلطي ده او نورې.

ځينې وختونه د ځان په هکله تصور د بدلون په مقابل کې مقاوت را منځ ته کوي لکه:

زه ډیر زوړ يم،

زه ډير ځوان یم،

ډير چاغ یا ډیر ډانګر یم،

ډیر دنګ يا ډير ټيټ یم،

یر غریب یم او داسې نور.

ځینې وختونه ځنډول هم د بدلون په مقابل د مقاومت پلمه کیدای شي لکه؛

زه به دا کار وروسته وکړم

همدا اوس وخت نه لرم

ښه نظر دی خو بل وخت به يې وکړم او داسې نور.

کله نا کله د بدلون په مقابل انکار کول هم مقاومت را منځ ته کوي لکه:

تير وخت مناسب وخت و،

دغه کار به څه ګټه وکړي او داسې نور.

بیړه او ډار هم د بدلون په مقابل کې مقاوت اجادوي لکه:

ښايی ناکام شم،

ښايی زیان راورسوي،

زه لا تیار نه یم،

اوس کافي پيسې نه لرم،

زه په چا باور نه کوم او داسې نور.

پایله:

که غواړئ چې ځان بدل کړئ:

يوې هندارې ته مخامخ ودریږئ او خپل ځان ته ووايې چې خپل ځان بدلوم او داکار حتمی کوم. هيڅ شی مې له دی لارې نه شي راګرځولی.

خو داسي مه کوئ چې ووايې چې سګرت به نور نه څکوم، خو څو ورځې وروسته بيا همغه اش او همغه کاسه وي. یا وایو سره کړې غوښه به نه خورم خو بيا لاس تر مړونده څټو.

دې ته د کمزوری ارادې دسپلين وايې یانې اراده کوو خو دسپلين ور ته نه لرو. داسې اراده د بدلون سره مرسته نه شي کولاي.

موږ د بدلون له پاره باید کلکه اراده ولرو، کلک هوډ ولرو، خپل هوډ په هیڅ صورت مات نه کړو. موږ باید د غڼې د جال په څير اه منفي سوچونو ځان وژغورو او له جاله ځان را بهر کړو او د بدلون له پاره کلک هوډ وکړو.

د بدلون له پاره د راز کیلی یواځې کلک هوډ دی.

له دې سره ځان بې ارزښته مه ګڼي، د بل په ښېګڼه او بریا مه په غوسه کيږئ.

که مو ځان ته اهمیت ور کړ د ستونزو د حل ډیرې دروازې به درته خلاصي شي.

پر ځان انتقاد هم تاسو له لارې باسي، پر ځان د انتقاد پر ځای ځان بدل کړئ.

پر ځان مهربانې، ځان سره مينه، د ځان تائید، له خپل استعداد څخه ګټه اخیستل، کلک هوډ او داسې ویل چې حتمی به ځان ته بدلون ورکوم او له دې سره په خپلو ژمنو کلک ودريدل تاسو د بدلون په لور بریالیتوب ته رسوي.

په درنښت

د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button