څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

ریاض مقامزی
د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې در په ګوته کړو.

۱. سم ولولئ!
که تاسو ډېره مطالعه کوئ، خو د مطالعې په څرنګوالي غور نه کوئ، دا په دې معنا ده چې تاسو خپل ارزښتناک وخت ضايع کوئ. کوښښ وکړئ سمه مطالعه وکړئ. د ښې مطالعې ګټه دا ده، چې تاسو په ډېروالي پسې نه ځئ بلکې د سمې مطالعې فکر درسره وي او کوښښ کوئ، چې ځان پوه کړئ.
ځينې خلک د مطالعې د وخت د غزولو په فکر کې وي، خو دې ته پام نه کوي، چې څنګه مطالعه وکړي؟ څه یې زده کړل که نه؟
تاسو کوښښ مه کوئ، چې ډېره مطالعه وکړئ! بلکې هڅه وکړئ چې سمه مطالعه وکړئ. په دې معنا چې د کلماتو پر ځای په مفاهمو ځان وپوهوئ، تر څو هر چېرته وکولای شئ مفاهم په خپلو الفاظو وړاندې کړای شئ.

۲. د کلمو معنا
د هغو کلمو په معنا کې ډېر دقت وکړئ، چې په لومړي ځل ورسره مخ کېږئ. که په معنا یې پوه نه شوئ، ويي پانګې (ډیکشنرۍ) ته مراجعه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو د کلمې سمې معنا ته په ذهن کې ځای ورکړ او یاده معنا او مفهوم به مو هېڅکله له یاده و نه وځي.

۳. د مطالعې ځای
ځينې خلک په شور کې ښه مطالعه کوي او ځينې نور بیا په خاموشۍ کې له مطالعې خوند اخلي. تاسو په دې اړه هېڅ تشویش مه کوئ او نه هم د چا فرمایش ومنئ. یوازې خپل طبیعت ته په کتو پرېکړه وکړئ او مناسب ځای وټاکئ.

۴. مطالعه په کوم حالت کې؟
ځينې خلک پراته وي او مطالعه کوي، ځينې نورو بیا بالښت ته ډډه وهلې وي، خو څېړونکي وايي ښه مطالعه په ناسته کېدای شي. داسې حالت کې چې تاسو کوم ځای او څيز ته ډډه نه وي وهلي. خو که بیا هم ډډه لګوئ کوښښ وکړئ کلکو ځایونو او څیزونو ته تکیه شئ. د مطالعې چوکۍ تاسو لپاره بهترین انتخاب کېدای شي.

۵. د مطالعې وخت
د مطالعې لپاره بهترین وختونه سهار او مازیګر وي. په دې وخت کې ماغزه له نورو وختونو څخه ډېر فعال او اماده وي. کوښښ وکړئ په سهار او مازیګر کې مطالعې ته وخت بېل کړئ.

۶. ذوق
هڅه وکړئ د خپلې خوښې کتابونه ولولئ. که تاسو دا کار وکړ نو له مطالعې به ډېر خوند اخلئ مګر برعکس که نور کتابونه ولولئ چې ستاسو نه خوښېږي نو دا کار مو ورو ـ ورو له مطالعې لرې کوي.

۷. دومداره مطالعه
که غواړئ له مطالعې خوند واخلئ نو دوامداره مطالعه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو به تل له کتاب سره مینه ولرئ. همدارنګه که تاسو غواړئ له مطالعې سر ځان عادت کړئ نو هڅه وکړئ هره ورځ په کافي اندازه مطالعه وکړئ. وروـ ورو به مو مطالعه عادت وګرځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button