څنګه کولی شی خپله مېرمن خوشحاله وساتئ؟

له معنوي پلوه په یوه کورنۍ کې د ښځې موقف د کورنۍ تر نورو غړو اوچت دی، او دغه قشر ته پاملرنه په یوه کورنۍ کې د خوښۍ او امن فضا را منځته کوي، په یوه کورنۍ کې د ښځې او خاوند تر مینځ د ښه ژوند تېرولو په موخه باید لاندې ټکې په پام کې ونیول شي.
۱ـ یو نارینه وړاندې تر دې چې خپل ګډ ژوند پیل کړي، باید د خپل ژوند ملګرې د هغو خصوصیاتو له مخې انتخاب کړي چې دی یې هیله لري. نه داچې مور او پلارته ووایي چې له هغې جینۍ سره واده کوم چې تاسو راته خوښه کړې، خو په راتلونکې کې په خپله خوښه بل واده کوم. دا کار د دې لامل ګرځي چې یو خو د دوه ځوانانو د ژوند خوښۍ په اوبو لاهو کېږي او له بل لوري یوه معصومې جینۍ د بدبختۍ او بیځایه دودونو ښکار کېږي.
۲ـ له خپلې مېرمنې سره په خوښۍ او غم کې ځان شریک وګڼئ.
۳ـ د اړتیا وړ توکي یې په ټاکلي وخت او د هغې د خوښې سره سم ورته برابر کړئ.
۴ـ خپلوانو او دوستانو ته یې متقابل احترام ولرئ.
۵ـ هڅه وکړی څو خپلې موخې او اهداف په زور ورباندې تحمیل نکړئ.
۶ـ د هغوکلماتو د کارولو نه ډډه وکړي چې د هغې د نا راحتۍ لامل ګرځي.
۷ـ د یوه رښتیني دوست په توګه رفتار ورسره کوئ.
۸ـ د ژوند رازونه مه ترې پټوئ.
۹ـ ژور درک ترې ولرئ.
۱۰- د قهر په وړاندې یې له صبر او حوصلې نه کار واخلئ.
۱۱ـ هیڅکله یې د نورو په وړاندې توهین مه کوئ.
۱۲ـ کله چې په یوه کار مصروفه وي په لوړ اواز غږ مه ورته کوی، او هغه کار په خپله وکړئ.
۱۳ـ د ناروغۍ پر مهال مرسته ورسره وکړئ.
۱۴ـ د ستونزمنوکارونو د تر سره کولو پر مهال یې مه نا امیده کوئ.
۱۵ـ ښځه یوه عاطفه لرونکې موجود ده، عاطفه یې تر پښو لاندې مه کوئ.
۱۶ـ د استعداد او کارونو ستاینه یې کوئ.
۱۷ـ په خوشحالۍ یې خوښ او په غم یې غمجن اوسئ.
۱۸ـ اعتماد د ژوند یو مهم رکن دی، باید یوپر بل اعتماد ولرئ.
۱۹ـ نیوکې مو په ډېر صمیمیت ورسره شریکې کړئ.
۲۰ـ اګر که په ټوکو هم وي چې(زه بله ښځه کوم)مه ورته وایه ځکه زړه یې ماتیږي.
۲۱ـ تل داپه پام کې ونیسئ چې پرته له خدایه هیڅ انسان هم کامل ندی،په قهر مه اوسئ.
۲۲ـ دهغې د وسې او صحت د اندازې له مخې د چارودترسره کېدوهیله ترې کوئ.

ژباړن: نجیب الله پیمان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button