په کيسه کې کرکټر کښنه (ديارلسمه او وروستۍ برخه)

په کيسه کې کرکټر کښنه (ديارلسمه او وروستۍ برخه) / بصيرالحق عادل

 

پايله او وړانديزونه

کيسه ليکلو، اورېدلو او ويلو سره هر څوک مينه لري، خو د کيسه ليکلو وړتيا او مهارت بيا ځينې ځينې خلک لري.

دا ضرور نه ده چې هر څوک دې کيسه وليکي، مهمه دا ده چې د کيسه ليکلو په هنر ځان پوه کړو او هغه بېلابېل تخنيکونه چې کيسه تر برياليتوب رسوي بايد زده مو وي.

په کيسه کې تر ټولو مهم چې پام ورته وشي کرکټر لوبونه او کښنه ده، خو مخکې تر کرکټر کښنې، موضوع هم مهه ده چې بايد کيسه پرې وليکل شي.

په دغه لنډه څېړنيزه لړۍ کې موږ د کرکټر د پېژندنې سربېره د کرکټر په کښنه، ژبه، لهجه وپوهېدو. د افغان او نړۍ د کيسه ليکوالو لارښوونو ته تم شولو، د کرکټر درې مهمې خواوې، ظاهري، رواني او ټولنيز حالت سره اشنا شولو او بالاخره د يوې ښې کيسې د ليکلو په راز وپوهېدو.

د دغه موضوع تر څېړنې وروسته ځينې وړانديزونه هم لرم، هېله ده غور ورباندې وشي.

·        د دغه موضوع په ليکلو او سپړلو کې تر ډېره بهرنيو ليکوالو کار کړی دی چې زموږ ځينو کيسه ليکوالو يې کتابونه پښتو کړي دي خو لا هم ډېر شيان په نوره نړۍ کې شته چې تر اوسه موږ په دغه برخه کې ترې نه يو خبر، ژباړونکو ته مې وړانديز دا دی چې د داستاني ادبياتو د پياوړتيا په خاطر دې په دغه برخه کې د نړيوالو کيسه ليکوالو اثار پښتو ته راوژباړي.

·        زموږ کومو ليکوالو چې تحقيق کړی دی، په مجموع کې يې د کيسې په اړه ځغلنده خبرې کړي او يا يې ژباړلي دي، زما وړانديز کيسه ليکوالو او د کيسې په برخه کې محققينو ته دا دی چې په کيسه کې کرکټر تر ټولو مهم توکی دی، په دغه برخه کې دې هر اړخيزه څېړنه وکړي او د کتاب په بڼه دې ټولنې ته وړاندې کړي.

·        پښتو ژبه کې مې ډېرې کيسې لوستي دي، له ځينو کيسو مې خوند اخيستی، ورته ژړلي مې دي، د ژوند تجربې مې ترې زده کړي دي، خو د ځينو کيسو په لوستلو پښېمانه شوی هم يم او پرته د وخت د ضايع کېدو هيڅ مفهوم او پېغام مې ترې نه دی اخيستی. زما وړانديز نويو کيسه ليکوالو ته دا دی چې لومړی دې ځان د کيسه ليکلو په تخنيکونو او باريکيو پوه کړي، بيا دې کيسه وليکي.

درنښت!

بصيرالحق عادل

۱۳۹۴ل /۱/۲۷

 
 

 

 

 

ماخذونه

۱ ــ  هاشمي، څېړنوال سيد محي الدين، نثري ادب ډولونه، ۱۳۸۹ ل، وحدت خپرندويه ټولنه.

۲ ــ  القباني، حسين، ژباړه، پسرلی، اجمل، لنډې کيسې به څنګه ليکو؟، درېيم چاپ، دانش خپرندويه ټولنه.

۳ ــ  پسرلی، اجمل، نجيب محفوظ څرنګه کيسه ليکي؟، ۱۳۸۸ل، سالنګ کتاب خپرونکی.

۴ ــ  پلبګمن، بېنټز، ژباړه، غزا نوز غزا، د لنډې کيسې آرونه، ۱۳۸۸ل، دانش خپرندويه ټولنه.

۵ ــ  هاشمي، څېړنوال، سيد محي الدين، د ليکوالۍ فن، لسم چاپ، ۱۳۹۳ل، ميرويس خپرندويه ټولنه.

۶ ــ  سيدي، څېړنوال، سيد نظيم، ناول به څنګه ليکو؟، ۱۳۸۹ل، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار.

۷ ــ  احمدي، نصير احمد، راځئ کيسه وليکو، ۱۳۹۳ل، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار.

۸ ــ  ناوک، داد محمد، د لنډې کيسې کرکټر، ۱۳۹۱ل، مومند خپروندويه ټولنه، ننګرهار.

۹ ــ  ماخيل، بارکوال، په شاتو کې زهر، ۱۳۸۹ل، لمر خپرندويه ټولنه، کوټه.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button