بې وزيره دفاع وزات او توده جګړه

بې وزيره دفاع وزات او توده جګړه / سردار محمد همدرد

زموږ ګران هېواد د کورنۍ جګړې څخه وروسته د طالبانو د حکومت د راپرزولو سره سم د حامدکرزي په مشرۍ د نړيوالو په مرسته يو نوی حکومت رامنځته سو.

په لومړي ځل اداري جوړښتونه، د حکومتولۍ په اصولو او چوکاټ کې سيستم جوړ او رامنځته سو، که څه هم په دې دوره کې افغانستان د جګړې شاهد پاتې سو، خو په کور دننه د نظام او حکومت جوړښت هغه څه و چې، په لنډه موده کې د نړيوالو په مرسته په پښو ودرېد.

اوس هم هره ورځ افغانستان د خونړيو جنګي پېښو شاهد او کوربه دی، د حامد کرزي د ديارلس کلنې دورې تر ختمېدو وروسته د حکومت جوړښت بدل سو او له اوږدو ټاکنيزو ناندريو وروسته د ملي يووالي په نوم نوی حکومت رامنځته سو.

دا يو داسې جنجالي حکومت و چې مياشتې مياشتې د وزيرانو، واليانو او نورو دولتي خلکو پر ټاکل کېدو د ولسمشر او اجرايه مشر تر منځ په ورځو ورځو او شپو شپو مخالفتونه، تا ويلې او ما ويلې وويل سوې او دا لړۍ ان د يو کال په تېرېدو تر دې دمه لا هم روانه ده، خو په لومړيو کې دغه مخالفتونه په ښکاره ډول و، ډېر ژر به رسنيز کېدل خو اوس په پټه دي او څوک پرې نه  خبريږي خو که روانو حالاتو ته وکتل سي نو داسې ښکاري چې لا هم ستونزه نه ده حل او که ولسمشر او اجرايه مشر د کوم لوړ پوړي چارواکي پر ټاکنه يوه خوله سوي هم وي نو ټاکنې يې هم تر ډېره په دې خاطر نا سمې دي چې تر اوسه کوم پرمختګ نه ليدل کيږي.

تر ټولو لويه او شرموونکې خبره دا ده چې دا دی د نوي حکومت يو کال پوره کيږي تر اوسه موږ د دفاع وزير نه لرو، داسې وزير چې افغانستان غوندې جګړه کې ښکېل هېواد ورته سخته اړتيا لري.

زموږ هېواد هسې هم له وخته په جګړه کې راګېر دی، تېر حکومت کې هم د جګړې د راقابو کولو لپاره کومه ځانګړې طرحه جوړه نه سوه او مثبت اقدام نه وسو.

زما په اند په تېر يو کال کې چې افغانستان کې څومره د نا امنۍ ډکې پېښې رامنځته سوې، څومره خلک مو شهيدان سول او د خلکو اندېښنې مو څومره ډېرې سوې، فکر نه کووم که تر دې مخکې حکومت په يوه کال کې دې دومره زيانونه رامنځته سوي وي، لوی لامل يې د ولسمشر او اجرايه مشر ترمنځ اړو دوړ او بې غوري ده.

دا به په ټوله نړۍ کې شرموونکې خبره وي چې، افغانستان د حکومت له جوړېدو نږدې يو کال تيريږي خو د دفاع وزير نه لري، په اوسني وخت کې د دفاع وزير نه لرل هم د امنيت له لوري هېواد ته سخت زيان اړولی دی، نا امني ډېره سوه، حتی ارګ او نورو دولتي او نظامي ځايو ته نږدې په څو کيلومترۍ کې ځان وژونکې حملې وسوې.

که ولسمشر په دې پلمه د دفاع وزارت لپاره وړ شخص ګمارل ځنډولي وي، چې اوس خو سرپرست وزير سته، هغه کولی سي د دفاع وزارت اړوند چارې سنبال کړي، په نظامي او پوځي برخه کې د دفاع د وزير په توګه دنده ترسره کړي، نو زه د ولسمشر دغه فکر ناسم بولم او په اوسني وخت کې د دفاع وزارت لپاره سرپرست ددې هېواد لپاره په دې خاطر په زيان بولم، چې يو خو په طبعي ډول سرپرست ځان دومره مسؤل نه ګڼي لکه څنګه چې په رسمي ډول ځان مسؤل ګڼي، ځکه د سرپرست وخت نه دی مالوم چې کله به له دندې ليرې کيږي او پر ځای به يې بل څوک راځي.

بل پلو زموږ په هېواد کې د سرپرستانو کړنې او حالات موږ او تاسو ته هغه وخت ښه مالوم سو، چې ولسمشر غني د خپل نوي حکومت په لومړيو  کې د تېر حکومت ټول واليان سرپرستان اعلان کړل، د سرپرستانو په توګه د واليانو له اعلانېدو وروسته سملاسي د هېواد په لر او بر کې ټولو ولايتونو کې اداري فساد اوج ته ورسېد، د ځمکود غصب لړۍ چټکه سوه، نا امني ورو ورو په پراخېدو سوه، هر سرپرست والي په دې خاطر چور، غصب، غلا او فساد شروع کړ چې نور يې مسؤليت په ختمېدو دی، که نن وي که سبا وي، ولسمشر به يې پر ځای بل والي ګماري او له دوی به هم پوښتنه نه کيږي.

زما خبره پر دفاع وزير وه، له يوې خوا مو دفاع وزير سرپرست دی او بل پلو اوسنۍ دفاع وزير داسې کس نه دی چې په دغه برخه کې ډېر بريالی وي يا دې تجربه ولري، ولسمشر لومړی بايد په کار پوه او مسلکي شخص د دفاع وزارت لپاره سرپرست ټاکلی وای چې لږ تر لږه اوسني امنيتي وضعيت لپاره چې ټول جګړه له بهره سنباليږي يوه طرحه خو يې جوړه کړي وای.

په ټوله کې موږ او تاسو وليدل او هر سړی په دې پوهيږي چې د ولسمشر او اجرايه مشر ترمنځ اختلافات دې حد ته راورسېدل چې هر يو د خپلو شخصي اړيکو له مخې خلک پر کار وګمارل، له وزارته تر ولايته او له ولايته تر ولسواليو ټولې مقرريانې د روابطو او شخصي اړيکو له مخې وسوې، حتی اوس امنيه قومندانان له مرکزه په فرمايشونو راځي او دلته چې ولسواليو کې يې هر څه  چې خوښ وي، کوي يې، يا د پارلمان د وکيل ورور وي او يا هم د کوم سناتور نفر وي، نو په داسې حال کې چې ولس مو هم له دولته خپل زړه راټول کړی، جګړه څنګه راقابو سي.

زما له انده، د ولسمشر او اجرايه مشر لخوا دې خاورې ته نه ژمنتيا او ملي ګټې په پام کې نه نيول هغه څه و چې افغانستان يې اوسني حالت ته راورسوو، جګړه ورځ تر بلې پراخيږي، ګڼو ولسواليو سقوط وکړ، ډېرې يې  د سقوط له ګواښ سره مخ دي، د جګړې د راقابو کولو لپاره سمه او پر ځای نظامي تګلاره او نقشه نسته.

که د دفاع وزارت لپاره وړ، مسلکي او په کار پوه شخص په دنده وګمارل سي، د اوسنيو حالاتو د راقابو کولو لپاره بېلابېلې طرحې جوړې سي، پلان جوړ سي او د هېواد په حالاتو ژور غور وسي، نو بيا کېدلی سي چې په روانه جګړه کې يو څه بدلون راسي، ګنې حالات به مو تر دې هم بدتر سي.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button