په انسان کې د عصبي فشارونو پيل

لیکوال: تمیم تکل

د سایکالوجۍ له مخې، عصبي فشارونه د لومړي ځل لپاره، د انسان په ژوند کې د دریېم ټولګي څخه یا له ښوونځي بهر په همدومره عمر کې په ماشوم کې ښکاره کېږي.عصبي فشارونه ډېر دي چې یو یې زموږ په ټولنه کې ډېر مشهور او پېژندل شوی دی او هغه د «عدمِ تمرکز» مسأله ده. دا مانا چې فرد کې د تمرکز قوه کمزورې کېږي او دغه کمزورتیا ځانته نښې نښانې لري، دغه عصبي فشارونه معمولاً د یوه کورني او دروني علت له وجې وي. د یادونې وړ ده چې د عصبي فشارونو په کټګورۍ کې موږ، په «خفیفو فشارونو» کې ۱۰۱۳ ډوله نښې لرو چې د خفیفو عصبي فشارونو ښکارندويي کوي.

عصبي فشارونه موږ په لاندې ډول خلاصه کوو:
۱ – لومړنۍ نښې چې د عصبي فشار په توګه پېژندل کېږي، هغه د نوکانو خوړل دي.دلته بیا ان دا مسأله هم د پام وړ ده چې کوم لاس کې کوم نوک خوړل کېږي؟ دغه کس چپ لاس دی که ښي لاس؟ دغه فرد خپل د ښي لاس نوکان خوري که د چپ لاس؟ آیا دغه کس یا ماشوم خپله لمن یا لستوڼی هم خوري که نه؟ همدا یې لومړنۍ نښې دي.
۲ – د ږیرې یا وېښتو ایستل: وایي زما ږیره ماتېږي، دغه خلک عادت لري چې په لاس یا هم غاښونو سره خپله ږیره(راسته او چپه) راکشوي او باسي.زه یو څوک پېژنم چې دوه ښځې، یو لوی سرای، اپارتمان او… لري. یوه شپه یې له ۸ بجو چې ځان بند کړ، تر سهاره پورې یې د چپ طرف ټوله ږیره وباسله.
۳ – سترګې په سترګې کېدل: ځینو خلکو کې دا عادت وي چې تر څو ورته و نه ګورې هېڅ نه ارامېږي.د خپلو خبرو له پاره دومره جملې پیدا کوي او پسې یې غځوي چې څو تاسو ورته مخامخ و نه ګورئ. یا دا چې تاسو ورته خبرې کوئ او دی درته ولاړ دی کمیس دې سموي، تڼۍ دې ګوري، په خولۍ او پکول کې دې ګوتې وهي او لنډه دا چې ځان ستاسو په ځان او بدن کې مصروفوي او حال دا چې تاسو ده ته خبره کوئ.
دا تجربه کولای هم شئ، د ساري په توګه تاسو یوه ځای کې غواړئ چې په یوې خبرې باندې بحث وکړئ. پینځه یا لس کسان هم درته ناست وي. په قصدي ډول په سر، وېښتو یا ږیره یا هم مخ کې یو تار یا بل شی ځوړند کړئ. بیا چې ټولګي ته ځئ او تدریس یا لیکچر پیلوئ، ځینې کسان داسې وي چې په دا ۳۰ دقیقو کې یې ټول سوچ او فکر ستاسو په مخ او وېښتو کې هماغه تار ته وي. چې څنګه فرصت په لاس ورشي یا یې خپله لرې کوي یا درته وايي چې استاده! دلته دې یو شی دی لرې یې کړه. مانا دا ۳۰ دقیقې یا ۴۰ دقیقې چې تاسو درس تشریح کړ، د ده ډېر او عمده برخه د سوچ ستاسو په مخ یا سر کې هماغه تار ته وه.
۴ – تکیه کلامونه: کېدای شي په دې برخه کې استثناء هم وي؛ خو معمولاً تکیه کلام د عصبي فشار له پاره یو کالب دی. د ساري په توګه:
– پرون تللی وم هرات ته، اورې. په موټر کې ناست وم اورې چې یو کس راغلی، زما موټر یې پنچر کړی اورې او زه خبر شوی هم نه یم اورې؟
– اوس موږ د کرونا وایروس له پاره یو درمل پیدا کړی خبره واوره، ته یې عملي کړه خبره واوره چې خدای صحت درکړي خبره واوره.
– څه ورته وايي، دا پاکستان چې دی، څه ورته وايي لومړی برتانوي هند و، دغه څه ورته وايي انګرېزانو دا نقشه جوړه کړې وه او څه ورته وايي پنجابیانو عملي کړه.دا څه ورته وايي په ۱۹۴۷ کې پاکستان ایجاد شو.
د تکیه کلام د ایجاد یو لامل د شخص له خوا اړیکوییکو د ستونزې او نه استعمال له وجې هم ده. دوی نه شي کولای یوه جمله له بلې هغې یا هم مبتدا له خبر سره ونښلوي. دوی مجبور دي چې له تکیه کلام څخه د یوه لېنک په توګه کار واخلي. او ویل کېږي چې دغه خلک له کمزورې قوې څخه برخمن دي چې تمرکز وکړي.
هغه انسان چې د تمرکز قوت نه لري، نه شي کولای دوه، درې یا لس جملې پرله پسې له خولې وباسي یا وتړي.دی باید یو تم ځای د ځان له پاره پیدا او جوړ کړي؛ تر څو دوه جملات سره وتړي / ونښلوي / تنظیم کړي.
۵ – د جملې وروستۍ برخه دوه ځلې تکرارول: د ځینو خلکو دا عادت وي چې د خپلې هرې جملې وروستۍ برخه یا وروستۍ کلیمه یا غونډ(عبارت) دوه ځلې تکرار کړي؛ تر څو «تمرکز» رامنځ ته کړي او بیا بلې جملې ته لاړ شي.

د ساري په توګه:
د شپې ناوخته په یو موټر کې راغلل، په یوه موټر کې راغلل. خدای ومنه ما ټوله ورځ هم سفر کړی و او ماښام مې کور هم پاک کړ، ماښام مې کور هم پاک کړ. سر مې کېښود ویده شوم، ویده شوم؛ چې د ور غږ راغی.
۶ – بند بند غږونه (فېلر ورډونه): تاسو به ډېر لیدلي وي، په ځانګړي ډول په راډيو او نورو رسنیو کې چې د سیاسي چارو کارپوه په نامه ځینې خلک مېلمانه شي، خبریال پوښتنه ترې وکړي، دی بیا تر څو چې ځواب ورکوي له هرې جملې او ان غونډ څخه مخکې دوه، درې، څلور ان تر شپږو یا زیاتو فېلر ورډونو پورې کاروي.
ساري یې:
– سمندر صاحب د افغانستان اقتصادي وضعیت څنګه ارزوئ؟
سمندر : آ آ آ آ آه آه افغانستان آ په اقتصادي لحاظ آه بهرنیو مرستو پورې هم آ – هم تړلی دی. دا سمه ده چې آ آ آ موږ داخلي عایدات او تولیدات هم لرو؛ خو آ آه آ تر ډېرو په بهرنیو مرستو زموږ د اقتصاد ستنې آ ولاړې دي.
کله کله د شپې په ۱۰ یا ۱۱ بجو چې د ۱ ساعت له پاره سیاسي خپرونې وګورو او هلته درې یا څلور مېلمانه حضور ولري او هغه هر مېلمه هم یا استاد وي، یا اقتصاد پوه، یا ارواپوه یا هم بل داسې مسلکي کس او هغه بیا هم د کوربه پوښتنو ته داسې ځوابونه ورکوي چې په سر کې یې فېلر ورډونه یا مات مات غږونه استعمالوي، دا خبره ښکاره کوي چې یاد کس فوق العاده لوړ عصبي فشار لاندې دی چې د یوه لوړ او لوی یا پېچلي / سخت کار په پایله کې رامنځ ته شوی دی.
یادونه : موږ په پښتو غږ لیکنه کې تر اوسه درې ډوله فېلرو ورډونه لرو چې هغه دا دي:
۱ – آه ۲ – آ ۳ – همم
۷ – په منظم ډول د لاسونو یا پښو خوځول: د ځینو خلکو عادت وي چې ناست وي خپلې ګوتې په منظم ډول پرله پسې داسې تاووي راتاووي یا دا چې په څوکۍ ناست وي او پښې خوځوي یا دا چې په ناخود آګاه ډول څوکۍ دېخوا هغې خوا څرخوي.
دغسې خلکو ته باید د «تنبېه» په توګه هم څه و نه ویل شي چې داسې مه کوه! دا چې تاسو ورته ووایاست او هغه هم ستاسو په احترام یا ستاسو له پاره هغه کار و نه کړي؛ همدا چې و یې نه کړي په خپله یو بل نوی عصبي فشار شو چې هغه ته مضاعف وايي دا سمه ده چې ستا د ملګري یا ورور یا د تره د زوی یا بل خپلوان دغه ډول حرکتونه د خلکو د خندا باعث ګرځي او تاسو پرې شرمېږئ. هغه که ستاسو له خبرو مخکې ۲ ځله یو حرکت کوي، اوس چې تاسو پرې ټینګار کوئ چې دا مه کوه، کله چې ځانته او یوازې شي ۵ ځله یې ترسره کوي. دغه ته مضاعف فشار وي. تاسو مرسته نه؛ بلکې هغوی ته لا پسې یو بل کار وکوت. دا ستاسو وظیفه نه، بلکې د یوه متخصص او مسلکي ډاکټر وظیفه ده چې څنګه یې لارې ته راولي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button