پر وجود د وېرې او اندېښنې غلبه؛ لاملونه، نښې او درملنه یې

ژباړه: ملیحه ناصري
پانیک اټک پر وجود د وېرې او اندېښنې غلبې ته وايي. دې وخت کې د انسان زړه ډېر دربېږي. ساه نه شي اخیستلی، آن ګومان کوي چې مړ کېږي، ځنکدن یې دی یا لېونی کېږي. که چېرې پانیک برېدونو درملنه ونه شي پر جدي پانيکي ستونزه بدلېدلی شي.

دا ستونزې کولی شي د سړي ورځنی ژوند ټکنی کړي؛ خو د هیله مندۍ خبره دا ده چې درملنه یې شونې ده.

د پانیکي بریدونو او وېرې تر مینځ توپیر څه دی؟
وېره معلومه ده چې په ګواښوونکو مواردو کې انسان ته پیدا کېږي، عصبي غبرګون دی او انسان دې ته چمتو کوي چې وتښتي یا له ځانه دفاع وکړي. پانیک بریدونه هم لکه وېره ناڅاپه پېښېږي. آن کېدی شي هغه وخت چې ویده/ارامه یاست پانیکي برید درباندې وشي.

پانیکي برید ښايي یو ځل پر انسان وشي؛ خو په ډېریو کسانو کې تکرارېدلی هم شي. دا بریدونه هغه وخت پر انسان کېږي چې خطر لرونکي ځای/ کس سره مخ شي؛ مثلاً: کېدی شي له پله څخه د تېرېدو پر مهال، په یوه غونډه کې د غږېدا پر وخت یا له داسې چا سره د ګیر پر مهال وشي چې تاسو د تېښتې لار نه لرئ.

د پانیک اټک نښې:
معمولاً کله چې په کور نه یاست، پانیک اټک سره مخ کېږئ؛ اصلاً هر چېرې شونې ده چې پانیکي برید درباندې وشي. کېدی شي بازار کې به توکي پېرئ، پر سړک به پلی تګ کوئ، موټر به چلوئ یا هم په کور کې به کرار غځېدلي یاست چې پر وجود مو پانیک اټک/برید وشي.

ناڅاپه یې نښې رابرسېره کېږي او په لسو دقیقو کې اعظمي کچې ته رسي. ډېری بریدونه یې له شلو تر دېرشو دقیقو پای مومي؛ خو عموماً له یوه ساعته نه اوږدېږي. بشپړه پانیک حمله دا نښې لري:

نفسک وهل، لنډه لنډه ساه ایستل.
-د زړه د ضربان ډېرېدل.

-په کوګل کې درد یا پازابېدل/ په عذابېدل.

-لړزه/رېږدېدل.

-خپګان حسول.

-خوله کېدل.

-ګانګې یا زړه بدوالی.

-سر ګیچېدل یا ضعف کول/بېهوښه کېدل.

-د وجود بې سېکه کېدل.

-د ډېری یخنۍ یا ډېرې تودوخۍ احساس.

-له مړینې وېره، د کنټرول بایلل یا لېوني کېدل.

پانیک برید د زړه حمله ده؟!
پانیکي برید هم فزیکي دردونه لري. کله کله داسې شدید وي چې سړی ګومان کوي چې پر زړه حمله راغله. په ځلونو به روغتیاپال ته ورځي چې درد یې دوا کړي. دا ورته وايي چې یوې ستونزې سره مخ دي چې ژوند یې ورته بېخونده کړی. سره له دې چې باید د زړه ټکان، د سینې درد، ساییزې ستونزې بابېزه ونه ګڼل شي؛ خو دا ځينې پانیکې حملې دي چې د زړه حملې سره غلطېږي، بر عکس یې نه.

لاملونه یې کوم دي؟
سره له دې چې پانیکي بریدونه کوم ځانګړی لامل نه لري؛ خو ارثي دي. د ژوند‌ ډول له بدلېدو سره هم اړیکه لري؛ لکه: له پوهنتونه فارغېدل او دنده پیلول، واده او اولاد پیدا کول، شدید سټرېس، د نږدې کس مړینه، طلاق یا د دندې د وخت ختمېدل هم د پانیکي بریدونو پیلېدونکې کېدی شي.

کېدی شي کومه بله ناروغي یې لامل شي؛ لکه:

-د زړه د میټرال برخې لوېدل( وړه ستونزه ده چې حلېدلی شي).

-کله چې ټایرووید ډېر کار وکړي.

-هیپوګلیسمي( د وینې د خوږو کمېدل/ټيټېدل).

-د کافیین، امفتامین، کوکایین او نورو محرکو توکو کارول.

-د یو ډول درملو نه کارول چې دمخه مو ډېر کارولي وي.

د پانیک اټک/برید درملنه:
-خپلو کړنو ته پام کول: په شعوري ډول مو خپلې کړنې کنټرول کړئ. دا جوته کړئ چې تاسو کوم ځای/وخت کې له پانیک اټک سره مخ کېدی شئ. مثلاً: موټر چلوئ، ښايي همدلته پانیک برید درباندې وشي. ښه چې وشو، بیا به څه کېږي؟

هېڅ هم نه کېږي. موټر به ګوښه کوئ. پانیکي برید به پیل او ختم شي؛ نو وېره نه ده پکار. دغسې مو خپله وېره کنټرول کړئ.

-درمل خوړل: درمل بیخي پانیک اټک له مینځه نه شي وړلی؛ خو کمولی یې شي. د درملو کارولو سره باید ژوندبڼه بدله شي، بېلابېلې نورې لارې وازمویل شي. هغه درمل چې دې وخت کې خوړل کېږي دا دي: ( د ژور خپګان/افسرده‌ګۍ ضد درمل، بنزودیازپېن)؛ خو د بنزودیازپېن په مصرف کې باید احتیاط وشي؛ ځکه چې روږدې کوونکې دي او کله چې خوړل یې پرېښودل شي، جدي جانبي عوارض لري.

-د الکولي موادو، سګرټو او کافیین لرونکو توکو له کارولو باید ډډه وشي.

-ریلکسېشن: وجود مو وخت ناوخت اراموئ. تمرین وکړئ، ورزش وکړئ او ریلکسشن وکړئ.

-له ملګرو او کورنۍ سره ډ‌ېر وخت تېر کړئ.

-منظم او ښه خوب وکړئ. له بېخوبۍ او نامنظم خوبه ځان وساتئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button