د لومړنۍ روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

د لومړنۍ روژې زرین اصل :

له روژې وړاندی ځکه بايد توبه وباسو چی د ژوند ټول چاپېريال مو له فتنو ډک دی . هر ځای قتلونه ، بې لارۍ او ګمراهۍ خپرې دي . د منع کولو يې څوک نسته او له دې شره د خلاصون يوازينی حل الله تعالی ته په اخلاص رجوع کول دي او بس .

یوه ګټوره نسخه :

درنو دوستانو ، د روژې میاشت په ګرمۍ کی روانه ده . نو د دې له پاره چی تنده لږ وی د پیشلمي پر مهال دوې درې کاچوغی ( قاشقی ) مستې راواخلیً او یو څه هېل پکښی ګډ کړئ ، ویې ښوروئ او لږ اوبه هم ور واچوئ ، بیا یې وڅښیً . انشاالله تر روژه مات پوری به ډیر تږی نسیً . او دا هم د ۲۰۱۶ کال د لومړنۍ روژې لومړنۍ تحفه :

د روژې غله

که موږ او تاسی ښه متوجه سو نو د رمضان په میاشت کی دا لاندي څو غله ډیر فعالیت کوی او تاوان پیښوي :

لومړی ـ ټلویزیون او راډیو : دا خطرناک غل دی چی په خپلو ناوړو یا ناولو پروګرامونو سره روژې خرابوي او یا یې اجر لږوي . لومړنی د سترګو له لاری او دوهم د غوږونو له لاری د روژې نیکۍ ، حسنات او ثوابونه غلا کوی .

دوهم ـ بازار : دا غل د بې حسابه پیسو او وخت په غلا کولو کی ډیر شهرت لری . هر څه غلا کوی چی له امله یې سړی تش لاس راستنیږی .

درېیم ـ ناحقه ویښتیا : دا غل د روژیاتي انسان قیمتي وخت غلا کوی . دا د مسلمان څخه د شپې د عبادت ، تهجد ، استغفار او توبې په غلا کولو کی ډیر مهارت لری او په عوض کی هغه په بیهوده مجلس ، ورقو ( پتو یا قطعه بازیو ) فلم لیدلو ، ګېم کولو او نورو خبایثو او مفاسدو ښه بوخت ساتی .

څلورم ـ پخلنځی ( اشپزخانه ) : دا غل موږ او تاسی د ډول ډول لذیذو خوړو په جوړولو اخته کوی او دا بیلابیل خواړه که په ظاهره هر څومره خوندور هم وی صرف په خوله کی وی ، مګر د ستونی څخه له تیرېدو وروسته یوازی نس ډکوی ، بدبویه ټېغونه ډیروی ، جسم درَنوي او تنفس سختوي . دا غل د اسراف په بدله کی فضیلت غلا کوی .

پنځم ـ ټلیفون : ځینی کسان ټلیفون راپورته کړی او یوه ته د بل غیبت کوی ، راز یې رسوا کوی ، چغلۍ یې کوی ، بې عزتي یې کوی ، درواغ وایی ، تهمت تړی ، او ډول ډول پوچ الفاظ استعمالوی . په دې ډول خپلی نیکۍ بل ته بخښی او د هغوی ګناه ځانته اخلی او خپل پیټیً درنوي . دا د نیکیو او ښېګڼو لوی غل دی .

شپږم ـ چټي مجلسونه : په دغسی مجلسونو کی د الله د ذکر پر ځای بې ګټی او بې ثوابه خبری کیږی چی تر ګټی یې تاوان ډیر وی . نو داسی بیهوده مجلسونه د الهي ذکر غله دي .

اووم ـ په سینګار له کوره وتل : بېله شرعی حدودو او قیوداتو څخه له کوره د ښځی وتل ، بازار او نورو ځایونو ته د عطرو یا خوشبویی په وهلو سره تلل ، بېله حجابه ګرځېدل ، نیم لوڅ لباسونه اغوستل هغه غل دی چی د انسان باطن خوسا کوی ، شهوت پاروی د سترګو زنا پیښوي او ډیری نیکۍ لوټوي .

اتم ـ د والدینو نافرماني : دا غل یوه ذره رحم هم نه لری او ډیر ظالم ، خطرناک او ځناور غل دی . یعنی د دعا په قبلېدو کی لوی خنډ همدا غل دی .

نهم ـ انټرنیټ : که دا په صحیح ډول استعمال نسي نو یو قاتل غل دی چی د انسان ژوند د هغه د وینو په زبېښلو سره ختموي .

لسم ـ روژه لنډوَل : دا غل سړی په ډیر خوب ، ډیر چکر ، ډیرو لیدنو کتنو….. سره بوخت ساتی او بیا نو هغه شخص وایی چی نن می روژه ډیره لنډه سوه ! دا غل اړونده روژیاتیً په دې ګروهه کوی چی روژه ګواکی یو جبر او زحمت دی او ژر ژر باید لنډه او تیره سی . نو دا غل عبادت غلا کوی .

هو ، پورتني ټول هغه ظالم او بې رحمه غله دي چی په روژه کی د یو مسلمان د لمونځونو ، روژو ، صدقو ، نفلونو ، طاعتونو او عبادتونو په غلا کولو سره د اړونده انسان ټولی نیکۍ وړی او پر میدان یې تش لاس پریږدی . یعنی په ظاهره به یې روژه وی ، لمونځونه به کوي ، تراویح به کوي ، تلاوت او ذکرونه به کوي ، صدقه او کومک به کوي….. خو دا ټولی یا څه برخه نیکۍ به بل ترې وړی .

نو د ژغورنی ښه چاره یې دا ده چی د پورتنیو ټولو غلو څخه خپله روژه وساتو او هغوی پرې نږدو چی زموږ د روژې پاک هدفونه او مقصدونه راڅخه غلا کړی .

که له همدې پیل څخه هوډمن ، غوڅ او قاطع اوسو نو ټوله میاشت به انشاالله تسکین او تضمین یو . امتحان شرط دی !

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button