ولــــور!

لیکنه: نصرت سپېڅلی

ولور هغه ناروا مال دی چې د یوې جنۍ د ورکړې پۀ مقابل کې اخېستل کېږي.
د بېلګې پۀ ډؤل احمد خپله خور، لور او… محمود ته یا د محمود ورور، زوی او… ته د ټاکیلو پیسو پۀ مقابل کې ورکوي او ورته وایي چې د دومره پیسو پۀ مقابل کې مې خور یا لور درکوم، که دومره مقدار پیسې راکوې معامله درسره کوم او که نه خپل کار کوه، که محمود نوموړې پیسې ورکړې نو دغه مال ته د ولور مال ویل کېږي.
نوموړی دود هم دپښتني کولتور یو لۀ هغو ناروا او زیات کارندو دودونو څخه شمېرل کېږي چې پښتانۀ پرې د ډېرې پخوا زمانې څخه اخته دي او لۀ بده مرغه، چې آن پۀ یویشتمې پیړۍ کې هم ترې بچ نۀ دي او پۀ پراخه پیمانه اخېستل او ورکول کېږي.
نوموړی دود پۀ اتراپي سیمو کې ډېر کارول کېږي چې سلنه یې آن تر اتیا ـ پنځه اتیاوو پورې رسېږي، خو ښاري سیمې بیا لۀ نېکه مرغه د اتراپي سیمو پۀ پرتله دومره پرې اخته نه دي، خو داسې هم نشو ویلی چې دلته بېخي نه اخېستل کېږي.
زۀ پۀ دې کم عمر کې د دې دود د ډېرو پېښو شاهد یم، یوه بېلګه به یې راوړم چې یوې کورنۍ پخپلې لور لۀ معمول څخه زیات ولور واخېست، مقابلې کورنۍ ورته وویل چې دومره پیسې تا واخېسې بیا دې د لور تمه هم لرې؟ هغوی ورته وویل چې زما لۀ کوره دې یوړه مړه یې کړه، خو زه یوه روپۍ هم نه درپرېږدم. پۀ پښتو کې یو متل دی چې وایي: څه چې کرې هغه به رېبې. بل وخت همدې کورنۍ خپل زوی ته په یوه لرې ځای کې کوژده وکړه چې د دوی څخه یې هم همدومره ولور واخېست چې د همدې ولور لۀ امله یې لۀ خپلې نږور سره تاوتریخوالی پیل کړ او رنګارنګ ظلمونه یې پرې کول، چې بلاخره زوی یې د دوی د ظلم لۀ لاسه ترې بېل/ جـلا شو.
ولور هغه بد او ناوړه دود دی چې لۀ امله یې یوه انجلۍ پۀ ډېر سخت او مرګوني حال خپلې ورځې او شپې تېروي او پلار یا ورور یې پۀ بې وجدانه ډؤل ددې پۀ حرامو پیسو خپل عیش و نیش کوي او دا خوارکۍ لکه د جهنمۍ پۀ څېر خپل دردناکه او تریخ ژوند تېروي.

نو ګـرانو هېوادوالو! راځئ چې دغه بې غیرته او پست عمل ته د پای ټکی کېږدو او لۀ خپل خور او لور سره دغه ظالمانه چلند ونه کړو او که چا یې پۀ بدل کې لۀ موږ واخېست، نو د هغې انجلۍ سره د یو انسان پۀ ډؤل چلند وکړو، نه د یوه څاروي پۀ څېر.
۱۳۹۹/ ۱۲/۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button