هيپاتیا؛ ریاضي پوهه او فیلسوفه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ د علمي يون په فلسفي او ریاضيکي برخه کې د سرلارو له جملې د “هيپاتيا” نوم هم د یادلو وړ دی. نوموړې د نړۍ یوه نوموتې مخترعه، ریاضي پوهه او فیلسوفه وه. په دې لیکنه کې به یې په اړه کافي معلومات ومومئ.

هيپاتيا

که څه هم ددې سترې فیلسوفې او ریاضی پوهې د زېږېدو دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو ويل کېږي هغې د څلورمې زیږديزې پېړۍ په وروستيو کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي. پلار یې تئون نومېده، نوموړی د وخت پياوړی استاد او دینې عالم و. دا چې هيپاتيا له یوې علم پرورې کورنۍ سره تعلق درلود، نو ځکه خو یې د خپلو نوښتونو او فکري ودې لپاره تیاره لاره جوړه وه.

کله چې هیپاتيا زېږېدله د سکندریې ښار له پېړيو راهيسې د زده کړو او پوهې ښار و. ـ البته باید یادونه وکړم، چې سکندریه د یوناني اتل مقدوني سکندر په وخت کې جوړ شوی و. ـ هيپاتيا د خپل ژوند د ځوانۍ ډېر وخت په همدې ښار کې تېر کړ.

د هيپاتيا پلار د ریاضياتو استاد او د ستورپوهنې د متونو اصلاح کوونکی و. د نوموړي په اړه تاریخپوهان خورا ډېر معلومات لري خو د هيپاتيا د مور په هکله ډېر معلومات نشته.

دا چې د هيپاتيا د ښکلا او ځوانۍ په اړه ډېر معلومات موجود دي او برعکس د بوډۍ توب د وخت په اړه یې هېڅ خبرې نه دي شوي نو، ځکه خو تاریخ لیکونکي پر دې آند دي، نوموړې به تر پنځوس کلنۍ وړاندې مړه شوې وي. پر دې اساس یې مؤرخان د پيدايښت نېټه ۳۷۰م شاوخوا او د مړينې نېټه یې ۴۱۵م ښيي.

د نوموړې د ماشومتوب په هکله معلومات هم کم دي. فقط دومره ویل شوي، چې هغه یوه ساده نجلۍ وه. که څه هم د وخت اکثره نجونې به هغه وخت له خپلو ميندو سره د کور په کارونو کې بوختې وې، خو هيپاتيا به له خپل پلاره د نړۍ په هکله زده کړې کولې. دا چې نوموړې له یوې علم دوستې کورنۍ سره تعلق درلود، نو ځکه خو یې ناسته ـ پاسته هم له لویو خلکو سره وه. نوموړې په ټوله کې د ښار نوموتې نجلۍ وه. ښکلا او علم یې د ټولو خوښ و. ویل کېږي، هغه دومره ښکلې وه، چې نږدې ټول شاګردان پرې مئين ول. مګر هیپاتيا هېڅکله واده و نه کړ. که هر چا به وړانديز وکړ، نو نهیلي کول به یې. د مرګ د شېبو په اړه یې سندرا ډون وان لیکلي: “د دغو قهرېدلو خلکو مشرانو دغه بې کسه اسيره په کوڅو او سړکونو کشوله، تر هغې چې د سزاریون کلیسا ته یې ورسوله. هلته یې د نوموړې د پوهنتون لوی بالاپوش ورڅيرې کړ. تاج یې هم ترې ایسته کړ او جامې یې هم ورڅيرې کړې. وروسته یې د کلیسا څو کوزۍ او پیالې ټوټې ټوټې کړې او د هغه په ماتو ټوټو یې د هيپاتيا بدن غار غار. کله چې هغه مړه شوه، نو بې روحه بدن یې د ښار پر سړکونو اخوا دېخوا کش کړ او بیا یې له ښاره د باندې یوړ. د سینارون په سیمه کې یې اور ورته بل کړ او د هغې جسد یې وسوځاوه.”

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button