د کور جوړولو پرمهال د سپما تګلارې

هر څوک غواړي دهوسا ژوند تیرولو لپاره یوښه کور جوړ کړي. پرته له یو منظم پلان درلودو او سلا مشورو کور جوړول یوه خطرناکه(horrendous) تجربه ده ..دلته له یو څو هغو فکتورونو یادونه کوو چې که له کورجوړولو وړاندې او د کور جوړولو د پروسو پرمهال په پام کې ونیول شي د پام وړ پیسې سپما کیدای شي .د سپما کولو موخه دا نه ده چې د کار کیفیت خراب شي بلکې موخه داده چې د ضایعاتو او بې ځایه لګښتونو مخه ونیول شي .هرڅه باید اقتصادي ترسره شي خو خراب ترشره نه شي .

1. خپله بودیجه پلان کړۍ. Plan your budget

دا ترټولو مهم فکتور ګڼل کیږي ،دا کولی شي ستاسې د ژوند کولوطرز ،د هغه ځمکې موقعیت چې باید د کور لپاره وپیرل شي ،دکور ډول ،دکوټو د اندازو څومره والی وټاکي .سربیره د بودیجې پلانول به له تاسې سره مرسته وکړي چې پریکړه وکړۍ څومره روپۍ لرۍ چې پر کور جوړولو یې ولګوۍ او همداراز پلانول به مو زیر کړي چې مالوم کړۍ دا روپۍ به له کومو سرچینو اخلۍ او څه وخت به یې ترلاسه کوۍ . دا ترټولو ښه وخت دی چې د سپما په اړه سوچ وکړۍ چې په کوم ځای کې باید سپما وشي او په څه ډول وشي .ترهغې کار مه پیلوۍ چې په دې اړه مو ټولې پوښتنې ځواب شوې نه وي.

1. د ځمکې غوره کول . Your Choice of Land

معمولا هرښار بیلابیلې ناحې او زونونه او بیلابیل موقعیتونه لري .د ښاري پلان له مخې د ښار بیلابیلې برخې په سوداګریزو ،استوګنیزه ،یوه پوړه ،څوپوړیزه او داسې نورو ودانیو لپاره بیلې کړا شوو سیمو باندې ویشل شوي وي .په ښار کې ډيری داسې برخې وي چې پلانونه او د کور ډول باید د چارواکو لخوا تصدیق او ومنل شي .همدي دي ته په پام سره هلته د ځمکو نرخونه هم سره توپیر لري .کیدای شي داسې هم وي چې ځمکه یې جبه زاره یا نمجنه وي .د هغه ځای ځمکه نظر نورو برخو ته ارزانه وي تاسې کولی شۍ هلته د یو یو ځانکړي ډول تهداب څخه په ګټه اخستلو سره سپما وکړۍ .که تاسې یو یا دوه پوړه کور جوړوۍ هغه ځمکه ددې وس لري چې دومره بارونه وزغمې .پام وکړۍ چې د ځمکو پیر او پلور یوه جنجالي مساله ده اوډیر دوکه کوونکي کسان شته چې تاسې سره دوکه کولی شي نو اړینه چې په دې وخت یوتجربه لرونکی اخستونکې سره سلا مشوره وکړۍ .د ځمکې د پیر او پلور ورقې کرښه په کرښه په پوره پام سره ولولۍ .د ځمکې له تیر تاریخ نه ځان خبر کړۍ .

2. کورونه د نمونو لپاره وګورۍ . Visit homes for samples

ډیری خلک شته چئ ترهغې یې په فزیکې توګه کوټې نه وي لیدلي د کاغذ پرمخ د کوټو اندازې او ترتیب نشي تصور کولی .ددې لپاره کولی شۍ ستاسې د ژوند د طرز سره برابر یو تیار جوړ شوی کور وګورۍ او یا هم د په انلاین ډول په کمپیوټر کې دخپلې خوښې کور سره برابر کور ولټوۍ او ویی وګورۍ .نن سبا په انجنیرۍ کې د ښه پرمختګ له امله کولی شۍ د کور هره برخه وړاندې له جوړیدو وګورۍ .د کوټو اندازې ،د کړکیو ډول او اندازې،د ودانۍ بشپړونکې کارونه او د کوټو ترمنځ اړیکې په روښانه توګه کتلی شۍ . د کور د کوټو اندازو او جوړښت په اړه له خپلې کورنۍ او په ځانګړي ډول له خپلې میرمنې نظر له ځانه سر باید ه ولرۍ.د میرمنو نظر اخستل له دوه اړخه ډیر مهم دی .لومړی داچې دو هغو څوک دي چې ډیر وخت په کور کې تیروي او دویم داچې ډیری میرمنې نظر نارینه ته دظریف شیانو په خوښلو کې مخکښې وي .که داسې ونه کړۍ نو کوټې به یا دومره غټې وي چې بې ځایه لګښت به وشي او یا دومره وړي وي چې د کارولو وړ به نه وي او یا به هم کیدای شي ستاسې د میرمنې خوښې نه وي.ستاسې وړه بیغوري ستاسې ډیرې پیسې ضایع کولی شي .

3. تجربه کار لټه وکړۍ . Seek expert advice

د کورجوړولو په پروسو کې ډیر مسلکونه ښکیل وي .که غواړۍ چې خوب مو په ریښتیا بدل شي د تجربه لرونکو کسانوله مشورو ګټه واخله .دا مشورې باید ستاسې د بیلې کړای شوې بودیجې په دننه کې وي .

مهندس Architect:. مهندس کولی شي ستاسې د خیال کور تاسې ته په کاغذ انځور کړي . په ساحه کې د جوړیدو پرمهال د بدلون په پرتله دا ډیره ارزانه ده چې په کاغذ کې بدلون راوساتل شي.

د ساختمان د ډیزاین انجنیر Structural engineer.د ساختمان د ډیزاین انجنیر به تاسې ته داسې نقشې درکړي چې چک شوې وي .د ساختمان خوندیتوب معیارونه باید په پام کې نیول شوي وي .د ساختمان د ډیزاین انجینر باید د تهداب ،سلب ،بیمونو اوپایو جوړولو پرمهال پوره ښکیل شي او د هغه په شتون کې جوړ شي .د بریښنا ،اوبو رسولو او فاضله اوبو ایستلوډیزاین باید یو داسې کس ترسره کړي چې په همدې برخه کې پوهه ولري .

لګښت مالومونکی Quantity Surveyor/Estimators.

نشم ویلی چې لګښت مالونکی څومره مهم دی .وړاندې له دې چې په ساحه کې ځمکه وشکول شي په یاد ولرۍ چې کور ته موپوره دقیق لګښت مالوم کړی وي .له تهداب نیولی تر بام پورې د ودانې هره برخه باید مالومه شي .همدا ځای دی چې ستاسې د کور جوړولو په اړه ستاسې په پریکړه اغیز کوي .دلته د سپما خبره داده چې تاسې ددقیق مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره باید پوره مسلکې کس وګمارۍ چې درته هرڅه مالوم کړي .داسې نه یو څوک درته ډيرلګښت کم وښایې او یا هم لږ لګښت زیات وښایې

4. د یو ښه جوړونکي ګمارل . .Hire The Right Builder

کور کیدای شي ستاسې د ټولې پانګې لویه برخه وي نو د جوړولو لپاره یې یو داسې قراردادي غوره کړۍ چې ژمن کس وي او ستاسې احساسات درک کړای شي . د یو خراب قراردادي غوره کول به هم مو وخت او هم مو پیسې ضایع کړي .هغه څوک چې د قرارداد کوونکې په توګه غوره کوۍ د تیروکارونو نوملړ ترې واخلې او شوې کارونه یې وګورۍ .د هغې له پخوانیو مشتریانو سره خبرې وکړۍ هغه څه چې باید چک شي د هغې امانت داري ،وړتیا ،د موادو ضایع کیدو په اړه دهغه چلند او له مهالویش سره سم کارکول .له خپلو هغو ملګرو دوستانو پوښتنه وکړۍ چې څوک ښه قراردادي دی .

5. د قراردادي نرخونه پرتله کول . Compare Contractors’ rates.

چې له یو کس نرخ واخلې که غواړۍ چې سپما وکړۍ نو همدې یو نرخ ته مه کینۍ ،څومره چې کولی شۍ ډیرنرخونه واخلۍ ،پام مو وي چې هروخت ټیټ نرخ معیار نه وي ټول اړخونه یې په پام کې ونیسۍ .څومره چې ډیرنرخونه واخلۍ هومره به ډیر مالومات ترلاسه کړۍ او د چنې وهلو موقع ترلاسه کوۍ .نرخونه سره پرتله کړۍ.چا چې ټیټ نرخ درکړ لامل یې وپوښتۍ چې ولې دومره ټیټ نرخ .او چاچې لوړ نرخ درکړ د لوړوالی لامل ترې وپوښتۍ .

6. خپل هوکړه لیک خوندي کړۍ . Secure your agreement

د ساختمان په صنعت کې ډير احتیاط په کار دی .په هر پړاوکې له غدار (unscrupulous)خلکو سره مخ کیدای شۍ .هره څه باید په لیکلي بڼه وي .په لیکلو کې باید هرڅه روښانه وي کله او څومره پیسې ورکوۍ او هغه باید څه وکړي .هیڅکله ټول مقدار پیسې یوځل مه ورکوۍ بلکې په قسطونو ( installments) کې یې وویشۍ .ډیر خلک شته چې یو ناڅاپه ورک شي او هرڅه پرځای ګډوډ پریدي .

7. یواځې مزدور ته قرارداد ورکړۍ Give Labor only Contract

که وخت لرۍ مواد خپله وپیرۍ او له مزدور سره قراردادوکړۍ په دې سره به ډیره سپما وکړۍ .ددې لپاره چې ښه مواد وپیژنۍ یو چا سره قرارداد وکړۍ چې درسره دموادو په پیژندلو کې مرسته وکړي.کله چې مواد وپیرۍ سمدستې یې د کار ځای ته ولیږدوۍ .که یې په ځنډ ورسوۍ تاوان به وکړۍ .د کورجوړونکې په توګه تاسې باید تل په خریدارۍ کې له جوړونکي قراردادی ړومبی اوسۍ .کله چې مواد ساحې ته ورسیږي د کیفیت او کمیت په اړه باید ډاډ ترلاسه کړۍ .ضایعاتو ته ډيرپام وکړۍ . مواد په پرچون کې مه اخلۍ ،عمده پلورنځیو ته لاړ شۍ .

8. د موادو پیرلو وخت وپیژنۍ .

په یاد ولرۍ چې د موادو نرخونه دکال په اوږدو کې ښکته پورته کیږي .د بیلګې په توګه کیدای شي په ژمې کې یو شمیر ساختماني موادو نرخونه ښکته لاړ شي نو په دې وخت مواد وپیرۍ او په یو مناسب ځای کې یې کوټه کړۍ .البته چې سیمنټ سره باید داسې ونه شي .خو بیا هم وخت او ځای سره سم پریکړه مهمه ده .هغه مواد مه کوټه کوۍ چې د تاریخ تیریدو ویره یې وي .

9. تل متمرکز او منظم اوسۍ . Stay focused and organized

د کارونو له پرمختګ ځانونونه خبر وساتۍ .مهالویش ته پام کوۍ .له قراردادي سره هره اونۍ یا دوه اونیو کې یوځل ناسته وکړۍ .له هغه سره باید ستاسې اړیکې او بحث روښانه او پریکنده وي .

10. ګډ کار .Team Work

هڅه وکړۍ ستاسې د کور جوړولو کې ټولې ښکیلې خواوي ګډ کار ته وهڅوۍ او دهغوترمنځ ښې اړیکې وساتۍ .که هغو خپلو کې ستونزې پیدا کړي هم مو وخت اوهم مو پیسې ضایع کولی شي .تاسې کولی شۍ دیو ښه منځګړي په توګه رول ترسره کړۍ چې هغو خپلو ښې اړیکې ولري.

انجینر فرید عاطف

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button