هره شپه ۱۰ بجې ویده کېدل د زړه ناروغیو خطر کموي
روغتیايي څېړونکي د ۸۸ زره کسانو له روغتیا څارنې وروسته وايي، د شپې ۱۰ او ۱۱ بجو ویده کېدو او د زړه ښې روغتیا تر منځ تړاو شته.
د ‘یو کې بایوبانک ‘ ټیم باوري دی، چې د بدن له معمول سره د خوب همغږي ښايي د زړه او دماغ حملو خطر کمېدو په هکله تړاو څرګند کړي.
د بدن ۲۴ ساعته طبیعي متوازن معمول د ښې روغتیا لپاره اړین بلل کېږي. ویل کېږي، دا د وینې فشار عادي حالت لپاره هم مرسته کوي.
څېړونکو د دې تازه معلوماتو لپاره چې د اروپا زړه روغتیا ژورنال کې خپاره شوي، یوه اونۍ د رضاکارو کسانو د خوب او ویښتابه وخت معلومولو لپاره د لاسي ساعت غوندې یوه اله کاروولې ده.
دوی بیا د ترلاسه شویو معلوماتو له لارې د شپږ کالو موده کې د دې کسانو د زړه روغتیا او وینې دوران څرنګوالي په هکله معلومات ترلاسه کړي دي.
څېړونکي وايي، له دې ډلې یوازې ۳۰۰۰ هغو کسانو کې د زړه اړوند ناروغۍ لیدل شوې، چې یا له مناسب وخت یانې ماخوستن۱۰- ۱۱ مخکې او یا وروسته ویده کېدل.
په غیر متناسب ډول د ویده کېدو او خوب کولو له کبله بیا دې تړاو دوام کړی.
څېړونکود عمر، وزن او وینې غوړو په څېر د انساني زړه روغتیا په تړاو د نورو عنصرونو کنټرول هڅه کړې، خو ټینګار کوي چې د دوی څېړنې یې لامل او اغېز نه دی ثابت کړی.
د څېړنې لیکوال او د ایګسیټر پوهنتون پروفیسر ډاکتر ډېویډ پلانز په دې هکله وايي:
”په داسې حال کې چې موږ د خپلې څېړنې له مخې حتمي پایلې ته نه یو رسېدلي، نتیجه ښيي چې یا ډېر وختي او یا ناوخته ویده کېدل کېدای شي بدني ساعت (معمول) ګډوډ کړي، چې د زړه روغتیا ته ناوړه عوامل درلودلای شي. ”
نوموړي زیاتوي:
”له نیمې شپې وروسته ویده کېدل احتمالاً د زړه روغتیا لپاره خطر زیاتوي، ځکه ښايی لامل یې د ګهیځ له رڼا لیدو محروم پاتې کېدل وي، چې زموږ د بدن لپاره معمولات ترتیبوي. ”
د بریتانیا زړه روغتیا ادارې (بي ایچ ایف) ماهره ریګینا ګیلبین په دې هکله وايي، څېړنه ثابتوي چې د ماخوستن له ۱۰ تر ۱۱ بجو پورې ویده کېدل د ډېرو خلکو لپاره د زړه روغتیا پالنه کې ښه مرسته کولای شي.
نوموړې وايي، کافي خوب د عامې روغتیا او په ځانګړې توګه د زړه روغتیا او وینې دوران لپاره اړین دی، چې په عامه توګه د بالغو کسانو لپاره له اووه تر نهو ساعتونو پورې دی.
نوموړې په دې هکله زیاتوي:
”خو له دې سره سره خوب یوازینی عنصر نه دی چې زموږ د زړه پر روغتیا اغېز کوي، بلکې مهمه دا ده چې د ژوند طرز ته باید متوجه واوسو، د بېلګې په توګه باید د وینې فشار او کولیسټرول درجې مو باید راته معلومې وي، وزن مو باید مناسب وي، ورزش وکړو، له ډېرې مالګې او الکولو ډډه وکړو او دغه راز مناسب خوراک زموږ د زړه په روغتیا ساتنه کې خورا مهم رول لري. ”
بي بي سي، لندن