مالګه مو لاندې ناروغۍ درملوي

ډاکټر احمد نوید فیضي

د روغتیايي کارپوهانو په وینا مالګه باید په خوړو کې ډیره په لږه اندازه استعمال شي ځکه چې د نوو څیړنو پر بنسټ دغه خواړه د انسان پر روغتیا ډیره ناوړه اغیز لري.
مالګه د بدن د ځینو برخو فعالیت زیانمنوي. مالګه د بدن ځینې برخې له منځه وړي او د بدن په عمومي روغتیا هم ناوړه اغیز کوي.
که چیرې مالګه د درمل او دارو په ډول د بدن په باندینۍ برخه استعمال شي ځینې روغتیايي ګټې هم لري. دلته مو له ځینې ناروغیو او روغتیايي ستونز سره اشنا کوو چې د مالګې په مرسته يي درملنه ممکنه ده.
حساسیت (Allergy)
نیمه کاچوغه مالګه له اته اونسه (۲۳۶.۵ ملي لیټره) عادي حرارت لروونکی اوبه کې ښه حل کړئ. د څاڅکو بوتل په مرسته دغه محلول خپلو سپږمو کې واچوئ او دننه يي کش کړئ. هر ځل د پوزې هرې سوري کې دوه یا درې څاڅکي واچوئ. د پوزې هرې سوري لپاره دغه عمل څو ځلي تکرار کړئ. وروسته بیا خپل پوزه داسې پاکه کړئ چې د دغې محلول اثر هم په کې پاتې نه شي.
د بلوط او پیروتي ونو زهر
په زهر ککړ شوی برخه مالګه لروونکی ګرمو اوبو کې خیشت کړئ. دغه عمل د بلوط او پیروتي ونې زهر په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
مچۍ او خزندې زهر
د مالګې او اوبو څخه مرهم جوړ کړئ. دغه مرهم د بدن په هغه برخه چې مچۍ او یا هم خزندې چیچلی وي ووهئ. دغه عمل د چیچل شوې برخې درد او خارښت په ارامولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
له دې سربیره کولی شئ مساوي اندازه مالګه او د خوړو سوډا (Baking Soda) یو ځای کړئ. دغه مخلوط د یو برس په وسیله په چیچل شوې او یا د بدن هغه برخه چې خارښت کوي ووهئ. هیره دې نه وي چې دغه عمل یوازې د مچۍ او خزندو د زهر او خارښت له منځه وړلو لپاره کارول کیږي.
دغه عمل د ګونګټې او خسک چیچل شوې برخې لپاره چې له اندازې زیات خارښت کوي هم یو غوره طبیعي درمل ګڼل کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button