له ډوډۍ سمدستي وروسته د غاښونو بُرس کول

ژباړه: احمد الهام

دا خو معلومه خبره ده چې پاک غاښ د ښایست تر څنګ، د انسان د روغتیا لپاره هم ډېر مهم او حیاتي ارزښت لري، خو پر دې هم باید ځان پوه کړل شي، چې د غاښونو د بورس کولو یا مینځلو لپاره تر ټولو ښه وخت کوم دی؟
ډاکتران وايي چې که د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې غاښونه بورس شي، نو د زړه پر ناروغیو سربېره، په وجود کې د ځینو مهمو ناروغیو مخه هم نیسي. په ورته وخت کې ډاکتران وايي، چې له خوراک او څښاک څخه وروسته سمدستي د غاښونو بورس کول غاښونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.
که مو تیزابي خواړه او یا هم تیزابي څښاک وخوړل او وڅښل او ورپسې مو سمدستي غاښونه بورس کړل، نو توان به مو کړی وي.
ډاکتران وايي چې غاښونه که سهار او ماښام بورس شي، غوره ده. دوی ټینګار کوي چې غاښونه باید له خوراک او څښاک څخه نیم ساعت وروسته بورس شي.
د دې تر څنګ باید د غاښونو د مینځلو طریقه هم زده شي. ډاکټران وایي، چې غاښونه باید په دایروي ډول بورس کړل شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button