له طالب پټکیانو د خلکو شکایتونه

له طالب پټکیانو د خلکو شکایتونه

عبدالمنان توحیدیار

د کابل ـ کندهار پر لویه لار طالبانو لومړی د مسافر وړونکو موټرو څخه خلک ښکته کړي او بیا یې زنانه او نارینه جلا کړي او څو زنانه و باندې یې تیری کړی او بې عزته کړي یې دي.

هغه ويډیو چې په خواله رسنیو کې خپره شوې، ښکاري چې د دې لوی لارې مسافرو اعتراض کړی او د هغو کسانو د نیول کیدو او مجازات غوشتنه کوي چې د خلکو ناموس یې لوټلی دی.

دا هغه سیمه ده چې طالبان ډير کله سړک ته راوځي، ځینې وخت خلک تلاشي کوی، ځینې یرغمل کوي او له ځینو غلاوې هم کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان داسې بې شرمه، غیرې انساني او غیرې اسلامي کار کوي، بلکې طالبانو له کلونو راهیسې پر دې لویه لار خلک بې عزته کړي، لوټ کړي او وژلي او ټپيان کړي دي.

طالبان چې د خپل وحشت په وروستي حد کې دی، ټول هغه خلک ورته کافر او ښځې یې ورته اینځي ښکاري چې له دوی سره یو ځای نه دي.

ویډیو کې ښکاري چې خلک په ښکاره وایي چې طالبان و، له موټرو یې خلک ښکته کړل او بیا یې د ځینو ښځو ناموسونه لوټ کړل او پر دوه کلیو باندې تقسیم شول او خپله مخه یې وکړه.

په افغاني ټولنه کې دا یو داسې کار دی چې حتی سلګونه او زرګونه کسان یې منځ کې مړه شوي دي، خو طالبان نه د چا په ناموس ایسار دي او نه د چا په مرګ او ژوند باندې، یواځې هغه څه کوي چې زړه یې ومني.

طالبان په خپل ناموس ایسار نه دي، کورونو کې یې پنجابیان او نور بهرني ترهګر ساتلي وي او پټنځای یې ورته برابر کړی وی.

ځینې وخت یې ان د عملیاتو پر مهال له خپلو ښځو سره اچوي او د ښځو جامې ورته اغوندي، تاسو به لیدلي وي چې بهرني ترهګر د ښځو په جامو کې نیول شوي دي، همدا بې ناموسه طالب ورته ځای ورکړی وي، او د څو افغانیو لپاره یې ښځې سره یوه کوټه کې ساتي.

د کابل ـ کندهار پر لویه لار زیات شمېر سیمو کې طالبان د دې لپاره راوځي چې د دوی د فعالیت اندازه مالومه کړي او مشرانو ته وښيي چې دا لویه لار د دوی په کنټرول کې ده او یا هر کله چې وغواړي ، وضعیت یې خرابولی شي.

تاسو به لیدلي وي چې طالبانو څو ځلې د ځان د سپيناوي لپاره ځینې خپل وسله وال زندانیان کړي، وهلي یې دي او ان اعدام کړي یې دی، بیا یې دې کسانو ته د وسله والو غلو نوم ورکړی دی.

وسله وال غله همدا طالبان دي، دې سیمو کې له طالب پرته بل غل نشته، که غل دی، که رهزن دی او که ترهګر دی، همدا بې ناموسه طالب دی چې د هیچا په ناموس او حیا عزت باندې نه دی ایسار.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button