د طالبانو دروعجن تبلیغات

د طالبانو دروعجن تبلیغات

سیدعبدالله پاچا

طالبانو نن ادعا وکړه چې د لوګر ولایت د چرخ ولسوالي یې نیولې ده، خو ډيره ژر ښکاره شوه چې طالبانو ولسوالي نه ده نیولې، بلکې هغه ځای یې عکسونه اخیستې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خوشې کړی او نوي مرکز ته ګرځیدلي دي.

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو یو پخوانۍ قرارګاه د دې لپاره خوشې کړې او بلې قرارګاه ته تللي چې پخوانۍ هغه ډيره زړه وه او نوي قرارګاه ورته جوړه شوه.

طالبانو د دې لپاره تبلیغات وکړل چې ګنې ولسوالي یې نیولې ده او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې شاتګ ته مجبور کړي دي.

ډیرو سیمو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وضعیت ته په کتو شاتګ کوي، یا له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ځي، بیا طالبان زړو ځایونو ته ځي، عکسونه وباسي او خپروي چې خپل زور وښيي چې ګنې دا سیمه دوی نیولې ده.

د لوګر د څرخ ولسوالي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ده او طالب لا دومره جرت او قوت نه لري چې دا ولسوالۍ ونیسي.

د څرخ ولسوالۍ خلکو رسنیو سره خبرو کې وویل چې څرخ ولسوالۍ کې هر څه پر ځای دي او یواځې یو مرکز چې افغان ځواکونه ترې بل مرکز ته تللي، طالبان ورغلي او عکسونه یې ورسره ویستي دي.

طالب که دومره جرات او قوت درلودلی، ښارونو کې به یې لکه د غلو هدفي وژنې نه کولې، د خلکو موټرو پسې به یې ماینونه نه ايښودل، عامه ځآیونو کې به یې چاودنې نه کولی.

دا چې طالب د مخامخ جګړې توان نه لري، هر کله هڅه کوي چې د ملکي خلکو له کورونو د سپر په توګه ګټه پورته کړي او افغان ځواکونه مجبور کړي چې ستونزې یا وزغمي او یا ستونزو سره مبارزه وکړي.

تاسو به لیدلي او یا اوریدلي وي چې طالبان ډير کله پر پوستو او نظامي مرکزونو له داسې ځای برید کوي چې هلته د ملکي خلکو کورونه وي، دا کار طالبان د دې لپاره کوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو په کورونو ډزې نه کوي او د ملکي خلکو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري.

طالبان همدا تکتیک کاروي، کله چې تر ډير فشار لاندې راشي، بیا د خلکو کورونو ته ننوځي، خلک یرغمل کوي او په دې توګه ځان خلاصوي.

که طالب د مخامخ جګړې توان درلودلی، بیا به یې پر لویو لارو ماینونه نه ايښودل، بیا به یې هدفي وژني نه کولي، بیا به یې عامه ځایونو کې چاودنې نه کولی، خو دا چې طالب مخامخ جګړه نه شي کولی، د تاوتریخوالي د دوام لپاره له داسې لارو کار اخلي چې دوی پکې ژوبل نه شي او نور خلک قرباني شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button