فیبر لرونکې مېوه مو غاښونه روغ ساتي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

امریکایي څېړونکي وایي، هغه عمر خوړلي کسان چې له فیبر لرونکو مېوو ګټه اخلي، ډېر لږ د اوریو پر ناروغۍ اخته کېږي او غاښونه یې روغ وي.

دوی پر ۶۰۰ تقاعد شوو نظامي افسرانو د (۲۴) کلونو لپاره څېړنه کړې ده چې په ورځني ډول یې په هره غذایي وعده کې فیبر لرونکي خواړه او مېوې کارولې. د څېړنو پایلو ښودلې چې دغه چارې په عمر خوړلو کسانو کې ۳۰ سلنه د غاښونو د له منځه تلو مخه او د اوریو د ناروغۍ مخه نیولې ده.

دوی وایي ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو اوښتي وي؛ ځکه د دوی د څېړنو له مخې د هغو کسانو لپاره یې د پام وړ ګټه نه وه کړې چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو کم وو.

څېړونکی پلاوی وایي، د غاښونو د له منځه تلو لپاره تر ټولو غوره مېوې مڼې، الو او کېلې دي. دوی وایي د دې لپاره چې عمر خوړلي کسان روغ غاښونه ولري باید په هره غذایي وعده کې لږ تر لږه ۲،۵ ګرامه فیبر واخلي. پر مېوو سربېره ځیني سابه او حبوبات هم کولی شي د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.

څېړونکي وایي ډېرې لږ مېوې او سابه دي چې د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور دي چې له دې جملې پورته ذکر شوې مېوې ۱۴ سلنه او سابه ۵ سلنه کولی شي د غاښونو د خرابېدو مخه ونیسي.

د شمېرو پر اساس په سلو کې ۱۰ امریکایي سپین ږېري د اوریو د وینې کېدو پر ناروغۍ اخته دي. دغه شمېرې بیا په عمر خوړلو کسانو کې چې عمرونه یې له ۷۵ کلونو پورته وي، شل سلنې ته رسېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button