غواړئ روغې سترګې ولرئ؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کله چې د هغو خوړو په اړه خبرې کوو چې د سترګو لپاره ګټور دي، نو لومړی مو فکر ګازرې ته ولاړ شي، خو پام مو وي چې یوازې د ويټامین اې دغه غني سرچینه د سترګو لپاره ګټوره نه ده.

په ټوله کې د سترګو لپاره د ويټامین (اې) دنده د شپې له خوا د سترګو د لید زیاتوالی دی. د روغتیا مشهوره مجله لیکي چې ويټامین (اې) له دوو لارو ترلاسه کولی شئ، لومړی منبع یې د هغو حیواناتو ینه (جګر) ده چې غوښه یې حلاله وي او دویم په هغو شنو بوټو کې چې کاروتن ولري؛ ځکه همدا کاروتن د ويټامین (اې) د جوړېدو لامل ګرځي.

کاروتن لرونکي بوټي ډېری یې ژېړ، نارنجي او ډېر کم یې شین رنګ لري. لوتین او زیکسانتین هم د سترګو د سلامتیا لپاره ګټور تمامېږي چې په زیاته کچه په پاڼه لرونکو سبزیو لکه (پالک) کې پیدا کېږي.

دغه راز دغه دوه مادې په کمه کچه په هغو مېوو او سبزیو کې هم تر سترګو کېږي چې شین ته مایل رنګ ولري.

ويټامین (سي) چې تر ټولو ښه انتي اکسیدان دی، د دې شبکې لپاره ګټور ثابت شوی چې د سترګو له سلامتیا سره مرسته کوي، هغه کسان چې سګرېټ او یا الکول کاروي په بدن کې یې د ويټامین سي کچه ورځ تر بلې کمېږي چې په پایله کې یې د سترګو شاوخوا ګونځې پیدا کېږي.

ځیني مدني مودا لکه سلنیوم هم سترګې روغې ساتي، سلنیوم په بدن کې د ويټامین (اي) د جذب سبب ګرځي، کله چې په بدن کې ويټامین (اي) هم کم شي د سترګو شبکه له یو لړ ستونزو سره مخ کېږي؛ ځکه ويټامین (اي) په بدن کې د انتي اکسیدان له تولید سره مرسته کوي.

د سترګو د سلامتیا لپاره بله ګټوره غذایي ماده د امېګا -۳ غوړ اسیدونه دي چې د یخو اوبو په کبانو کې موندل کېږي. د یخو اوبو کبان په د EPA او DHA تر ټولو ښه سرچینه ده چې د سترګو د ځیر او سلامتیا لپاره ګټور تمامېږي.

مناسبه تغذیه او په ټوله کې په ښه ډول د سترګو ساتنه هغه څه دي چې تر اوږده عمره به د روغو سترګو درلودونکي یاست.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button