د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول

لیکنه: شکېبا نادري

لیکنه: شکېبا نادري

د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول

 

د ډېریو خلکو خوښېږي چې خپل وېښتان رنګ کړي، خو رنګ د وېښتانو لپاره ډېر زیانونه لري، د وېښتانو طبیعي ښایست له منځه وړي، ځکه د رنګونو په جوړښت کې له کیمیاوي موادو څخه ګټه اخیستل شوې ده، دغه رنګونه د دې لامل کېږي چې وېښتان بې وخته سپین شي، کم شي او ان د ځینو وېښتانو سره د حساسیت له امله د پوستکي بېلابېلو ناروغیو لامل هم کېږي، نو که غواړی چې ښایسته وېښتان ولرئ، د دې مصنوعي رنګونو پر ځای د طبیعي نګریزو او یا د پیازو له پوستکي څخه کار واخلئ!

موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خپل وېښتان د پیاز پر پوستکي سره رنګ کړو، که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ، چې څنګه مو وېښتان پر طبیعي بڼې او پرته له زیان څخه رنګ کړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

دا به مو ډېر اورېدلي وي، چې پیاز د وېښتانو د پیاوړتیا لپاره ډېر ګټور دي. 

که غواړئ له دغې ګټورې لارې څخه مو د وېښتانو ښایست دوه برابره کړئ، لاندې لارښوونې پلي کړئ.

 

د اړتیا وړ توکي 

* سل ګرامه د پیاز پوستکي

* یو ګیلاس (دوه سوه میلي لېټره) 

اوبه

* دوې کاشوغې ګلیسرین

 

د رنګ جوړول

لومړی د پیازو پوستکي په یوه کوچني لوښي کې واچوئ او دومره اوبه چې د پیازو پوستکي ټول پکې پټ شي ورواچوئ او اووه دقیقې یې جوش کړئ، وروسته دوې کاشوغې ګلیسیرین هم ورواچوئ، ګلیسیرن او یاد مواد ښه سره ګډ کړئ، وروسته له یو څو شېبو د لږ پختې او یا د وېښتانو د رنګولو د برس په واسطه یاد مواد پر خپلو وېښتانو ووهئ او ځان ډاډه کړئ، چې د وېښتانو کومه برخه مو له رنګ څخه پاکه نه ده پاتې شوې، کله مو چې وېښتان ټول رنګ کړل یو نیم ساعت یا دوه ساعته یې همداسې پرېږدئ، دا وخت په تاسو پورې تړوا لري، که غواړئ چې د وېښتانو رنګ مو روښانه وي، یو یا یو نیم ساعت وروسته مو خپل وېښتان ووینځئ او که غواړئ چې د وېښتانو رنګ مو ډېر تور شي، نو وروسته له دوو ساعتونو څخه مو خپل وېښتان په تودو اوبو او شامپو ووینځئ، دا رنګ د رنګېدو تر څنګ ستاسې د وېښتانو جلا او ښایست دوه برابره کولای شي، نو تاسو هم کولای شئ خپل وېښتان د یادو لارښوونو په واسطه رنګ او ښایسته کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button