څنګه ښې خبرې یا وینا وکړو؟

نبي ستوری

نبي ستوری

د ښې وینا یا خبرو کولو په اړه اوسني تحقیقات ځینې داسې مسایل وړاندې کوي، چې په تېر کې موږ د خبرو کولو پر مهال د یوه اصل په توګه منل. نړۍ په علومو او تحقیقاتو کې اوسمهال ډېره چټکه روانه ده، نړۍ هڅه کوي، چې په هر علم کې هر څه څانګیزوال یا په برخو ووېشي، د هر څه په اصولو او اړخونو ځان ځانته څېړنې ترسره کړي. د ښې وینا یا خبرو کولو فن په اړه ډېرې مقالې او کتابونه لیکل شوي، چې د دې برخې پوهانو پرې مختلف نظرونه ورکړي دي. خبرې کول فطري مسله ده؛ خو ښې او اغېزناکې خبرې بیا یو فن او هنر دی، چې په تکرار او تمرین ترلاسه کېدای شي. د خبرو ارزښت په تړاو بېلابېل روایتونه شته؛ مثلا نبي ص به ویل، چې ښه خبره صدقه ده. پوهان کلمات له ملغلرو سره تشبیه کوي، خبرې ملغلرې دي باید په احتیاط او پر ځای وکارول شي، له بلې خوا خبرو ته نه پاملرنه هم یوه جدي ستونزه ده، چې انسان باید ورته متوجه واوسي، ډېری ستونزې، افتونه، حتی د اړیکو خرابوالی له ناسمو کلماتو یا خبرو رامنځته کېږي، په ژبه کې متل لرو، چې خپله ژبه هم کلا ده هم بلا. ژبه چې پر ښو، اغېزناکو او مناسبو کلماتو عادت شي، پر ځان دې کلا راتاو کړه او که له کلماتو یا خبرو سره ناپامي وشي؛ نو ځان ته دې بلا وکته.

ارواپوهان حتی په کلماتو او خبرو کې د انسان د ژوند په چارو او څرنګوالي کې د رول په اړه ډېره تکیه کوي، انسان چې څنګه خبرې او کلمات استفاده کوي هماغسې کېږي. که یو چاته شل ځله تکړه او زیارکښ انسان ووایې په یوویشتم ځل ویلو سره په هغه کې حتما د تکړه یا زیارکښ انسان یوه ځانګړنه پیدا کېږي، برعکس که چاته شل ځله ټنبل ووایې په یوویشتم ځل ویلو سره په هغه کې حتما د سستیا یا ټنبلۍ یوه ځانګړنه پیدا کوي؛ نو پورتنۍ بېلګې ته که وګورو کلمات حتی په نورو انسانانو دومره اغېز ښندي او څومره مسوول یوو، د یو چا بدې ځانګړتیا په پیدا کولو کې موږ مستقیما رول لوبوه؛ نو ولې باید له کلماتو سره فکر ونه کړو؛ هغه کلمات دې استفاده کړو، چې هم موږ او هم د مقابل لوري د خوښۍ، بریا، تشویق او… لامل وګرځي. د ورځنیو خبرو ورهاخوا د ځينو مسایلو په اړه ځانګړې ویناوې وي، چې د هغه لپاره اړینه ده ځينو ټکو ته پاملرنه وکړو، د ښو خبرو یا وینا کولو لپاره پوهانو په دې اړه مختلفې لارې چارې ښودلې؛ خو زه د ښو خبرو یا ویناکولو په برخه کې هغه لارې چارې ستاسو مخې ته ږدم، چې د دې برخې اوسنیو متخصیصینو ثابتې او رامنځته کړې:

­- په بېړه خبرې مه کوئ. ځینې کسان دومره په بېړه خبرې کوي، چې له درېیمې جلمې وروسته لوری ورنه ورک شي، چې څه ووایم او څه ونه وایم، چې دغه تر ډېره د ویناوال په زیان تمامېدای شي. برعکس ځينې کسان ډېرې ورو او په ځنډ سره خبرې کوي، د یوې کلمې یا جملې ترمنځ بېخي ډېره ساه یا ځنډ اخلي، چې دا بیا د غوږنیونکو لپاره ستړې کېدونکې کېږي؛ خو ویناوال ورسره راحت وي؛ ښه ویناوال هغه دی، چې هم د ځان او هم د اورېدونکو راحتۍ او نه ستړیا فکر وکړي، وینا نه په ډېر ځنډ او نه باید په ډېره بیړه وشي، چې په دې صورت کې بیا نه ویناوال او نه هم اورېدونکی ناراحتېږي او هم په خپلو خبرو زبردست کنټرول درلودای شي.

– په خپل ځان باوري اوسئ. ځينې انسان نورو ته د معرفۍ یا ویناکولو په پیل کې یو ډول لړزېږي، رنګ یې تښتي، خبرې ورنه ګډوډېږي، ساه یې لنډه لنډه کېږي، چې دا د خبرو کولو پر مهال پر ځان د نه باوري نښې دي. د ویناکولو پوهان وایي، چې لومړۍ څلور دقیقې خبرې پر مقابل لوري هم ښه اغېز ښندلی شي او هم ناسم؛ نو هڅه باید وکړئ، چې لومړۍ خبرې یا ځان معرفي کول مو په ډېر باجراته او سمه توګه ترسره کړئ. ځکه د خبرو کولو پرمهال پر ځان نه باوره انسانان اورېدونکي نه خوښوي.

– په شوق سره خبرې وکړئ. دا مسله مو له نورو ویناوالو متفاوته وي، تاسو ځانګړي کوي، اورېدونکي جلبوئ، باور یې درباندې ډېرېږي، ستاسو هره جمله ورته نوې او خوندوره ښکاري؛ نو خبرې په شوق او لېوالتیا سره ترسره کول یو عجب تاثیر لری شي.

– زېر او بم غږ ته مو پاملرنه وکړئ. زېر غږ یعنې نری او بم غږ یعنې ډډ غږ. تاسو باید په خبرو او جملو کې باید ټول له زېر او بم غږ استفاده ونه کړئ، ځينې کلمات یا جملې چې اړینه وي، نری غږ استفاده شي او په ځینو کې باید له ډډ غږ کار واخیستل شي، چې دا هنر ستاسو او اورېدونکو ترمنځ زبردسته اړیکه او توجه رامنځته کولی شي، دا چې په کومو جملو کې نری او کومو کې ډډ غږ استفاده شي هغه د ویناوال د هنر او فن پورې تړاو لري.

– تشریفاتي خبرې مو پرته له چمتوالي پیل کړئ. ځينې کسان سلام، ښه راغلاست، مننه، نیکې هیلې او… د کاغذ له مخې وایي یا پرې ډېر فکر کوي، خو لومړۍ خبرې د ښې اداینې په ډول دویمه واري نشئ تکرارولی، هغه خبرې چې اسانه وي، هېڅ اړتیا نه شته، چې ویې لیکئ او د کاغذ له مخې یې ووایاست، ځکه طبیعي خبرې تر نورو ډېرې اغېزناکې او ښې لګېږي.

هره کلمه، خبرې یا وینا د انسان د شخصیت استازیتوب کوي؛ نو هڅه وکړئ، ښې، مناسبې او پرځای خبرې او وینا ترسره کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button