ستاسو په اند څوک غوره دی ؟؟

ستاسو په اند څوک غوره دی ؟؟
هیواد یوازې په لاپو شاپو، تشو ژمنو اوغورو،پرو نه جوړیږي. د هیواد پرمختګ او سوکالي د هیوادوالو په هاندو هڅواوعملي ګام پورته کولو رامنځته کیږي . له دې کبله حب الوطن د رښتینو ایماندارو او سپیڅلو انسانانوځانګړنه او همیشنی کردار دی .
په دې ورځو کې په هیوادنی ، سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د ښوونې اوروزنې وزارت پریکړي ته چې له ۱۲ کلونو پورته نجونه دی په اړوند ښوونځیوکې ترانې نه وایې . ټول نړیوال هک ،پک اوحیران شوي دي چې دا د طالباني تحجراومذهبي تعصب د منځنیو پیړیو تفکر څنګه د اغلي رنګینه حمیدي د ښوونې او روزنې چار سمبالي وزیري په کـکرۍ کې پیدا شو . رنګينه لا څلور کلنه وه چې د هیواد څخه د باند ې ووته او د امریکا د متحده ایا لاتوپه متمدنه او پرمخ تللي ټولنه کې یې د ویرجنیا په پوهنتون کې د دینونو په برخه کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې وکړې . د خپل لوړ استعداد له کبله یې د سی ان ان جایزه او د اروپا دازادی رادیود اوونۍ د غوره میرمنې ویاړ وګاټه . خپل هیواد ته په ۱۳۸۲ لیږدیز لمریز کال راستانه شوه او د خپلې زوکړې په ټاټوبي لوی کندهار کې یې د کندهار د خزانې په نوم شرکت جوړ کړ. دادی د نړۍ د دویم متفکر اشرف غني د زعامت په مهال د ښوونې اوروزنې وزارت ته نومانده خو له پارلمان څخه یې د باور رایه ترلاسه نه کړه او په یاد وزارت کې تردې مهاله چارسمباله وزیره ده . خو په بي ساري هیښوونکو چارو یې لاس پوري کړ.
لومړی پریکړه یې داوه چې په ولایتونو کې هلکان اونجونه باید په جوماتونو کې خپلې زده کړې وکړي . چې بې له ډیله د هیواد په کچه د سخت غبرګون سره مخامخ او په پایله کې خپله پریکړه بیرته واخیسته .
دادی اوس دغې اغلي دریمې متفکرې رنګینه حمیدي پتییلي ده چې له ۱۲ کلونو پورته نجونه دی په ښوونځیو کې ترانې نه وایې او دغې د امریکا د ویرجنیا په پوهنتون کې روزل شوي او پالل شوي متفکرې د افغان نجونو ته په سپکه اوبابیزه سترګه کتلي د ښځواوافغان میرمنو د ټپي،ټپي زړونو هیواد کې یې د ښځو روا حقوق تر پښو لاندې کړي او د ښځو د نړیوالوبرحقه حقوقود قوانینورعایت یې له پامه غورځولی دی .
په سیمه ییزه او نړیواله کچه سخت له غندنو ډک غبرګونونه څرګند شوي دي . نه پوهیږم د رنګینه پلار محترم غلام حیدرخان د پاکستان په کومه مدرسه کې روزل شوی اوکه یا یې میړه او ماما ګان د متحجرو مدرسو د نهی عن المنکرزده کړې ترسره کړي دي . کفر ګرز مکه خیزد کجاماند مسلمانی ؟ د ویرجنیا د پوهنتون لیسانس او ماسټره او د منځنیو پیړیو خیالات اوکړنې د جدي پوښتنو او پلټنو وړدي.
د بلې خوا ویاړ،ویاړ اوبیا ستر ویاړپه ګران وطنپال، فرهنګپال او کتابپال ۳۵ کلن اسد الله خان چې د سلمانی اونایې توب دنده لري اود خپلو هیوادوالو د سرونو د ویښتانو جوړولو،ږيروخريلواواصلاح په موخه یې په کوټه ای سنګي میرویس میدان کې د سرکلۍ دوکان پرانیستی دی . ټولو هیوادوالوته يې اعلان کړی دی څوک چې زما هټۍ ته راځي او په دوکان کې د کتاب مطالعه وکړي له داسې کسانواو مرجعینو نیمایي پیسې اود ویښتانو جوړولو اجوره اخلم . او پخپل د سرکلی په دوکان کې یې کابو ۳۵۰ بیلابیل عنوان کتابونه ایښي دي . ډیری ځوانان دوکان ته ورځي . د خپلې خوښې وړ کتابونه لولې اوبیا په نوبت خپل ویښتان جوړوي . د ارګ او سپیدار چارواکي او اغلي رنګینه حمیدی دی له افغانپال اوبشرپال اتل ګران اوقدرمن اسد الله خان سلماني څخه د حب الوطن اوحب الا افغان زده کړه اوعبرت واخلي .
ګران اوقدردان اسد الله خان زمریه!
لاس دې په مینه څنډم . ځولۍ،ځولۍ ګلونه درباندې شیندم . او ورسره جوخت له ګرانو هیوادوالو پوښتم . په پاسنیودواړو کې اغلي رنګینه حمیدي اوښاغلی اسد الله خان کوم یوغوره دی ؟؟
اکبري ـ ۱۳/۳/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button