افغانان هېڅکله هم چمتو ندي تېر ته ستانه شي

افغانان هېڅکله هم چمتو ندي تېر ته ستانه شي

نویداحمد څرک

افغانانو شل کاله مزل وکړ، دا مزل له مرګونو په ډکو لارو و، وینې توی شوې، پيسې مصرف شوې، خلک بې کوره شول، مالي او ځاني زیانمن شول، دا هر څه د دې لپاره و چې نسبي پرمختګونه رامنځ ته شي او کرار کرار له بحرانونو ووځي.

تیرو شل کلونو کې افغانانو داسې بحرانونه تجربه کړل چې هر کال کې د دې امکان و چې نظام به سقوط کوي او یو ځل بیا به هر څه له سره پيل کیږي، خو افغانانو مقاومت وکړ، د خپل نظام او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودریدل او بحرانونه سم مدیریت شول.

اوس چې د افغان دښمنه هېوادونو هیڅ ډول توان و نه رسید چې افغانان بیا نظام له لاسه ورکړي او یا د تیرو کلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي، اوس له نورو لارو کار اخلي چې هر څه بیرته له سره پيل کړي.

تاسو که لږ نظر تیرو شل کلونو ته واچوئ، چې څومره پرمختګونه رامنځ ته شوي دي، ایا دا پرمختګونه د طالبانو په ريژیم کې شونې و؟

ښکاره خبره ده چې نا، ځکه طالبانو د خپل ځان لپاره ډوډۍ نه درلودله، هېواد به یې په عشر او زکات ساتلو، نو خلکو ته به یې ډوډۍ له کومه کړی وی.

تاسو د زده کړو بهیر وګورئ چې څومره ښوونځي جوړ شوي، څومره پوهنتونونه جوړ شول، د ښوونځیو او پوهنتونونو د جذب بهیر څومره زیات او پراخه شو، څومره زیات هلکان او نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغ کیږي.

دا جلا بحث دی چې له پوهنتون یو شمېر فارغانو ته دندې نه پیدا کیږي، د دې لامل هم طالبان دي چې جګړې دوام پيدا کړی او د دندو او کارونو فرصتونه له لاسه وتلي دي.

تاسو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وګورئ چې اوس په هر فرمټ کې ځانګړي ځواکونه او پياوړی مدیریت لري، اوس ۹۹ سلنه عملیات دوی مدیریت کوی، د طالبانو وخت کې د مدرسو کوچنی طالبان په خلکو حاکم و چې نه پوځ یادیده او نه پولیس، یواځې حکمراني یې کوله او پر خلکو به یې دیکتاتوري کوله.

تاسو په تیرو کلونو کې وګورئ چې افغانانو ولسواکي تجربه کړه، هر کله یې خپل غږ پورته کړ، د خپلو حقونو لپاره یې مبارزه وکړه، د بیان ازادي رامنځ ته شوه، خو د طالبانو په وخت کې هیچا دا جرات نه شو کولی چې د طالبانو پرضد یوه کلمه ووايي، که به یې وویله، سمدستې به اعدام کیده.

ډير مسایل دي، که یې دې مقاله کې ذکر کړو، پوره کتاب ترې جوړیږي، خو دا لیک د دې لپاره تاسو یې پرتله کړئ، لږ نظر واچوئ چې څومره پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.

اوس نو یوه ډله په ځانګړي ډول خلیلزاد راپورته کیږي او بله طرحه جوړوي چې دا هر څه بیا له سره پيل کړئ او لکه د بن په څېر یوه بله ناسته کې بیا واک له سره وویشل شي او بنسټونه به له سره ورغول شي.

افغانان باید بیداره اوسي چې دې ډول طرحو تطبیق ته اجازه ور نه کړي، افغانان بیا تیر ته نه ګرځي او اوسني جمهوریت او حکومت کې د اصلاحاتو لپاره همدې لارې ته دوام ورکوی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button