مقدوني سکندر څوک و ؟

تازه ګل شینواری
( د نړېوال تاريخ ېو ستر ستوري په هکله ډېر لنډ مالومات )
سکندر چې په اروپايي ژبو کې( الکساندر ) بلل کېږي د مقدونیې پاچا او د نړۍ ېو ستر فاتح تېر شوی دی . د هغه په باب وېل کېږي چې فوق العاده ستر پوځي جنرال او سپه سالار و ؛ ډېرې زېاتې جګړې ېې کړي ، د اسېا د وچې غټه برخه ېې فتحه کړې وه او خپله ېوه جګړه ېې هم نه وه بایللې .
تر ميلاد مخکې 356 کال ، د پخوانۍ مقدونېا د پاېتخت په ( پېللا ) کې زېږېدلی و . د ماشومتوب څخه د سېاست ، ديپلوماسۍ او پوځي هنرونو په زده کړه بوخت و . د هغې زمانې ستر فلسفېان (ارستو) او (لاېسيميکس) ېې ښوونکي او روزونکي وو . فلسفې او ادبېاتو سره ېې ځانګړې مينه درلوده د فزيکي عېش و نوش سره ېې جوړه نه وه …
په شپاړلس کلنۍ کې ېې سلطنت ته غاړه کېښوده ( پاچا شو) او بېا ېې د جګړې اوسپنیزې جامې په تن او د نړۍ د فتحې سفر ېې پېل کړ .
تر ميلاد مخکې 336م کال کې د مقدونیې واکمن وټاکل شو ؛ لمري کارونه ېې د مالېې ليرې کول ، د پلار له دښمنانو کسات اخيستل او يونان سره اتحاد کول وو . تر دې وروسته ېې جګړو ته مخه کړه ؛ د فارس پوځونه ېې تارومار کړل ، بېا ېې زېات اسیايي هېوادونه د ځان تابع کړل او بېا ېې مصر ته مخه کړه .
تر ډېرو کامېابو جګړو او فتوحاتو وروسته ، تر ميلاد وړاندې 325م کال کې بېرته مقدونیې ته راستون شو او کورنېو اصلاحاتو ته ېې ملا وتړله .
323م کال کې ېې بېا خپل پوځ راټول او منظم کړ ؛ دا ځل ېې د عربو او ځينو نورو ليرو ټاټوبو د نيولو تکل درلود خو دا ارمان ېې پوره نه شو . تر ميلاد مخکې 323م کال کې ، کله چې سکندر ټول ټال د 32 کالو و ؛ سختې تبې ونيوه او بلاخره د دې تبې څخه مړ شو .
د سکندر تر مړينې وروسته د واک پر سر د هغه د پوځېانو تر مېنځ جګړې پېل شوې او پاېله کې د هغه ستره – افسانوي امپراتوري هم ونړېده .
ژباړه او راټولونه د اېنټرنېټي سرچينو څخه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button