د ګلپي ګټې او ځانګړنې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ګلپي په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخه نیسي، د کولمو دردونه او ناروغۍ له منځه وړي او د نورو غذایي موادو ته لار برابروي چې په اسانۍ سره هضم شي. هغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي، نو ګلپي دې په خپل غذایي رژیم کې ور زیات کړي.

دا چې ګلپي په خپل ترکیب کې انتي اکسیدان لري، نو د سرطان پر وړاندې د بدن تر ټولو ښه ساتونکی دی. په ګلپي کې شته فیبر د ژر وږي کېدو مخه نیسي او د هاضمې سيستم هر ډول ستونزې له منځه وړي او ساتنه یې کوي. کولین چې د قوي حافظې او ژر زده کړې لپاره ضروري مواد بلل کېږي په ګلپي کې په زیاته اندازه پیدا کېږي.

څېړنو ثابته کړې چې د ګلپي معدني مواد او په ټوله کې غذایي ارزښت یې د دې لامل کېږي چې د انسان د بدن ټول ويټامینونه پوره کړي؛ تیامین، ریبوفلاوین، نیاسین، پانتوتنیک، اسید، کلسیم، اوسپنه، مګنزیم، فاسفور، پتاشیم او مګنيزیم د ګلپي معدنې مواد او ويټامینونه دي.

د USDA ملي غذایي مرکز وایي، د ۱۰۷ ګرامه په اندازه ټوټه شوې ګلپي ۲۷ کالري انرژي، ۲ ګرامه پروتین، ۰،۳ ګرامه غوړ، ۵ ګرامه کاربو هایدرېت،۲،۱ ګرامه فیبر او ۲ ګرامه قند لري.

څېړنو ښودلې، دا چې ګلپي په زیاته اندازه اوبه او فیبر لري، نو د قبضیت د له منځه وړو لپاره ګټوره تمامېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button