د ګازرې روغتیايي ګټې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د هوا خرابوالي په لویو ښارونو کې د خلکو ژوند ور ستونزمن کړی دی؛ تر ډېره هغه کسان چې په ککړه هوا کې په ښار او بازار کې ګرځي، په دې لټه کې هم وي چې څنګه کولی شي د هغو ناروغیو مخه ونیسي چې د ککړې هوا له کبله پیدا کېږي.

د هارورد پوهنتون څېړونکو ورته دغه لاره اسانه کړې ده؛ دوی خپلو مخاطبانو ته دا روښانه کړې چې څه ډول کولای شي د هغو ناروغیو مخه ونیسي چې ککړه هوا یې لامل ګرځي.

هره ورځ ګازرې وخورئ

د هارورډ پوهنتون د څېړونکو په نوې څېړنه کې دا ثابته شوې ده چې ګازرې خوړل د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي. دغه څېړونکي وایي چې په ګازرو کې په زیاته اندازه د بتاکروتین شتون چې یو ډول انتي اکسیدان دی، مرسته کوي چې په بدن کې تخریب شوي سلولونه بیا ورغوي.

هغه کسان چې د خپلې یوې اونۍ په غذایي رېژم کې ۶ دانې ګازرې شاملې کړي، د هغه کس په پرتله به د ککړې هوا په مقابل کې مقاومت ولري چې په یوه اونۍ کې یوازې یوه ګازره خوري. د بدن همدغه مقاومت یې د دې لامل ګرځي چې د سرطان پر ناروغۍ اخته نه شي.

ګازرې د زړه د ناروغۍ په مخنیوي کې هم ګټمنې دي

که په غذایي رېژیم کې ګازرې ور زیاتې شي، بله ګټه به یې دا وي چې د زړه له ناروغیو به په امن کې یاست؛ ځکه تازه ګازرې په خپل ترکیب کې په زیاته کچه کاروتینويید لري چې کولی شي د زړه ناروغي حد اقل ته را ټیټه کړي.

دغه راز په ګازرو کې شته بتاکاروتین، الفا کاروتین او لوتيین، چې په وینه کې کلسترول کنټرولوي د زړه د ناروغیو په له منځه وړو کې ګټور تمامېږي.

که غواړئ چې خپل ځان او کورنۍ مو له سرطاني ناروغیو وژغورئ نو د ګازرو له چپسو ګټه واخلۍ، خو نه په غوړ کې. همدا اوس مو په یخچال کې خالي ځای له ګازرو ډک کړي. له ګازرو څخه پلن پلن چپس جوړ کړی او تر ۱۳۰ درجو پورې حرارت ورکړئ. کله چې ښه ساړه شول، کولی شي نوش جان یې کړئ.

کامرون خپله تجربه په خپل کتاب (څنګه له سرطانه ځان وژغورو؟) کې داسې لیکي:

((د کولمو په سرطان له اخته کېدو وروسته مې له هر څه تمه شکېدلې وه، د مرګ د ورځې په تمه مې شپې سبا کولې.))

د خپل مشاور ډاکټر په مشوره به مې د ورځې ۳ کیلو د ګازرو اوبه څښلې، دغه رېژیم ته مې درې میاشتې ادامه ورکړه.

((پوهېږئ هېڅ باور مې نه کېدو، د دې چارې په عملي کولو وتوانېدم چې د کلمو سرطان مې کابو کړم. د روغېدو یوازېنی چانس مې دا نه و چې پر وخت مې درملنه پیل کړه. پوره ډاډه یم چې ګازرې مې د روغتیا اصلي لامل وې.))

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button