د کیلې عجیبه ګټې!

مریم زینب

که د یوې میاشتي لپاره دورځې دوه کیلې وخورو نو؛ په وجود کې به حیرانوونکي بدلونونه تجربه کړو!

کیله یوه داسې ښکلې میوه ده چې، په کافي اندازه ویټامینونه، منرالونه او طبیعي قندي مواد لکه سکروز او فرکتوز لرونکې ده، د غذایي موادو اړوند څیړونکي په دې اند دي، که د یوې میاشتي لپاره هره ورځ ده کیلې وخوړل شي نو؛ د انسان د روغتنیا په تامین کې به حیرانوونکي بدلونونه رامینځته شي چې په لاندې ډول دي:

۱. د معدې جوش: کیلې د طبیعي انتي اسید په ډول د هغه کسانو لپاره ډیري ګټوري دي چي د معدې له جوش څخه شکایت کوي، یوازي د یوې دانې کیلې په خوړلو سره د معدې جوش له مینځه ځي.

۲. د ویني د فشار کنترول: کیلې په کمه اندازه سوډیم او په پراخه کچه پوتاسیوم لري چي دا دویني د فشار په کنترول او تنظیم او د زړه په روغ ساتلو کي خورا ستر رول لوبوي.

۳ .انرژي: له کار کولو څخه وړاندي د کیلې خوړل په وجود کي کافي انرژي تامینوي او ستاسو د کارکولو ځواک لوړوي.

۴.د معدې زخمونه: کیلې ښه او نرم ترکیب د انتي اسیدي ځانکړتیاوو د لرلو له امله د معدې د جدارونو په محافظه کي اغیزمن رول لري او د هغه د تخریش څخه مخنیوی کوي ځکه نو له یوې خوا د معدې د زخم د جوړیدو څخه مخنیوی کوي او له بلي خوا د هغه ناروغانو لپاره هم ګټور تمامیږي چي د معدې له زخم څخه ځوریږي.

۵.کمخوني: کیلې په خپل ترکیب کي په کافي اندازه اوسپنه لري، د هیموګلوبین د تولید په تنبیه کولو سره د کمخونۍ په له مینځه وړلو کي هم رول لري.

۶.ژورخفګان یا Depression: کیلې یوازنۍ میوه ده چي Tryphtophan لري نوموړې ماده په وجود کي په سیروتونین بدلیږي او سیروتونین په وجود کي د خوشحالۍ او آرامۍ احساس تقویه کوي او په دې ډول ژورخفګان له مینځه وړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button