د کعبې شریفې پوښ(کسوة)

د کعبې شریفې د پوښ په ګنډلو هرکال۶میلیونه مصرف راځي.

د کعبې پوښ چې په عربي ژبه کې”کسوة”ورته وایي.

دوریښمو اوکتان څخه ګنډل شوې تکه ده.

چې دقرآن په آیتونو اوطلایي رنګ باندې تزئین شوې.

دغه پوښ هرکال ګنډل کیږي او دحج مراسمو څخه مخکې وراغوستل کیږي.

تر۱۹۶۲کال پورې دکعبې پوښ په مصر کې ګنډل کیدو.

په تیرو پیړیو کې دکعبې دپوښ رنګ سور،سپین،شین و مګر اوس تل دکعبې شریفې پوښ تور او طلایي رنګ باندې خطاطي او ګنډل کیږي.

محمد بن عبدالله باجودا:مدیر او مسوول دهغه فابریکه چې دغه پوښ تولید کوي وایي:چې دکعبې شریفې دپوښ دتکې ټول مواد له بهرڅخه عربستان ته وارد کیږي.

ښاغلي باجودا رویترز ته وویل:چې خام مواد”وریښم”له ایټالیا او طلایي او نقره یي تارونه له آلمان څخه واردکیږي.

هغه زیاتوي دهرټوټې جوړولو لپاره ۱۲۰Kg سره زر،۱۰۰Kgسپبن زر،او ۶۷۰Kgوریښمو ته اړتیا ده.

ددغه فابریکې مدیر او مسوول وایي چې دکعبې دپوښ ټول مصرف چې۱۵متره لوړوالی او۱۲متره یې اوږدوالی دی هرکال۶میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي.

ددغه پوښ طلایي رنګه خطاطی تزئین ۶۰ورځې وخت نیسي.

مننه له لوستلو څخه مو!

*پښتو ژباړه:الهام شریفي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button