په ژمي کې ستاسې بدن ۵ اساسي ويټامينو ته اړتيالري

ژباړه/ ساحل منګل

د ژمي په موسم کې يو شمېر ناروغۍ د معدني موادو له کمښت څخه رامنځ ته کيږي، مونږ کولای شو د لاندې ويټامينونو له لارې د بدن اوبه پوره کړو او د يو شمېر ناروغيو مخه ونيسو.

ويټامين سي:

د ژمي په پيل سره تبه، سينه بغل او آنفلوآنزا او نورې ناروغۍ يو ځای وي. دا په داسې حال کې ده، چې د ويټامين سي د مصرفولو له امله د بدن دفاعي سيستم قوي کيږي او يا دغه ناروغۍ اوږدوالي ته نه پريږدي. ويټامين سي يو ډول اکسيد ضد دی چې په بدن کې د التهاب د کمېدو لامل هم کيږي.

د ژمي په موسم کې کولای شو، چې د خپل اړتيا وړ ويټامين سي د ژيړ رنګو سبزيجاتو څخه لاس ته راوړلی شو.

ويټامين ډي:

که څه هم د ويټامين ډي استعمالولو د ټول کال په اوږدو کې اړتيا ده، مګر د ژمي په موسم کې دې ډول ويټامين ته ستاسو اړتيا نوره هم زياتيږي. د ژمي په اوږدو کې شايد ځينې کسان د لمر د نشتون له امله د عضلو او هډوکو په درد باندې اخته شي. د پوهانو په خبره د ۷۰ کلونو څخه ښکته عمر لرونکي بايد هره ورځ ۶۰۰ واحد ويټامين ډي استعمال کړي او لږ تر لږه هره ورځ ۳۰ دقيقي په مستقيم ډول لمر ته ځان جوړ کړي.

ويټامين اې :

ددې ويټامين استعمال د پوستکي د روغتيا او سلامتيا لپاره ډېر اړين دی او د ژمي په موسم کې د پوستکي له وچوالي څخه مخنيوی کوي. ويټامين اې په غوښته، ماهي، بادام او نورو خوړو کې پيدا کيږي.

ويټامين ب کمپلکس:

د ويټامين ب د ډلې ټول ويټامينونه په ژمي کې په کافي اندازې سره استعمال کړئ. دغه ويټامينونه کاربو هار درايډ په انرژۍ بدلوي تر څو د سون لپاره غوړ او پروتينونه مصرف کړي. په همدې دليل ويټامين ب کمپلکس په ځانګړې توګه ويټامين ب ۱۲ له هغې وېرې او اضطراب څخه هم مخنيوی کوي، چې د ژمي په موسم کې د لنډ ورځو له امله خلکو ته پيدا کيږي.

امګا ۳:

دغه ويټامين ندی مګر دژمي په موسم کې ستاسو په روغتيا کې مهم رول لوبوي. امګا۳ غوړ اسيدونه د وينې د غوړو کچه برابروي. ډېری کسان د ژمي په موسم کې د عضلو په ناروغيو باندې اخته کيږي او دا په داسې حال کې ده چې د امګا۳ مصرف د عضلو د درد مخنیوی کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button