د ښه ژوند لپاره ۳۰ غوره سپارښتنې!
- سهار وختي له خوبه پاڅئ له لسو نه تر پنځلسو دقیقو پورې سپورټ وکړئ.
- کله چې د سفر، دندې، ښوونځي او یا پوهنتون په لور ځي نو خپل مور، پلار (مېرمن خاوند) او ماشومان مو ووینئ.
- کله چې د یو کار پر لور ځئ نو له کوره څو دقیقې مخکې حرکت وکړئ.
- که د کار په وخت کې ستړي کېدئ نو څو دقیقو استراحت وکړئ.
- خپل احساسات مو د ژوند له ملګري(مېرمنې خاوند) یا د بل نېږدې دوست سره شریک کړئ.
- هغه نعموته چې خدای(ج) درته ډالۍ کړي ویې شمېرئ اوشکر ادا کړئ.
- له مور او پلار سره مو د زړه خواله وکړئ هغوي ته د ځان په اړه ډاډ ورکړئ.
- بې صبري مه کوئ تل صبوره واوسئ.
- حریص مه اوسئ قناعت خپل کړئ.
- خپل کارونه په نیمه کې مه پرېږدئ، ترسره یې کړئ.
- د خدای(ج) په ورکړه، مهربانۍ، رحمتونو، نظم او ترتیب باور ولرئ.
- خپلې تېروتنې ومنئ او نور د خپلو تېروتنو په خاطر مه رټئ هغوی په ورین تندي وبښئ.
- په خبرو کې مو منفي کلمې او کنایې مه کاروئ په خوږو او نرمو الفاظو خبرې وکړئ.
- پر وعده ټینګ واوسئ که چا ته په وعده کې پاتې راغلي وئ بښنه ترې وغواړئ.
- له ملګرو او دوستانو سره مو د ملګرۍ او دوستۍ تار مه پرې کوئ که هغوی یې د پرېکولو هڅه کوي تاسو یې مخه ونیسئ.
- کلک زړه ولرئ څو د ژوند ځینې کوچنۍ پېښې ورته ضرر ونه رسوي.
- د ژوند ترخې او خوږې خاطرې مو درس وګڼئ هغه څه ترې زده کړئ کوم، چې بریالي خلک یې ترې زده کوي.
- هېڅکله له زده کړو لاس مه اخلئ انسان دوامدارو زده کړو ته اړتیا لري.
- نور خلک مه پرېږدئ چې ستاسو په شخصي ژوند کې مداخله وکړي هغوي ته ووایئ«دا زموږ شخصي مسله ده».
- که د خلکو له نیوکو او ګواښونو سره مخ کېدئ نو مه وریږئ هغوی هېڅکله ستاسو د بریا خنډ نشي کېداي.
- د نورو په ناراحتۍ مه ناراحته کیږئ که مو په وس پوره وي د هوساینې په خاطر ورسره مرسته وکړئ.
- پرته له خدای(ج) نه له هېچا د مرستې تمه مه لرئ هسې نه د ژوند پدې سفر کې په نیمه لار پاتې شئ.
- د هغو خلکو احترام وکړئ چې ستاسو احترام کوي.
- هېڅکله د خلکو د پرمختګ خنډ مه کیږئ هسې نه هغوی ستاسو د پرمختګ خنډ شي.
- کله کله مو د ځینو ملګرو او دوستانو په چلند او فکر کې بدلون راځي تاسو د هغوی په اړه اندېښنه مه کوئ ښايي غلط پوه شوي وي.
- سهار ډېر، غرمه متوسط او بیګا کم خواړه وخورئ.
- هڅه وکړئ چې هره ورځ لږ تر لږ د دریو کسانو پر شونډو مسکا خوره کړئ.
- د تېر کال په پرتله سږ کال ډېر کتابونه ولولئ.
- تر هغه چې له حقیقته نه وئ خبر د چا په اړه قضاوت مه کوئ.
- له خلکو سره داسې چلند وکړئ څنګه یې چې تاسو له نورو تمه لرئ.