شکيسپر د ښځې په اړوند څه وايي؟

ژباړه او ترتیب : روح الله وسیم

د ښځې اوښکه د هر غم دارو ده او خندا يې د ټولو خوښيو لپاره ده. (شيکسپير )

د ښځې په ذهن کې دوه فکرونه وي: هغه دا چې ښځه هر څه غواړي، مګر په خپله هېڅ هم نه کوي (شيکسپير )

د ښځې په شونډو کې د ګردې نړۍ شات او زهر پراته دي، چې هر يو وغواړي، کارولی يې شي؛ (شيکسپير )

د ښځې خواهشات او امرونه پوره کول د سوري ګېلاس په څېر دي، پوره کول يې امکان نه لري. (شيکسپير )

د ښځې د مينې په اندازه د هغې غچ او کسات هم وي او ښځه چې څومره بې عقله او خره وي، د ژوند تاوان يې هم په همدې اندازه وي. (شيکسپير )

د مالدار سړي زينت سخا ده، د غريب سړي ښايست، قناعت او صبر دی او د ښځې ښايست پاک لمني ده؛(شيکسپير )

د نړۍ تر ټولو بې عقله ښځه د نړۍ هوښيار سړی تېرويستی شي او د نړۍ تر ټولو هوښياره ښځه يو ساده سړی هم غلطوی
شي. (شيکسپير (

سره زر په اور معلوميږي، ښځه په سرو زرو او سړی بيا په ښځه ښه امتحانيږي؛(شيکسپير )

زه له هغې ښځې سره مینه کوم چې مهربانه وي ښکلا دومره شی نه ده (کرستوفرمارلو شکسپیر)

ژوند څو فصله دی. ښځه يې پسرلی دی، بوډۍ ګانې يې خزان دی، سړي يې اوړی دی او له واده پاتې ښځې يې ژمی دی. (شيکسپير )

سړی په اوښکو قانع کېږي، مګر ښځه بيا په مچه؛ (شيکسپير )

ښځه په دفاعي حالت کې ژاړي، د ناکامۍ په صورت کې پټه خوله وي او د بحث پر مهال يې وسله خندا ده؛(شيکسپير )

ښځه په ډېره اسانۍ سړي ته خپل زړه ورکوي، مګر په بېرته راګرځولو کې يې له سختو کړاوونو سره مخ وي؛ (شيکسپير )

ښځه اول مينه په سترګو کوي، بيا په زړه او اخيره کې په عقل؛ (شيکسپير )

ښځه هغه وخت خاندي، چې امکان يې وي، مګر ژړا هر وخت په هره ګړۍ کې کولای شي؛ (شيکسپير )

ښځه هغه سړي سره مينه کوي، چې راز ساتي، مګر سړی بيا هغې ښځې سره مينه کوي، چې ښايسته وي. (شيکسپير )

ښځې د ګل په شان دي، کله چې مړاوې شي پاڼې پاڼې شي. ( شکسپیر(

ښځې په خپلې مهربانۍ سړی تسخیروی نه په حسن (شکسپیر)

حيا د وړې نجلۍ له نظره چيغې او نارې دي، د پيغلې له نظره ښايسته جامې او سينګار، د سړي له نظره واده او د ښځې له نظره د ژوند ترخه تجربه ده. (شيکسپير )

د ښځې مینه هغه شتمني ده تر څو سل په سلو کې ګټه ونلرې بل ته یی نه سپاري ( شکسپیر)

له درې شيانوځانونه ساتئ:
۱ ــ اور ۲ – اوبه ۳ – ښځه.

اور دې سوځوي، اوبه دې غرقوي، او ښځه به دې ليونی کړي. (شيکسپير )

ښځې سره درې شيان مهم دی:
۱ –اعتراف ۲ – راز ۳- خاموشي. (شيکسپير )

درې شيان دښځې عزت زياتوي:
۱ –ادب ۲ –علم ۳ – نيک اخلاق. (شيکسپير )

ښځه درې سوالونه ډېر بد ګڼي:
۱ – بله ښځه له دې ښايسته ده،
۲ – عمر دې څومره دی
۳ – د ماضي په اړه پوښتنه ډېره بده ګڼي. (شيکسپير )

دښځې په ژوندکې درې سړي مهم دي:
۱ – پلار،چې احترام اودرناوی يې کوي،
۲ – ورور،چې ترې وېريږي
۳ – مېړه،چې داله هغه سره مينه کوي اوهغه له دې سره. (شيکسپير )

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button