غوره سپارښتنې

هیله ده لاندې غوره سپارښتنې درسره یادښت اودورځې یو ځل یې ترغوراولوستلولاندې ونیسی
همدانن چې له خوبه راپاڅیږې هندارې ته مخامخ ودریږه اویاپه هنداره کې ځان وګوره وویاړه،خوشاله شه اووخانده چې همدانن ورځ ستا دپاتې ژوندلومړی ورځ ده اوځان پوه کړه چې پرون دتاریخ یوه برخه شوه خوپام کوه:
دهغوخلکوپه منځ کې چې ولاړدي،مه کینه!
دهغوخلکوپه منځ کې چې نا ست دي،مه دریږه!
دهغوخلکوپه منځ کې چې خاندي،مه ژاړه!
دهغوخلکو په منځ کې چې ژاړي،مه خانده!
هو!هره ورځ له خوبه داسې رابیدار شه،لکه دوهم ځل چې راژوندی شوی وې.پام دې وي اوچت فکر وکړه ترڅو اوچت شې.
لږجدي شه ،ناپوهي د ذهن شپه ده،داسې شپه چې نه سپوږمۍ لري اونه ستوري.
په یاد ولره چې ژوند تش یونوم اواسم نه دی .هغه یوفعل وګڼه،ژوندعشق نه دی عاشقیدل دي،ترانه نه ده ترانه ویل دي،خندا نه ده خندیدل دي.
وخوځه که چیرې ټولي ورځې دې یوشان وي نوما نا یې داده چې ته نورژوندی نه یې!
وړاندې ځه مه دریږه خدای ج الوتونکوته دانه ورکوي خودهغو ځالوته یې نه ور اچوي.
څودې توان رسي مینه وکړه ،مینه یوازې په مینه کولوزده کیږي.
چم ګاونډ ته په خندا اوخو ښی وګوره پام کوه دګل اغزي ته مه ګوره خوښ اوسه چې اغزي هم ګلان لري.
لکه لمرچې په توروغرونوراخیږي،هغه نه غواړي چې خلک راویښ کړي اوهغه نه غواړي چې ګلونه وغوړوي ته هم لکه لمر داسې شه،پرته له کومي تمې له خلکوسره خواخوږي اومینه وکړه اوله ټولنې سره مرسته وکړه.هغه لاسونه چې مرسته کوي له هغه خولو نه ښه دي چې عبادت کوي.
که غواړې چې اروا اوزړه دې خوشاله اوښیرازه وي له زړه کرکه وباسه .هغه څوک چې غچ اوانتقام اخلي یوه ورځ خوشاله اوڅوک چې بښنه کوي ټول عمر خوشاله وي.
دخپلو غمجنواوویرجنوهیوادوالودتلپاتې اوهمیشنیوخوشالۍ په هیله.
اکبري هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button