د زنجبیل ګټې، ځانګړنې او معلومات

زنجبیر – زنجفیل (Zingiber officinales)
زنجبیر چې زمونږ په هېواد کې د زنجفیل په نوم شهرت پېدا کړی ، خورا ګټور روغتیايي نبات دی . نوموړی نبات په خپل جوړښت کې په لوړ کچه اېتر غوړي (etheric oil) لري . د زنجبیرڅخه په پخلي کې په وچه او تازه بڼه د دیګ مسالې په شان کار اخلی . د زنجبیر په ترکیب کې د gingerol د مادې شتون په نوموړی نبات د تند او تېز خوند سبب ګرځېدلی . په منځنیو پېړیو کې اروپایانو د مرچو د کمښت له وجې له زنجبیر څخه کار اخیست . د زنجبیر کیفیت او ښه بوی د هغه نبات د پېداېښت ځای پوري تړاو لري . تر ټولو تېز او تند زنجبیر جامائیکایی ،چينايي زنجبیر اګزوتیک خوند او عظیم الجثه شکل لري ، نایجریايي زنجبیر له حد زیات تند او تېز دي .
د زنجبیر اصلي ټاټوبی اسیا يي هېوادونه په تېره بیا هند شمېرل کېږي . ددي نبات د خاورو لاندی برخې څخه کار اخستل کېږي . د نوموړي نبات د زیاتې کارونې له وجې یواځی د هغه په طبعي موجودیت بسنه نه کېږي بلکه اوس د هغه د کرنې لپاره ځانګړي فارمونه تنظیم شوي دي .

د زنجبیر په جوړښت کې ګټور توکي
د زنجبیر په غوټو کې په لوړه کچه ارزښتناکه توکي لکه راز راز ويټامینونه ، منرالي توکي کلسیم ، پتاشیم ، اوسپنه ، اېتر غوړی د هغو له اساسي برخو سره یعنې Zingiberene اوzingiberol ، تند توکي (gingerol، Shoagole) او Diarylheptanoids شتون لري . د چین د کنفوسیوس مذهبي مشران لارښونه کوي چې زنجبیر باید د ټولو خوړو سره وکارول شي . پهشرق کې د زنجبیر کارونه د درملو او دیګ مسالې په شان 3000 کلن تاریخ لري .
د چين په سنتي طبابت کې د نا روغیو په درملنه کې زنجبیر ډېر مهم رول لوبولی . په طبعي طبابت (Naturopathy) کې د بېلګې په ډول د زنجبیر یو پیاله چای د زړه بد والي ، بېاشتهايي ، د معدي پرابلم او په خاص ډول د هاضمي او د معدې د زخم لپاره ډېره مرسته کوي . د زنجبیر د بی نظیر خوند تر څنګ هغه په خام ، تریپ یا خوږ ډول تر ټولو غذايي توکو غورهروغتیايي توکي شمېرل کېږي . نوو علمي څېړنو د اسیا په وچه کې د پېړیو پېړیو د مشهور نبات زنجبیر د لوړې کچې ګټورې ځانګړتیاوې راسپړلي دي . په دې وروستیو کلونو کې زنجبیر پهاروپا کې هم خپل ګټورتوب په اثبات رسولی . د زنجبیر په اړوند نوې علمي څېړنې د اسیا لرغوني علمي ارزښتونه تائيدوي او په دا شان هغه یو تر ټولو مهم ګتور روغتیايي خواړه ګڼي . زنجبیرد کال د ساړه موسم یو ډېر په زړه پورې او ګټور نبات شمېرل کېږي .
د زنجبیر په تازه ، پوډري او یا د چای په بڼه کارونه په بدن کې یو ځانګړې ارامونکې تودوخه رامنځ ته کوي .
د زنجبیر کارونه د پورته یادو شوو اغېزو سره د زړه بدوالي د ټولو ډولونو په وړاندې لکه د عادي ، بحري سفر او د وچې د سفر د زړه بدوالي په وړاندی ښه وسیله ګڼل کېږي . کله چې تاسوته زړه بدوالی رامنځ ته کېږي ددې حالت د لرې کولو لپاره د زنجبیر یو تازه ټوټه و ژووۍ .
§ باردار ه مېرمنې با ید پوه شي چې د باردارۍ (حاملګۍ ) په دوران کې د زنجبیر د ډېرې کارونې څخه لاس واخلي ځکه زنجبیر د حاملګۍ دردونه له منځه وړي نو ځکه باید په لږه پېمانه وکارولشي .

د زنجبیر د کارونې بله برخه د تنفسي او د ښځینه میاشتني عادت ناروغۍ شمېرل کېږي . زنجبیر galle impulsive ځانګړتیا لري په دې صورت کې هغه د خولې د لعاب او د معدې د عصارې دتولید په برخه کې تحریکونکی رول لوبوي .
زنجبیر د کولمو د ښه فعالیت لپاره توصیه کېږي ،هغه د ویني جریان ښه کوي او ځینې کسان يي د جنسي قوت لپاره ګټور بولي ، په همدا شان هغه یو ضد التهابي او antioxidative اغېزه لري .زنجبیر د یو درمل په شان د معطر لکیور (د زنجبیر نارګیل اوبه په سپین او قهوي رنګ) په جوړولو کې کارول کېږي . د هغه څخه اېتري زنجبیر غوړ (Oleum Zingiberis ) د بخار د تقطیر پهډول تر لاسه کوي د همدې غوړ له وجې زنجبیر د ځانګړي بوي لرونکی دی.

د زنجبیر درد ارامونکې ځانګړتیا

هو ! کولای شو و وایو چې د هرې ناروغۍ لپاره الله (ج) یو بوټی شین کړی .
د عضلاتو د درد لپاره زنجبیر په زړه پورې اغېزه لري . څېړنو په ډاکه کړې که چېرې هره ورځ د زنجبیر یو تازه ټوټه او یا چای وکارول شي نو په عضلاتو کې رامنځ ته شوي دردونه به وروسته دزنجبیر د کارونې څخه ورک شي .
په یوه امریکايي څېړنه کې ، چې د 74 کسانو په وجود کې تر سره شوې د زنجبیر ، ګرم زنجبیر او یا په اصطلاح پلاسبو اغېزه پر عضلاتو ښودل شوې ده . له دغه وروسته هغو کسانو چې ډېرسپورت وکړ په نورمال ډول د عضلاتو ډېر درد يي درلود . دا ازماېښت 11 ورځې جریان درلود په دي ترڅ کې معلومه شوه هغو کسانو چې زنجبیر کارولي وه د عضلاتو درد يي لږ وه . تازهزنجبیر 25٪ او پاخه زنجبیر 23٪ دردونو کم کړل .

د زنجبیر زوښا (kompress) د سینوزیت ناروغۍ لپاره
Ingwerkompressen with sinusitis

یو سانتي متر اوږد تازه زنجبیر ټوټې ټوټې په 250 ملي لیتر سړو اوبو کې په یو سر پټي لوښي کې واېشوۍ او 45 دقیقې وروسته هغه وچښۍ او یا هغه په ګرم ډول په وچلي یا د پزې پهدواړو خواوو کېږدي او وروسته له 5 دقیقو يي لرې کړې .

زنجبیر د زړه بدوالې او مفصلي دردونو ارامونکې وسیله
ننی مودرن طبابت اوس قرار قرار د زنجبیر په کثیرالجوانبو ګټو پوهېږي حال دا چې چینايي ، هنديي او جاپاني لرغوني سنتي طبابت د زنجبیر دا ځانګړتیاوې زرګوني کاله دمخه په ډاګه کړې وې .زنجبیر د لاندې نارغیو په لرې کولو کې مرسته کوي :
1) د دردونو
2) زړه بدوالي
3) سفري زړه بدوالي
4) استفراق
5) مزمن ټوخي
6) د حاملګي زړه بدوالی
7) د معدې او کولمو د تکلیف
8) مېګرین
9) د ارتریت
10) د ارتهروز
پرته له یادو شوو نارغیو زنجبیر د شیموتراپيي درملنې په صورت کې د زړه بدوالي او استفراق په مخنیوي کې مرسته کوي . هغه د التهابونه او درد په لرې کولو کې مرسته کوي ، ښکلې او پهزړه پورې ځانګړتیا يي دا ده چې د کیمايي درملو په شان جانبي عوارض نه رامنځ ته کوي .

زنجبیر هم دېګ مساله او هم خواړه دي
د منځنیو پېړیو په اروپا کې د زنجبیر د اروماتیک نبات په شان په پخلنځایونو کې د دېګ مسالې په شان کارېده او د 18 پېړۍ څخه وروسته له یاده ووت مګر اوس بېرته د هغه کارونه د اسیايي پخلنځي د خواړو سره مروجه شوه . په رښتیني ډول زنجبیر د اسیايي پخلنځی په ځانګړو خواړو پورې تړاو لري نو له همدې وجې سړی کولای شي هغه د دېګ مسالې په شان په خوړو کېوکاروي . د اسیايي هېوادو په تقریبا ټولو خوړو کې سړی کولای شي د هغه خوند حس کړي ، مګر دا خوند او بوی د پخلي د مختلفو مېتودونو سره یو شان نه پاته کېږي . د بېلګې په ډول که چېرې زنجبیر د پخلي په وروستیو شېبو کې دېګ ته واچول شي نو دهغه تېز بوی او تند خوند ساتل کېږي او که چېرې د خوړو د پخلي په لمړیو شېبو کې علاوه شي په دې صورت کې یوه ځانګړېکاملا معطره چاشني تر لاسه کېږي . په هغه هېوادونو کې چېرته چې زنجبیر کرل کېږي،هلته د هغه له وچ پوډر څخه لږه ګټه اخستل کېږي ، دا ځکه چې د هغه تازه کارونه ډېر ښه خوند او بوی لري .
د زنجبیر کارونه په اروپا کې هم لرغونی تاریخ لري پخوا يي د هغه څخه په ډودۍ پخولو کې کار اخیست . په فرانسوی پخلیو کې تر اوسه هم د مسالي ترکیب „Quatre épices“ یا چهار مسالې پهنوم مساله کارول کېږي چې د هغې په ترکیب کې پرته له زنجبیر څخه د موسکات غوزان ، سپین مرچ او لونګ شتون لري.
نوموړې مساله په قورمه ، کباب ، سوسیس ، سوس او شېرني کې کارول کېږي .

یادونه : تازه زنجبیر کولای شو له پوسته کړو او بیا يي رنده یا کوچنې ټوټې کړو. هغه یو اندازه شېرین خوند هم لری .
وچ زنجبیر د پوډر په شان کارول کېږي . په هند کې هغه د هاضمې د ښه والي ، د بې اشتهايي او زړه بدوالی لپاره لکه خواړه کاروي .

د تازه زنجبیر سمه ساتنه
د زنجبیر د پېریودلو(رانیولو) په وخت کې باېد د هغه تازه والي ته پاملرنه وشي ، پوټکی يي باید ښویه او غوښن وي ،
که چېرې د هغه پوټکی چین دار او مړاوی شوی وی نو بهتره ده چې له رانیولو يي تېر شو . د یو تازه زنجبیر کارونه په یو ورځ نه کېږي، د هغه پاته برخه باید د پخلي په کاغذ کې داسی تاو شيچې هوا ور نشي .

د زنجبیر او جینکو ترکیب ډاره ورکوي ؟
جینکو(یو ډول ونه او بوټی دی چې په ایرانۍ فارسي کې ورته درخت چهل سکه وايي)
داسی اټکل کېږي چې د زنجبیر او جینکو ترکیب ممکن د نا ارامي او ډار په ورکولو کې مرسته وکړی . پوهانو د ژوو(حېواناتو) په ارګانیزم باندی د ازماېښت په پاېله کې څرګنده کړه چې زنجبیر هغهوخت خپله ښه اراموونکې اغېزه پر ماغزو شیندي کله چې تر هغه دمخه جینکو کارول شوی وي . د انسان په اړوند لا تر اوسه په دې اړوند څه ندي ویل شوي.

د زنحبیر او اسپرین یو شان اغېزه
کولای شو د زنجبیر درد ارامونکې اغېزې د اسپرین د مشهور مسکن درمل سره پر تله کړو.
په زنجبیر کې د gingerol په لوړه کچه شتون ،چې د خپل کېمايي جوړښت له مخې د اسپرین سره ورته والی لري د thrombocytes د راټولېدو مخنیوی کوي او په دا شان د وینې د رګونو دچوېدو(انسداد) او د شریانونو د تصلب خطر پرته له جانبي عوارضو را کموي .
یوې ډنمارکي څېړنې په ډاګه کړې که چېرې هره ورځ 5 ګرامه تازه زنجبیر وخوړل شي نو د انسان په وجود کې ترمبوز او د مغزي سکتې خطر کمېږي .

د زنجبیر منظمه ورځنۍ کارونه
په بدن کې د زنجبیر د پوره ګټورې اغېزه د ساتني په مؤخه هغه باید هر ورځ په ټاکلې اندازه و کارول شي . د اسیايی هېوادونو د پخلیو په ډېرو نسخو کې د روغتیاپال زنجبیر ترکیب شتون لري .زنجبیر نه یواځې د سبزیجاتو سره پوره انډول لري ، بلکه ماهي او غوښن خواړه هم د زنجبیر د مسالې د ښه خوند او بوی له برکته ځانته پوره بل خوند پېدا کوي.
مهمه نه ده چې په کوم ډول د ددې ګټور نبات څخه کار اخستل کېږي، بلکه مهمه دا ده چې د هغه رسېدل بدن ته زمونږ سالم او اوږد ژوند ګرنټی کوي . د یادونې وړ ده ، چې د زنجبیر ټول ګټور مواد دهغه د پوټکي لاندی قرار لري نو له همدې وجې هغه باید پنډ پوست نشي بهتره ده چې هغه وتوږل شي .

د زنجبیر تاریخ او د هغه په اړوند روایات
د زنجفیل نوم د هغه د لاتیني نوم زنجبیر او دا نوم د هغه د لرغوني هندي نوم “shringavera” څخه مشتق شوی دی. په لرغونو ودیکو متونو کې هغه د یو درملیز نبات په شان ښودل شوی دی.
نوموړی نبات له مختلفو لارو په منځنیو پېریو کې اروپا ته را رسېدلی دی. په دقیق ډول د زنجبیر تر ټولو ډېره اندازه واردات د اروپا د بحري لارو هېوادونو لکه هالند ، هسپانیه ، انګلستان دتجارانو لخوا تر سره شوي . سره لدی چې په ډېره اندازه واردېدل خو د یو پوند قېمت يي په 16 پېړۍ کې د یوه پسه په اندازه وه .

د زنجبیر په اړوند ESCOP
د اروپا يي اتحاديې د European Scientific Cooperative on Phytotherapy (ESCOP کمیسون د زړه بدوالي ،سفري زړه بدوالي ، د معدې او کولمو د ستونزې درملنه د زنجبیر په وسیلهممکنه ګڼلې ده . د زنجبیر فعالیت د زړه بدوالي په وړاندې په حېواناتو کې ازماېښت او تثبیت شوی او وجه يي د Shoagol او Gingerol مواد ښودل شوي دی .
نوموړي مواد د خولې د لعابي او د معدي شیریز تولید کچه لوړوي چې په پاېله د هاضمې پروسه بهترېږي .
زنجبیر د التهاب او زخمونو په رغېدو کې مرسته کوي او ناروغۍ پارونکې باکتریا ګانې وژني .

د زنجبیر اغېزې او کارونه:
• ستړیا
• بې اشتهايي
• د خېټې باد
• وینه درول
• زړه بدوالی
• زهری ضد
• التهاب ضد
• انتي اکسیداني
• اشتها پارونکی
• هاضمه پارونکی
• ټوخی درونکی
• سردرد ورکونکی
• د ښځو د مېاشتني عادت
• د معدې زخم
• ګاستریت
• د معدې او کولمو مزمن زخم
• د ادار پرابلم
• نس درد
• روماتیزم
• میګرین
• د معدې حساسیت sensitive stomach
• دمعدې اختلال upset stomach
د زنجبیر کارونکې برخې
د خاورو لاندې غوټې او د تولید په هېوادونو کې له پاڼو هم کار اخستل کېږي .
د زنجبیر په جوړښت کې ګټور مواد :
Gingerol, essential oils, zingiberol, shogaol

د زنجبیر د چای جوړولو لارې او چارې
د زنجبیر څخه کولای شو راز راز چایونه تر لاسه کړو ، ځکه ډېری کسان د زنجبیر د خالص چای چښل نه خوښوي . د ماشومانو لپاره د زنجبیر د خالص چای چښل ستونزمن تمامېږي مګر بالغ کسان د هفه د خالص چای څخه خوند اخلي . په همدې مؤخه تاسو ته د چای جوړولو لاندې لاره وړاندې کوو:

د زنجبیر یو ګرام وچه غوټه په یوه پیاله اېشېدلو اوبو کې واچوۍ او د 10 دقیقو لپاره يي و اېشوۍ او وروسته يي د مېل له مخې د عسلو یا شکرې سره ګډ کړۍ .

د زنجبیر بل خوندور چای په لاندې ترکیب تر لاسه کولی شی :
50 ګرامه د وچ زنجبیر کوچنۍ ټوټې
10 ګرامه لیمو بوټی lemongrass
30 ګرامه شین چای
10 ګرامه شېرین بیان licorice
نوموړي مواد ښه یو د بل سره ګډ کړۍ او بیا 2 چای خوري قاشوقې میکس شوی مواد په یوه پیاله د اېشېدلو اوبو په یو لوښي کې 10 دقیقې و اېشوۍ او وروسته يي د مېل د مخې د عسلو یا شکرې سره شېرین وچشۍ .

زنجبیر چای د سرما خورده ګي لپاره

زنجبیر چای د مانوکا د عسلو سره د سرماخورده ګي لپاره ډېر ه ګټور وسیله ښودل شوې ده. مانوکا د چای ونې په نامه هم یادېږي چې اصلي ټاټوبی يي نوی زیلاند دی . ددې ونې د ګل عسلو ته مانوکا عسل وايي .

د نوموړي چای د جوړولو لاره :3 سانتي متره اوږده د زنجبیر یوه ټوټه مېده او په نیم لیتر ګرمو خو نه اېشېدلو اوبو کې واچوۍ او پرېږدۍ چې شیرګرمې شي . لدې وروسته دوه قاشوقې د مانوکا عسل ور زیات کړۍ . تر لاسه شوی چای تند خوږ خوند لري د هغه چښل بدن ډېر ګرموي او سرما خورده کي سره مرسته کوي .

د زنجبیر د کارونې بېلګې او لرغونې نسخې:
د ثقیلو خوړو وروسته
د زنجبیر د چای چښل له ثقیلو خوړو وروسته د هاضمې جریان ښه کوي .

د هوګې د بوی د ورکولو په مؤخه د زنجبیر تازه ژول د هوګې بوی له خولې ورکوي.

د غاښونو د درد لپاره د زنجیر تازه ټوټه پر غاښ کېږدې او یا هم لونګ ورسره یو ځای وژوۍ .

د ارتروز (مفصلونو درد) په صورت کې یو دسمال د زنجبیر په ګرمو اوبو کې لمدوي او نوموړی دسمال پر مفصل راتاوه وی

د زړه بدوالي په صورت کې د زنجبیر چای د ورځې درې پیالې توصیه کېږي ډېر ټینګ چای لازم نه دی .

د ذکام په صورت کې د زنجبیر تازه رنده شوې برخې په یو لېتر اوبو کې 20 دقیقې واېشوی او د ورځې په جریان کې وچښۍ

د مخ د نصواري خالونو د ورکولو لپاره د زنجبیر څخه لاندې ماسک جوړکړۍ :

• 100 ګرامه GALIUM ODORATUM اودو راف
• 20 ګرامه د ګلاب ګلپاڼې
• 20 ګرامه د زنجبیر پوډر

نوموړي مواد په تودو اوبو کې سره ګډ کړۍ او بیا يي په خالداره ځایونو کېږدي او په یو لوند دسمال يي د 30 دقیقو لپاره پټ کړۍ .

زنجبیر د معدې لپاره
د زنجبیر چای د معدي او کولمو د تشنج د ورکولو لپاره په زړه پورې درمل ګڼل کېږي هغه کولای شو د خوړو څخه دمخه یا د خوړو سره یو ځای او یا هم وروسته و کاروو . ددې کار لپاره د زنجبیر تازه ټوټې په اوبو کې 8 دقیقې اېشوو .د زنجبیر تند ایتهر( essential) غوړ د ویني جریان ګړندی کوی او ارګانیزم له دننه ګرموي له همدې وجې د معدې او کولمو تشنج او اسپاسم له منڅه وړي .

د زنجبیر کمپرس (زوخا) د مفاصلو او عضلاتو د درد لپاره

که ستاسو د بدن کومه برخه تاوه شوې وي او یا مو مفاصل او عضلات درد لري ، نو د زنجبیر کمپرس و کاروۍ .

د روماتیزم لپاره د زنجبیر سره حمام مرسته کوي

د زنجبیر سره حمام د ځان دردې او روماتیزم په وړاندې یو ښه درملنه ګڼل کېږي . د حمام په اوبو کې د زنجبیر جوشانده ورګډه کړۍ او د شل دقیقو لپاره په دي اوبو کې تم شۍ .

د زنجبیر شیدې او سرماخورده ګي
د سرماخورده ګي لپاره په یو ګیلاس شیدو کې د زنجبیر رنده شوې خمیره ورګډه او بیا و اېشوۍ او وروسته يي په ګرمه توګه و چښۍ .

زنجبیر په سفر کې د زړه بدوالي لپاره
که په سفر کې د موټر ،الوتکې ،کشتۍ پواسط زړه بدوالی پیداکوی حتما له ځان سره زنجبیر واخلۍ او د زړه بدوالي په صورت کې د زنجبیر یوه کوچني تازه ټوټه و ژوۍ او دا به ستاسو او ستاسو د ما شومانو زړه بدوالی ښه کړي .

زنجبیر د سرګنګسي (خمار) په وړاندې
په رښتیا هم زنجبیر په خپل ترکیب کې ډېر ګټور مواد لري ،چې د یوې ملمستیا څخه وروسته د خمار په ورکولو کې مرسته کوي . د ملمستیا په جریان او یا وروسته له ملمستیا څخه د زنجبیر کوچنۍ ټوټې و خورۍ ستاسو خمار به بر طرف کړي .

د هند د لرغوني طبابت پر اساس زنجبیر یو عا م طبي اثر لرونکی درمل ګڼل کېږي ، چې حتی د جنسي ناتوانیو په درملنه کې به د هغه کارول بی ګټې نه وي .

یادونه : مخکي له دي چې طبي نباتات وکاروۍ لمړی د خپل کورني ډاکټر سره مشوره وکړۍ .

پاملرنه :
• د صفرا د تېږي (کاڼي) په صورت کې زنجبیر مه کاروۍ-
• زنجبیر درد غلی کوي په حامله داري کي باید پاملرنه وشي
• د معدې او کولمو د زخم په صورت کې باید لږ وکارول شي
• د زنجبیل کارونه یو ورڅ وروسته کولای شي اسهال رامنځ ته کړي( خپله معلومات وکړۍ)
• که د وینې د رقیقېدو درمل کاروۍ نو د زنجبر څخه کار مه اخلۍ
• ځنې کسانو ته شاید د معدې سوزش پیدا کړي

ماخذونه :
http://www.kraeuter-verzeichnis.de/kraeuter/Ingwer.htm
http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/22054010
http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/20842754
http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed?term=zingiber%20antiglycating

http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/22054010
http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/20842754
http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed?term=zingiber%20antiglycating

کاپي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button