د پښو یخېدل؛ ځینې وخت ددغو ناروغیو نښه وي

ژباړه: مليحه ناصري

د ژمي موسم کې د ټولو انسانانو لاس او پښې سړېږي؛ خو ځینې وخت بې کچې ساړه حسول د ځینو ناروغیو نښانې وي لکه:

  • د زړه ستونزې: د پښو یخوالی کېدای شي د زړه د ستونزو او د وینې د بهیر د کمزورتیا نښه وي. کله چې کوچنيو رګونو کې کولسټرول او غوړ د رګونو پر دېوالونو ونښلي، ورو ورو یې د بندښت لامل کېږي او وینه غړو ته سمه نه رسېږي. د وینې د ناسم جریان ځینې نښې دا هم دي: سیانوز ( د پوستکي شنه کېدل/ رنګ الوتل)، درد، د پښو بېحسي، د ګرځېدلو پر وخت د پښو د هډوکو او عضلاتو( ورون، پونډۍ… ) درد.

  • د ټایرايډ کم فعالیت:  ټایرایډ کمزوری کېږي او هورمون نشي خپرولای. دا ناروغي لومړیو کې وړې وړې نښې لري، د عمر په ډېرېدو سره ډېرېږي. ځینې نورې نښې یې: ستړیا، د والګي احساس، د وزن زیاتېدل، د حافظې کمزورتیا، د پوستکي وچېدل او حساسیت. روغتیاپالان د وینې معاینې سره، دا ناروغي معلوموي.

  • سټرېس / اضطراب: د عصبي شرایطو او سټرېس پر وړاندې د وجود طبیعي غبرګون، د ( ادرینالین) خپرول دي. ادرینالین کولای شي د وینې رګونه تنګ کړي، وینه ځینو غړو ته سمه نه ورځي.

  • د وینې ناسم جریان:  هغه کسان چې د وینې د لېږد بهیر یې په ځان کې کمزوری دی، ډېری وخت د وجود ښکته خوا ته سمه وینه نه رسېږي. د مېز تر شا اوږدمهاله ناستی، سګرټ څکول، د وینې کلسټرول د دې لامل کېږي چې وینه په وجود کې سمه خپره نه شي.

  • شکر / ډیابټ: هغه کسان چې شکر لري، په وینه کې شته خواږه رګونه تنګوي او وینه سم جریان نه مومي. نروپاتي یوه ډیابټي ستونزه د، چې شکر ناروغانو ته پیدا کېږي، دېته عصبي ستونزه هم وایي. ډیابټي عصبي ستونزه د پښو د کرخت پاتېدلو، یخېدلو، ستنې ستنې کېدلو، بېحسۍ او داسې درد لامل کېږي چې هم پښې سوځي هم درد کوي.

  • کمخوني:  د وینې کمښت د پښو د سړېدو یو لامل کېدای شي. کله چې وینه کې سره کرويات، اکسیجن په وینه کې ونشي لېږدولای، دغه ستونزه پیدا کوي. د وینې د کمښت نورې نښې: ستړیا، کمزورتیا، د پښو او لاسونو یخېدل، سر ګیچېدل، سر درد، ساه بندي، د پوستکي رنګ الوتل.

  • هایپر هایډروز: دا ناروغي رګونه تنګوي، د ناطبیعي خولې کېدلو په نوم هم یاده شوې ده؛ ځکه چې لاس و پښې خوله کوي؛ خو بیا هم سړېږي.

  • درملنې:  د پښو د یخوالي ځینې اسانه درملنې دا دي:

  • تریخ چاکلېټ خوړل چې انتي اوکسیډانټ دی، په لاس او پښو کې د وینې بهیر چټکوي.

  • منظم حرکات هم کولای شي د پښو یخېدلو سره مبارزه وکړي.

  • په تودو اوبو کې له لسو تر پنځلسو دقیقو پورې پښې اېښودل. هغه کسان چې ډیابټي عصبي ناروغي لري، دا کړنه دې نه کوي.

  • د کنځلو/ کنجد، کوپرې او زیتون په غوړیو د پښو غوړول دا ستونزه کموي.

  • زنجبیل/ سنډ خوړل، د وینې له پړن کېدلو مخنیوی کوي. دوه پیالې اوبه او یوه کاشوغه زنجبیل د لسو دقیقو لپاره سره ګډ او کېږدئ. د ورځې دوه یا درې ځلي یې وڅښئ.

  • د اوسپنې ډېرول: ښځې له نولسو تر پنځوسو کلونو پورې هره ورځ اتلس ملي ګرامه اوسپنې ته اړتیا لري. داسې حال کې چې نارینه همدغه سن کې یوازې اته ګرامه ته اړتیا لري. د وسپنې ډېرولو لپاره دا خواړه اړین دي:  خرما، مڼه، بادام، پالک، سره غوښه…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button