د ټولنیز نظافت لپاره دا ټکي په پام کې ونیسئ!

مریم صدیقي

په ټولنیز ژوند کې مونږ هره ورځ له ډېرو خلکو سره ناسته پاسته کوو.او مونږ هم هره ورځ غواړو ځان داسې جوړ کړو چې د نورو د پام وړ وګرځوو.

شاید د ده کار لپاره مونږ ډول ډول جامې واغوندو خو یو څه چې زمونږ په شخصیت کې ډېر اړین دی، هغه زمونږ نظافت ده.

د خولې او بوټونو بد بوی هغه څه ده چې خلک له تاسو څخه فاصه اخلي او نه غواړي تاسو سره ناسته پاسته وکړي.

دلته مونږ داسې لارې چارې ښودلي چې په پلې کولو سره به یې له دې ناوړه بد بوی څخه بې غمه شئ:

اوبه:

په ورځ کې څومره چې کولی شئ، اوبه وڅښئ، ځکه دا چاره د بدن د اړتیا وې او د خولې د بد بوي له منځه وړي. کله چې بدن د اوبو له کموالي سره مخ شي نو په خوله کې د لاړو جوړولو وړتیا هم کمزوری کیږي او له همدې امله په خوله کې بد بوب جوړېږي.

ويټامین سي:

مالته، لیمو او نور ویټامین سي لروونکي خواړه دا خاصیت لري چې خوله تازه ساتي او په دې ډول د خولې د بد بوي په مخنیوی کې هم ډیر رول لري. .

مڼه:

کله چې مونږ خورو او مڼه د غاښونو په وسیله پرې کوو نو په خوله کې د لاړو جوړولو عملیه هم ورسره ګړندی کیږي کوم چې په طبیعي ډول د خولې له پاکولو سره د خولې بد بوي هم ورکوي.

د دار چیني چای:

دار چيني له نورو بې شمیرو ګټو لرلو سربیره د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره هم یو له غوره درملو څخه ده. د دار چیني چای وڅښئ ځکه د انسان خوله او نفس تازه کوي نو د له همدې خاصیت له مخې په ورځ کې یو ځل د دار چیني چای څښل ډېر غوره دی. په ځانګړی ډول هغه خلک چې د خولې له بد بوي څخه کړیږي نو دا چای هرو مرو وڅښئ.

: پودینه:

د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره بله ښه او غوره لاره دا ده بودینه استعمال کړوځکه چې بودینه د غاښونو په پاک والي  کې ډېر رول لري او  له همدې خاصیت له امله د غاښونو مختلفو کریمونو کې هم په زیاته کچه استعمالیږي.

د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره باید خپل نظافت ته په ځانګړې توګه پاملرنه وشي.

خپل پښې وچ او پاک وساتئ. او کله مو چې اودس یا هم حمام وکړ نو له  د ګوتو تر منځ شته فاصله هم وچ کړئ. کوښښ وکړئ یوه جوړه جرابې د اوږدې مودې لپاره استعمال نه کړئ..

د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر:

په بازارونو کې د پښو د بد بوي له منځه  وړوونکی پوډر خرڅېږي کړئ چې د د دې بد بوی له خپرېدو مخه نیسي. د دې ترڅنګ باید هره ورځ یا څو ورځې وروسته خپل بوټان تازه هوا او یا هم لمر ته کیږدئ. تر څو له دې بد بوی څخه ځان وژغوری او هم نورو ته مزاحمت ونشي..

د ازادو بوټانو اغوستل:

تنګ بوټان د پښو د بد بوي لامل ګرځي چې د همدې  امله د داسې بوټانو اغوستل پکار دي چې په پښو کې مو یو څه اندازه ازاد وي تر څو د تازه هوا ننوتلو لپاره خالي ځای ولري..

لیکنه: مریم صدیقي

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button