د وینې فشار څرنګه اندازه کړو؟

ډاکتر بشیر احمد پرهر ، د عمومي داخله ناروغیو متخصص

شاوخوا ۶۶ میلیونه امریکایان د وینې لوړ فشار لرې، چې ۷۲% سلنه ېې له خپلې ناروغۍ ناخبره دي.

په افغانستان کې د دې ناروغۍ په اړه کره شمیرې نه شته خو ګومان کیږي چې ګڼ شمیر خلک د وینې لوړ فشار لري او زیات شمیر یې په خپلې دې ناروغۍ نه دي خبر.

په ۲۰۰۱ میلادي کال د نړۍ د ۷،۶ میلیونه مړینې او ۹۲ میلیونه معیوبیتونو کې د وینې د لوړ فشار لاس و.

د وینې لوړ فشار د انسان مهم غړي لکه دماغ، زړه، پښتورګې، سترګې او رګونو سیستم اغیزمنوې.

زموږ په هیواد کې هم د روغتیایې اسانتیاوو په ډیریدو د دې ناروغۍ پیژندل زیات شوي او د وینې د لوړ فشار د ناروغانو شمیر ورځ په ورځ زیاتېږې.

د دې ناروغانو زیات شمیر په خپلو کورونو کې د فشار آلې (sphygmomanomter)
هم لرې چې خپل فشارونه ورباندې ګوري.

دغه کار کله کله د ډاکټر او ناروِغ ترمنځ د بې باورۍ او ګیلو سبب کېږې، نو لازمه ده چې د وینې د فشار په کتلو او توپېرونو یو څه رڼا واچوو.

که بيړنی حالت نه وي نو د وینې د فشار کتلو لپاره لاندې شرائط پکار دي.

۱: فشار آله باید په سمه توګه فعاله او مناسبه وي.

۲: د فشار آلې د ساعتګر یعنی مانومتر ستن باید پخپل ځای او فعاله وي.

۳: د فشار الې په توپ کې باید پخوانۍ هوا پاتې نه وي.

۴: ستاتسکوپ یا غوږۍ مو فعاله او خلاصه وي.

۵: ناروغ باید لږترلږه دپنځو دقیقو لپاره په یوه چوکۍ کیني او د ناروغ پښې باید په ځمکه ولګیږې (په چپرکټ نه).

۶: د کوټې چاپیریال باید ارام او هوا یې برابره وي.

۷: ناروغ باید به تېر نیم ساعت کې تمباکو او کافې نه وي کارولې.

۸: ناروغ باید له روحي پلوه ارام وي.

۹: فشار باید په ناسته چې ناروغ تکیه کړې وي او یا هم په ملاسته وکتل شي.کله کله ډاکټران د یوې ځانګړې موخې لپاره په ولاړه هم فشار ګوري.

۱۰: مټ باید پوره لوڅ وي.

۱۱: د فشار آلې لستوڼی باید نه سست او نه هم ډیر کلک وتړل شي.

۱۲: د ناروغ لاس باید د زړه په حد کې پورته او تکیه شي.

۱۳: فشار آله باید د څنګلې له کوتې دوه نیم سانتي متره پورته وتړل شي.

۱۴: په لاس کې باید شریان brachial art پیدا او غوږۍ ورباندې کیښودل شي.

۱۵: فشار آلې ته باید په ارامه هوا ورکړل شي او کله چې د رګ اواز بند شي نو تر ۲۰-۱۰ درجو پورې نوره هوا ورکړل شي.

۱۶: د فشار آلې هوا باید بېرته په ارامه کمه شي (دوه درجې په هره ثانیه کې).

۱۷: د رګ په سر لومړی اواز تاسو ته د فشار لوړه درجه یا په عامه ژبه جګ فشار (systolic blood pressure) ښیي.

۱۸: د دغه اواز ختمیدل تاسو ته د فشار ټیټه درجه (diastolic blood pressure) ښيي.

۱۹: کله کله دغه اواز تر اخره پاتې کېږې نو هر ځای چې اواز بدل شو هماغه د ټیټ فشار درجه ده.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button