رېوتی سينګاپور چا په پښو ودراوه ؟

تازه ګل شینواری
نوم ېې (لي کوان يو ) او په کال 1926 م د سينګاپور په ېوې چينايي کورنۍ کې زېږېدلی و . مور او پلار ېې د برتانوي کلتور د څېړنې په برخه کې کار کاوه ، هغوي د سينګاپور د دوه مختلفو سيمو وو او په دوه بېلو ژبو ېې خبرې کولې . دا چې هغوي (د لي کوان مور او پلار ) د ېو او بل په ژبو نه پوهېدل نو مجبورآ ېې انګریزی ( چې دواړه پرې پوهېدل ) د خبرو او پوهاوي ژبه وټاکله او په نتېجه کې انګريزي د لي کوان کورنۍ ژبه شوه.

1945 کال کې د سينګاپور له ( رافلې – سېټلمېنټ ) کالج څخه فارغ او بېا انګلستان ته ولاړ . هلته ېې لومړۍ د ( لندن اقتصادي ښوونځي ) کې زده کړې وکړې او تر هغې وروسته ېې د ( کېمبرېج پوهنتون ) څخه په دوه برخو ، حقوق او اقتصاد کې سره ديپلومونه واخيستل .

1949م کال کې بېرته سينګاپور ته ستون شو او 1950م کال کې ېې د حقوقي وکيل په توګه خپله دنده پېل کړه .
1954 کال کې ېې د سوسېال ديموکراتيک ( ملي عمل ) ګوند بنېاد کېښود چې دی ېې لومړی عمومي منشي و او خپل ګوند ېې 1959م کال کې واک ته ورساوه .

1959 م کال څخه د 1990 پورې د سينګاپور صدرآعظم او 1990 څخه تر 2014م کاله پورې ېې په ډېرو نورو مهمو مقامونو کار وکړ تر څو د سينګاپور د اقتصاد اړمن اړخونه فعال او ځواکمن کړي .

تر هغه پخوا او هم د هغه د واکمنۍ تر ېوې مودې پورې سینګاپور د انګلستان ېو مستعمره هېواد و خو 1962م کال کې هغه د هندوچين ځينو نورو هېوادونو د مبارزانو سره په ګډو هڅو وکولی شول چې د انګرېزانو څخه د هېواد ازادي تر لاسه کړي .

د هغه د واکمنۍ په موده کې سينګاپور د برتانېې د ېوې وروسته پاتې مستعمرې څخه په ېو پرمختللي او ورځ تر ورځ غوړېدونکي هېواد بدل شو .

لي کوان د سينګاپور د ( اقتصادي معجزې) اساسي بنسټګر ګڼل کېږي چې د درېمې نړۍ ېو فقير او وروسته پاتی هېواد ېې د نړۍ د سترو بډاېه دولتونو په کتار کې ودراوه .
لي کوان 2015م کال کې ومړ او د مړينې په وير کې ېې د سينګاپور دولت او اولس د اوه ( 7 )ورځو لپاره ملي ماتم ولمانځه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button