اېفل برج

اېفل برج
تازه ګل شینواری
اېفل د نړۍ تر ټولو مشهور او پېژندل شوی اوسپنيز برج دی چې لوړوالی ېې 324 مترو ته رسېږي . هغه د پاريس په زړه کې پروت او د دې ښار د پېژندګلوۍ ستر سمبول ګڼل کېږي .‌ اېفل برج د نړۍ د ګرځندوېانو ( توريستانو )ېو ډېر د خوښې ځای دی او هر کال په ميلونونو خلک د هغه ليدلو لپاره فرانسې ته ورځي .

دغه برج په 1887 کال کې د ېو فرانسوي انجنیر ګوستېو اېفل ( Gustave Eiffel ) لخوا طرح او د 1889کال په مارچ کې ېې د جوړولو کار بشپړ شو چې بېا وروسته د طراح انجنېر په ویاړ د همغه په نوم ( اېفل ) ونومول شو .

دغه برج کې 3 پلاتفورمونه ( د ناستې پاستې ځایونو ) شته چې لومړی پوړ ېې په 58 مترۍ ، دوهم ېې 149 مترۍ او درېم ېې هم له مځکې څخه په 309 متره لوړوالي کې جوړ شوي دي .

په هر پلاټفورم کې ېې بېلابېل رستورانونه دي چې د توريستانو لپاره خواړه او څښاک په کې خرڅېږي . هر څومره چې تاسې په برج کې پورته کېږی ، همغومره په رسټورانونو کې د خوړو بېې هم اوچتېږي . مثلآ په دوهم پلاټفورم کې ېو رسټورانټ دی چې هلته د ېو عادي او غريبانه خوراک بېه 85 ايرو ده .
د اېفل په جوړولو کې 7300 ټنه اوسپنه کارېدلې خو د برج ټوليز وزن 10100 ټنه دی .

که پښو کې مو طاقت وي نو کولی شی برج ته پېاده په زينه ورپورته شی خو دې کار لپاره باېد تاسې 1792 پوړۍ تر پښو لاندې کړی . البته چې د ختلو لپاره لېفت هم شته .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button