ملا درد، عوامل او مخنيوی

ډاکټر اجمل درمان
د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې هر ډول ستونزه د ملا درد سبب کيږي. د ملا درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو د عمر په زياتوالي يې د رامنځته کېدو چانس هم زياتيږي.

ډولونه يې:
د ملا درد دوه ډوله دی، يو هغه دی چې ناڅاپي رامنځته کيږي او تر ۶ اونيو دوام کوي چې په طبي اصطلاح حاد درد ورته وايې. دویم هغه دی چې دومداره وي او تر ۳ مياشتو يا زيات وخت دوام کوي چې په طبي اصطلاح کې ورته مزمن درد وايې.

عوامل يې:

– د ملا برخه کې ضربه او زخم
– د عضلاتو سپزم يا شخي
– د ملا د هډوکو کسر يا ماتېدل
– د ډيسک تخريبېدل، د هرې فقرې يا مهرې ښکته او پورته غضروفي ډيسک شتون لري چې د دغه ډيسک زخمي کېدلو يا پړسېدلو په نتيجه کې په عصب فشار وارديږي او د ملا درد سبب کيږي
– له توان پورته درانده کارونه کول
– د ګردو تيږې
– پر څوکۍ د ناستې کارونو د اجرا پر مهال قات يا کاږه کېناستل
– حاملګي

اعراض او علایم:
د ملا درد لویه نښه د ملا په بېلابېلو برخو کې درد وي چې ځينې وختونه د ملا لاندې برخې او خاصرې لګن طرف ته انتشار کوي. د ملا ډيری دردونه څو ورځې وروسته په خپله جوړيږي خو کچيرې لاندې علايم ورسره وي نو بايد ډاکټر ته مراجعه وشي

– وزن له لاسه ورکول
– تبه
– د ملا پړسوب
– د ملا درد چې ښکته برخې او پښو طرف ته انتشار وکړي
– د ادرارو کولو پر مهال درد
– د خاصرې لګن، مقعد او تناسلي الې شاوخوا بې حسي رامنځته کېدل

کورنۍ درملنه
تړمې اوبه يا ګرم موام په يو لوښي کې اچول او د ملا پورې تړل، استراحت کول، په تړمو اوبو حمام کول

طبي درملنه

ډيری وختونه د ملا درد په استراحت سره ارامیږي خو ځينې وخت دوامداره شي چې بيا طبي يا کورنۍ درملنې ته اړتيا پيدا کوي. لومړی خو هڅه بايد وشي چې د ملا درد اصلي عامل پيدا او بيا د عامل له منځه وړلو درمل ورکړل شي.

د ملا درد کمولو لپاره د درد ضد درمل کارول لکه آیبوپروفين وغيره

د عضلاتو شخۍ له منځه وړلو لپاره د سپزم ضد درمل لکه هايوسين

کچيري دغو درملو نتيجه ورنکړه نو بيا Cortisone injections یا Botox پيچکاري ترسره کول

نوټ: دغه درمل د ډاکټر له نسخي پرته کارول جواز نلري او که په خپل سر واخيستل شي نو د ګټې پر ځای زيان رسوي.

د ملا درد مخنيوی:

– سپورت کول چې د ملا درد لپاره ښه سپورت د ملا او خيټې حرکات ترسره کول او همداراز د زنګونو او پښو درد مخنيوي لپاره قدم وهل او پلی تګ ګټور دي.
– هغه خواړه خوړل چې ويټامین ډي او کلسیم ولري لکه هګۍ، پنير، شيدې، مستې، ماهي غوښه او سبزيجات خوړل
– د کار کولو پر مهال په څوکۍ سيده کېناستل
– سګرټ پرېښودل
– وزن کمول

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button