د ناول لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ناول په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د ناول کلمې ريښه د ايټالوي ژبې په “Novella” کلمه کې ده. ددې ويي لغوي معناوې نوی، عجيبه څيز او تازه دي.

خو په اصطلاحي توګه ويلای شو، چې ناول هغه نثري کیسې ته وايي، چې د کميت په لحاظ له رومان لنډ او له لنډې کیسې اوږد وي.

ددې ژانر ریښه آن اسطورو او افسانو ته رسي؛ مګر د رنساسن په وخت کې د لومړي ځل لپاره د لیکنۍ ادب برخه شوه. لومړنۍ بېلګه یې ايټالیه کې پيدا شوه، چې د بوکاچيو، “دیکامیرون” نومې اثر و. وروسته بیا په انګلستان، فرانسه، هسپانيه او نورو ځايونو کې یې بېلګې وموندل شوې.

په موضوعي لحاظ ناول ګڼ شمېر موضوعات په خپل بر کې نيسې، پوليسي، کوميډي، اخلاقي، اروايي او ورته ګڼ نور نالونه شته دي.

په جوړښتير لحاظ په کې طرحه، منظرکشي، مکالمې، کریکټرونه (اصلي او فرعي) او ورنه نور موارد ډېر اړین رول لري. تر هر څه لومړی باید د ناول لپاره یوه په زړه پورې طرحه او خاکه ولرو.

څرنګه چې د لنډې کيسې په پرتله په کې کریکټرونه ډېر وي نو معلومه ده، چې ډېرو منظر کشيو او مکالمو ته اړتيا ده.

لکه د لنډې کیسې په ناول کې هم درې نقطې “پیل، اوج او پای” خورا مهم دي. لیکوال باید خاصه پاملرنه ورته وکړي.

له لنډې کیسې سره یې د توپير په باب استاد محمد رفیق رفیق وايي: ” په یوه ناول کې د یو ولس او قوم تاریخ، دودونه، مذهب، اخلاقي معیارونه او نور ټولنیز ارزښتونه بیانېدای شي خو په لنډه کیسه کې بیا ددې ټولو ځای نه وي. ځکه چې لمنه یې تنګه او لنډه وي.”

نو په کمي لحاظ له لنډې کیسې سره فرق لري. همدارنګه سر محقق سید محی الدین هاشمي وايي: “له لنډې کيسې سره یې توپير دا دی، چې هم پکې پيښې په تفصیل سره بیانېږي او هم یې د کریکټرونو شمېر زیات وي.”

باید یادونه وکړم، چې په پښتو ژبه کې د ناولونو پيل له ژباړې وشو، خو په اوس وخت کې د پښتو ژبې لیکوالو ګڼ ناولونه لیکلي دي او په پرېمانه کچه یې موندلای شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button