وېرې ته ولې په ذهن کې ځای ورکوو؟

جنرال دولت وزیري
له تاند ویب پاڼی څخه

وېره یا ډار هغه احساس دی، چې ټول ورسره اشنا دي او دا پدیده یې تجربه کړې ده. پر موږ په بېلابېلو شرایطو کې تر مختلفو چاپېریالي اېزو لاندې دا احساس غلبه کوي. وېره په ذهن کې د اندېښنې زېږنده ده، چې په ځینو کې یې اندازه کمه او په ځینو نورو کې زیاته ده.

له تورې شپې، ځنګلونو، ګړنګونو، لوړو غږونو، وحشي ځناورو او له نورو داسې څیزونو چی زمونږ له ذهن څخه دباندې په فزیکي توګه موجود دي، ډار حقیقي وېره ده.

دا ډول وېره د ځان ساتلو او خوندي کولو په مانا ده. له دې ډول وېرې د ځان ساتل د انسانانو له پاره مشکل کار نه دی، ځکه له ځناورو څخه د ځان ساتل، ځنګله ته یوازې نه تګ، ګړنګونو ته نه نږدې کېدل او داسې نور د هر عاقل او بالغ انسان له واکه پوره دي.

دلته زموږ موخه له هغې وېرې څخه ده چې په فزيکي توګه وجود نه لري، خو زموږ ذهن پرې بوخت او زموږ د بېځایه وېرې سبب ګرځي. ځینې انسانان دا ډول وېرې ته په خپل ذهن کې ځای ورکوي او خپل ځواک په لوی لاس تر ډېره پورې پرې راکموي.

له ناکامۍ وېرېدل همدغه ډول يوې وېرې ته وايي. کار مو پیل کړی نه دی، ځان مو ازمايلي نه دی، خو مخکې تر مخکې د بېځایه وېرې له امله ځان در ته ناکام ښکارېږي. همدلته ده چې ستاسو ځواک ستاسو په خپل لاس ټکنی او د بېځايه وېرې له ستونزو سره لاس او پښې وهي.

وايي:

«مردم پیش از ترس میمیرد تا از مرض!»

وېره او د وېرې احساس مو اراده کمزورې کوي، پر راتلونکي مو باور تت کوي او ځان درته کمزوری کېږي. که غواړئ چې د بریالیتوب لوړو پوړيو ته بې له شکه پورته شئ، په کلک هوډ او بې له کومې وېرې په خپل ځواک باور ولرئ او د يوه کار له پیل څخه د ناکامۍ له ډاره، وېرې ته په خپل ذهن کې ځای مه ورکوئ، ځکه بریا او ناکامي په تاسو پورې اړه لري. پر دې باید باور ولرئ چې بریا او ناکامي ستاسو د کلک هوډ او ټينګې ارادې محصول دی او بس.

د ناروغۍ له وېرې مخکې تر مخکې د پښو غځول او ځان مرګ ته تسليمول د کمزورو انسانانو کار دی او د هغو کسانو کار دی چې هوښیاران ور ته وايي.

که چېرې په دې پوه شو چې په ژوند کې هر څه د کنټرول وړ دي او پر خپل ځواک باور ولرو، مانا دا چې په خپل ذهن کې مو د وېرې له پاره د کور دروازه تړلې ده. یو څوک د بېځایه وېرې له امله نوې کار ته زړه نه ښه کوي، البته دی به له دې بېخبره وي چې همدغه کار اوس ډېر کسان په ډېره بریالۍ توګه تر سره کوي او هېڅ وېرې ته په ذهن کې ځای نه ورکوي. داسې کسان باید په دې فکر وکړي چې دی له هغو کسانو څه کمی لري، چې همدغه کار په ډېره بریالۍ توګه پر مخ وړي.

انسانان که په خپل ذهن کې د وېرې، شک، غوسې، بدل او غچ اخیستنې او نفرت پر ځای مینې، عمل، بخښنې او ځواک ته ځای ورکړي او پر دې باور وي چې په ژوند کې نوې سلنه شکونه غلت ثابتېږي، نو د بريا او پر خپل ځان د باور چانس داسې کسانو ته ۹۰ سلنه زيات وي.

که ورته ښه ځیر شو، انسانان نړۍ ته په راتګ سره تل له بل څخه د یو شي د راکړې او مرستې په تمه وي، چې همدغه تمه هم يو ډول وېره ده، ځکه د دې پر ځای چې د ورکړې تومنه په ځان کې وروزو او غښتلې يې کړو، موږ له بل څخه د مرستې په تمه خپل ځواک په خپله له ستونزو سره مخ کوو او له هغې وېرې ځان نه شو ژغورلای چې له کوچنيوالي راته ویل شوي دي چې، ګوره پام کوه، ته يې وړتيا نه لرې، ته يې نه شې کولای، لویه پرېکړه دې کړې ده، په يوازې ځان به دا لوی کار څنګه تر سره کړې، که تاوان وکړې، که څوک درسره مرسته ونه کړي بیا به څه کوې؟

له دومره پام کوه، پام کوه ، پام او پام کوه، په داسې حالاتو کې حتمي ده چې یوازې د غښتلې ارادې خاوند او پر خپل ځواک باوري کس ځان له ويرې ژغورلای شي، که نه د وېرې له امله په ډېر شمیر کسان «پیش از مرض میمیرند، تا از مرض.»

ذهني وېره د ټولو انسانانو عمومي ستونزه ده، ځينې له یوازېتوب، ځینې د کار له پیلېدو، ځینې بیا د خلکو په مخکې د خبرو کولو، په ډېر شمېر کسان د خپلواکه پرېکړو او ځینې خو بیا له نورو سره د مينې، محبت، اړیکو نیولو او د اړيکو له پرېکون څخه په وېره کې وي او داسې فکر کوي چې ذهني وېره یوه رواني ستونزه ده، خو که په سمه توګه ورته پاملرنه وکړو او له ځانه وپوښتو چې وېره مو له څه او له کومه ځایه ده؟

که چېرې دغو پوښتنو ته په سمه توګه ځواب ووایو، باور مو وشه چې پر دغه ډول وېره بریالي کېږو او بيا پر دې هم باوري کېږو چې دا ډول وېره په روان پورې هېڅ اړخ نه لګوي او دا موږ یو چې بېځایه مو خپل ذهن پرې بوخت ساتلی دی.

کله چې یو کار پیلوئ، حتمي ده چې وېره به ورسره ملګرې وي، خو بریالی به هغه څوک وي چې له وېرې سره، سره يې پیل کړي. د خپل ژوند واک د دې پر ځای چې وېرې ته ورکړي پر خپل ځان ولوروي.

د وېرې پر ځای په خپل ذهن کې مثبتو فکرونو، مینې، بریالیتوبونو، باور، صداقت او د غمونو پر ځای خوښیو ته ځای ورکړي، همدغه له وېرې څخه د خلاصون لاره ده.

که وګورو ذهني وېره د انسانانو هغه دښمن دی چې هېڅکله يې پر مختګ او بریا ته نه پرېږدي، خو انسانان باید له ځانه پوښتنه وکړي چې ولې او له څه وېرېږي؟

له زوړوالي، تقاعد، مرګ، ناروغۍ او داسې نورو څخه که د وېرې له امله خپل ذهن مصروف وساتو، دا همغه مخکې خبرې ته ورته خبره ده چې وايي:«د ناروغۍ له وېرې مرګ ته تسلیمېدل.»

زه خو څه د روحياتو ډاکټر یا ارواپوه نه یم چې خلکو ته د ډاکټر پر ځای مشورې ورکړم، خو یو پوځي او د جګړې پر هنر پوه قوماندان ته اړينه ده چې خپل مادونان داسې وروزي چې تل په بری او خپل ځواک باور ولري. ځکه په جګړه کې کلک هوډ او ټينګ عزم د بریا ضمانت ورکوي. وېرې ته په زړه او ذهن کې ځای ورکول د سرتېرو ځواک کمزوری کوي او پر خپله بریا بېباوره کېږي.

انسانان د ډار پر ځای ډاډ ته اړتیا لري او دا د ژوند په هره برخه کې صدق کوي.

که انسانان خپله ذهني او فزيکي وړتيا وپېژني او بې له وېرې ترې په سمه توګه ګټه واخلي او د دې تر څنګ د ډارولو تر څنګ وهڅول شي، بریا به سل په سلو کې د دوی په برخه وي.

په جګړه کې د رواني جګړې رول له فزیکي جګړې څخه ځکه زيات دی، چې په فزیکي جګړه کې دوه حالته وي، یا مړینه او یا ژوند، خو په رواني جګړه کې که چېرې د شنډولو هڅه يې ونه شي، یوازې د مرګ څخه بدتره د لیونیانو په څېر ژوند دی. ډار او وېره تدریجي ختمېدل دي.

د بریا له پاره خپل ځواکونه وهڅوئ، له هېواد سره د مينې له پاره مینه ورکړئ، په ژوندون يې د اتلانو په نامه ونوموئ او تل ترې ملاتړ وکړئ. یاده مو ونه وځي، چې خپلو اولادونو ته مو هم پر خپل ځان، ځواک د باور ډاډ ورکړئ او ويې هڅوئ. مننه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button