د نارینه د ماغزو لس جالب حقیقتونه

نجیب احمد عزيزي
۱ـ نارینه تر دېرش کلني وروسته

ښځې تل غواړي ستونزې هواري کړي، خو نارینه بیا تر ډېره غواړي ازاد وګرځي او څوک يې په کارونو کې مداخله و نه کړي، ځکه دی غواړي د واده له درانه لګښته ځان خلاص کړي. دا ځانګړنه د نارینه‌وو يوه لويه تېروتنه ده. دغه حقیقت په دې وروستيو کې پر ځوانو محصلانو تر څېړنو وروسته ثابت شوی دی.

همداراز د نارینه‌وو جابرانه او له تشدده ډکې کړنې ښايي تر ۳۰ کلنۍ پورې وغځېږي، ځکه د بوليویا نارینه‌وو پر سر د يوې مطالعې پايلې په ۲۰۰۸ کال کې نشر شوې چې د نارینه‌وو لومړی ذهني تمرکز چې له ۳۰ کلنۍ وروسته راټولېږي هغه يوازې او يوازې د ګډ ژوند، کورنۍ پر جوړولو راګرځي.

البته ځينې نارینه لا هماغسې ازادانه پر خپل سر ګرځي، په سخته کورنۍ جوړولو ته را ځان تياروي چې په دې کې ټولنیز، کلتوري، اقتصادي سببونه او د هغه جنيټیکي ستونزې ټولې د يادولو وړ دي. همداراز په ۲۰۰۸ کال کې بیا د اکاډميکو مطالعاتو پر بنسټ يو شمېر ليکنې خپرې شوې؛ هغه نارینه چې جينونه يې روغ او د خټې له پلوه بې‌بندوباره نه وي ۶۰٪ امکان لري واده وکړي، له بل پلوه هم ښځې او هم نارینه په نسبي ډول ګډ ژوند ته خوښې وښيي.

۲ـ د کورنۍ واکدار

امريکايي ساينس پوه او د طب ډاکټره بريزنډاين (Birzendine) په خبره، په نارینه کې موجود ډېر غوسه‌ناک او بې‌ثباته کوونکي اضطرابونه د دې وړ ګرځي چې قهرجن او جنسي چلند ته يې را ټېل وهي، مګر زیات هغه کارونه او قوانين د دې سبب ګرځي چې په نارینه‌وو کې غوسه له منځه او لاس اچوونکی فزيکي جابرانه چلند يې کم کړي، هغه يوازې د ټسټوسټرون هورمون ټيټوالی دی چې نارینه ورسره ارامېږي او په چلند کې يې توندې لاس اچول په طبيعي ډول له منځه وړي.

۳ـ پلارتوب

په ۲۰۰۰ کال کې چې د انسان د چلند د تکامل په برخه کې يوه ځانګړې څېړنيزه مطالعه وشوه، ترې مالومه شوه د نارینه‌وو ماغزه تر پلار کېدو زیات دې ته تيارېږي چې د نورو لاسنيوي او مرستې ته يې راوبولي. له بل پلوه پلاروالی يو هورموني بدلون هم په نارینه‌‌وو کې را منځ ته کوي، ځکه له واده وروسته په نارینه‌وو کې پرولاکټين (ښځينه هورمون) لوړېږي او د ټسټوسټرون هورمون کچه يې ټيټې خوا ته راځي چې دا فوراً په هغه نارینه کې د پلاروالی چال چلند ډېروي. ممکن په امېندواره ښځو کې فورمونونه (تحريکوونکي هورمونونه ـ Pheromones) د دې وړ ورګرځي چې د ژوند د ملګري په چلند کې يې بدلون راشي.

په ۲۰۰۸ کال کې د هورمونونو او چلند په نوم مجله کې خپاره شول دا ځنې جوتېده: موروالی ښايي ډېرې ښېګڼې ولري، د دوی په حواله، يوه واده شوې ښځه مخکې تر دې چې بچی يې په نس شي، نارینه فورمونونه يې د دې وړ وګرځي چې په دماغو کې «د ښې مور جوړېدلو» زمينه ورا تر پخوا ورته برابره او يا هغه نورنونه يې تغينې ووهي چې ښځه په ذهني لحاظ موروالی خوښوي.

۴ـ د بالغ نارینه ماغزه

ځوان نارینه د ټول ژوند په اوږدو کې روغ پاتېدو او همدارنګه خپلې جوړې او مناسبي د ژوند ملګرې ته اړ وي، خو په زړتوب کې بیا نارینه يوازې هغو ته لاس ورکوي چې د مرستې او خواخوږي اړخ لري. د زړوالی د چلند بدلون ځکه داسې کېږي چې جنسي او ځان‌پلوي احساسات يې د ټسټوسټرون هورمون د ټيټېدو او عمر د تېرېدو له امله را منځ ته کېږي، څومره چې عمر لوړېږي هغومره ورسره د ټسټوسټرون هورمون کچه په بدن کې راټيټېږي.

هېره دې نه وي هغه کسان چې د ټسټوسټرون هورمون کچه يې په بدن کې لوړه وي په تېره بیا ناواده کړي کسان، دوی غواړي له نورو سيالانو ځان ته خپل کارونه وکړي او فعاليتونو ته په پټه وده ورکړي، خو عمر خوړلي نارینه بیا چې په بدن کې يې د دغه هورمون اندازه ټيټه وي غواړي په ګډه له ټولنې او خپلو ملګرو سره ټول حقایق خوله په خوله شريک کړي او د يو بل لاس نيوی وکړي؛ نو هغه کسان چې غواړي په ډله‌ايز پرمختګ کې مرستندويه چلند کوي د ټسټوسټرون هورومون د ټيټي کچې څښتانان به وي.

۵ـ د پلاروالۍ چلند

مطالعات او څېړنې ښيي پلاران له خپلو ماشومانو سره د مينه‌ناک چلند او لوبو ځانکړې طریقه لري. قهرجن او تر ډېره د هغه لپاره هځوونکې خبرې کوي چې پر ځان يې باور پيدا شي، ډېر وخت يې پر لاس را تېرولو او شا ډبولو هڅوي دا ځکه چې دوی د ژوند له واقعيتونو او حقایقو سره مخامخ تيار شي همدارنګه داسې پلاران د دې وړ کرځي چې له ماشومانو سره اوږه په اوږه لوبي وکړي، د ژوند مهم لوري چې دی ورو ورو له خپلي ودې او تکامل سره ور روان دی په تېره بیا له خطرناکو جنسي کړنو يې په را ګرځېدو کې ډېر ښه رول لري.

د څېړنو او مطالعو پر بنسټ، هغه کسان چې غواړي عين د پلار په څېر له ټولنې سره وچلېږي او يا دغه فعالیت ته ميل لري، په دغو کسانو کې د ټسټوسټرون هورمون کچه خورا ټيټه ده. تر اوسه څېړونکو د دغه هورمون کچه د پلاروالي د تقيلد له چلنده په تمامه مانا نه ده بللې چې ګواکي د ټسټوسټرون هورمون کچه يې يوازې د پلار له چلنده د اغېز له وجې ټيټه شوې، خو څېړږنکي دا باور لري چې د پلار د چلند د اغېز له امله يې د دغه هورمون سطحه څه ناڅه ټيټېږي.

۶ـ له خپل سرحده دفاع

د انسان د تکامل په تاریخ کې د نارینه‌وو يوه دنده دا ده چې له خپل قلمرو دفاع وکړي. په دې هکله ډېرې څېړنې د نورو تي لرونکو په پرتله د انسان اړتيا ډېره بللې په ځانګړې توګه له خپلې خاوري او سرحده که څوک پل ور واړوي د ښځو په پرتله د نارینه‌وو په ماغزو کې ډېره مينه ده سره له دې چې ښځې هم د خپل مالکيت احساس لري، خو کله چې د نارینه پر قلمرو او معشوقې د خطر وېره ويني؛ نو ډېر امکان لري چې نارینه له قهره ډک پارېدلي چلند باندې لاس پورې کړي.

۷ـ نارينه ولې ښځو ته ګوري؟

كه څه هم په نارینه کې د ټسټوسټرون هورمون د قهر او جابرانه چلند لامل دی له بل لوري د جنسي تمايل يو غټ سبب هم دی. د ښځو په پرتله د نارینه‌وو په وينه کې ۶ برابره دغه هورمون زیات دی همدارنګه د جنسي ميل د زیاتېدو په وخت کې د ماغزو د کنټرول په ساحه کې اختلال پېښوي، البته دا مساله اوس لا زیاته تر څېړنې او سپړنې لاندې ده چې ولې نارینه د ښځو پر لوري د طياره چلونکې په څېر د هغوی خواته پرله‌پسې سترګې ور اړوي را اړوي او د نارینه‌وو دا کار د دې سبب کېږي چې لږ وروسته د ښځې رنګ او قواره يې له ذهنه وتلې وي.

۸ـ نارینه د ستونزې حل‌لارې ته متوجه وي

د مطالعاتو له مخې تر ډېره سپړل شوې چې ښځې تر نارینه‌وو زیاتې نرم او له عاطفې ډک چلند کوي، خو ډاکټره بریزنډاين بیا وايي چې دا مساله پوره ناسمه ده د دې په باور د نارینه د ماغزو هغه سيسټم چې د خواخوږي پر مهال مرکزي اعصابو ته خبر ورکوي په داسې حال کې چې نارینه ته د يو چا له خوا د هغه مشکل بیانېږي او يا يوه ښځه پرېشانه وويني؛ نو په دې وخت د نارینه ماغزو ته تر ښځه ډېر په تېزي خبره رسېږي چې د ستونزې ريښه او اساس پيدا کړي.

د ډاکټرې بريزنډاين په خبره دې ويلي دا ساحه په ماغزو کې عین د کمپيوټر د ويکټور غوندي تېزه پلټنه کوي او ټول دماغ پلټي چې ستونزې ته ورسېږي؛ نو په پايله کې نارینه ډېر تمايل لري چې د يو چا ستونزه په خواخوږي او احساس ورته هواره کړي.

۹ـ نارینه ډېر وخت يوازې تېروي

يوازې‌توب او ګوښی حالت پر بدن ډېر ناوړه اغېز کوي په تېره بیا پر ماغزو يې ګوزار زیات وي، بېلګه يې عمرخوړلي کسان دي چې له ګوښه‌توبه بېلابېلي ناروغۍ ورته پېښېږي، همدارنګه نارينه تر ښځو لږ د ټولنې يا کورنۍ سره د کېناستلو تمايل لري ځکه ډېر وروسته او په سخته له ټولنې او ډلې سره ګډېږي. مطالعې ښيي د نارینه‌ اوسېدل له ښځې سره ډېر ګټور دي، ځکه دی غواړی وفاداره او غوره د ژوند تر پايه اړيکې جوړي کړي، له بل پلوه له ښځو سره د هغه اوسېدل د هورمونونو د ترشح له پلوه چې ډېر اضطرابونه يې ورسره کمېږي د اوږد ژوند او عمر زیاتېدو وړ يې ګرځي.

۱۰ـ نارینه تر ښځو مهربان دي

که هم د ښځو په هکله ويل شوي چې عاطفه يې خورا زیاته ده، البته څېړونکو موندلې چې نارینه ماشومان د وړو نوزېږو نجونو په پرتله ډېر مينه‌ناک او احساساتي نښې له ځانه وړاندې کوي.

بالغ تنکیان هم څه ناځه له مينې ډک خو لږ داسې نښې له ځانه ښيي؛ مګر کله چې خپلو قوي احساساتو او د ټولنې غبرګونونو ته متوجه شي (يانې دی پوهېږي چې څوک څه راته و نه وايي، يا په مينه‌ناک چلند مې بد و نه ګڼي، دغه قوي احساس باندې پښه ږدي او شاته يې تمبوي)

په دې اړوند د هغې مطالعې ځينې مهم واقعيتونه د ارواپوهنې په مجله کې په سکنډیناويا کې ۲۰۰۸ کال نشر شول، تر ډېره يې د نارینه د څېرې له حالاتو و ارزول، کوم وخت چې نارینه څومره پر خپلو مينه‌ناکو احساساتو پوهېدل غوښتل يې پټ يې وساتي نو ماسک يې پر خوله تاړه.

په ډېرو ټولنو کې چې ځوانان په کلتوري لحاظ خپل مينه‌ناک له عاطفي چلنده ډک احساساتو باندې پرده خپروي او نه شوای کولای د بنديزونو له امله يې ښکاره کړي يا دی ډارېږي چې نور کسان به ورته «نرښځی» ووايي؛ نو غواړي خپل خواږه احساسات شاته وتمبوي، مګر په نارینه‌وو کې د مينه‌ناکو احساساتو داسې شاته تمبول بېرته په يو ډېر بد عکس العمل باندې چې «يوازې تشدد او ځان‌ غوښتنه» پکې شامله وي، پکې راښکاره کېږي.

په ۲۰۰۸ سويډن کې د لونډ پوهنتون څېړونکو د يوې مطالعې پر اساس دغه نظریه لا تاييد کړه چې د مينې احساسات او د عاطفي چلند انګېزه د کلتور په وسيله شاته غورځول، بېرته د هغه نارینه عاطفه يوازې په قهرجنو، ځان‌غوښتونکیو ډولونو سر راپورته کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينه: https://www.livescience.com

د زیاتو معلوماتو لپاره د امريکايي ډاکټرې Birzendine Louann کتاب The male Brain يا د نارینه ماغزه په نوم کتاب وګورئ!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button