غه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي

خپلواک
روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې او خېټې په سرطان د اخته کېدو خطر زياتوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا په بوسټن پوهنتون کې په يوه څېړنه کې دا خبره څرګنده شوې ده، چې د غاښونو بورس کول نه يوازې دا چې د روغتيا لپاره مهمه ده، بلکې کوم کسان چې په ورځ کې يو ځل هم دا کار نه کوي، هغوى د سرطان په څېر ناروغۍ باندې اخته کېداى شي.

د دغه څېړنډلې په وېنا، هغه کسان چې شل کاله يا له هغې زيات وخت يې غاښونه نه وي بورس کړي، هغوى د خولې يا خېټې په سرطان اخته کېداى شي.

روغتياپالان وايي، چې هغه څوک چې غاښونه نه بورس کوي د اورۍ له ناروغۍ سره مخ کېږي، چې د اوريو دا ناروغي بيا د سرطان جوړېدو چانسونه هم زياتوي او د همدې لامله بيا د خېټې سرطان هم جوړېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په دې څېړنه کې ٥٢ سلنه کسان داسې و چې هغوى د اورۍ ناروغي لرله او د دوى د سرطان چانس هم زيات و.

دغه څېړنډلې خلکو ته مشوره ورکړې ده، چې لږ تر لږ دې په ورځ کې يو ځل خپل غاښونه حتماً بورس کوي. د هارورډ پوهنتون يو پروفېسر بيا وايي، چې د اورۍ د ناروغۍ له امله د سينې د سرطان خطر ٥٢ سلنه پورته کېږي.

په دغه څېړنيز راپور کې ويل شوي دي، هغه خلک چې هره ورځ خپل غاښونه نه بورس کوي، لومړى د هغوى اورۍ خرابېږي او د اورۍ خرابېدو له امله يې نوره روغتيا هم خرابېږي، چې له دې امله هغوى له د سرطان په څېر له خطرناکو ناروغيو سره هم مخ کېداى شي، ځکه په دې حالت کې د دوى د سرطان کېدو چانس ډېرېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button