د لیمو د پوستکي له ګټو خبر یاست؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

له موږ څخه ډېری کېدای شي تر اوسه د لیمو د پوستکي له ګټو نه وي خبر، نو له همدې امله یې لرې غورځوو، خو ښه ده چې دلته لږ د لیمو د پوستکي پر ګټو تم شو؛ ځکه پوستکی یې هم د لیمو په څېر ګټور دی.

د لیمو پوستکی څنګه وخورو؟

لومړی ليمو په فریزر کې کېږدئ تر څو ښه یخک شي، وروسته یې میده کړئ، کولای شئ چې له میده شوو ټوټو څخه په سلاد کې ګټه واخلئ او یا یې هم له بورې سره نوش جان کړئ. دا یې د خوړلو تر ټولو ښې لارې دي؛ ځکه په دې ډول به مو د لیمو له ټولو ښېګټو ګټه اخیستې وي.

د لیمو پوستکی د هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي؛ ځکه په زیاته کچه کلسیم او ويټامین سي لري چې دواړه یې د هډوکو په سلامتیا کې مهمه ونډه لري. دغه راز د لیمو پوستکی په خپل ترکیب کې (سالوسترول Q۴۰) او (لیمونن) هم لري چې په بدن کې له سرطاني سلولونو سره مبارزه کوي.

د لیمو په پوستکي کې شته (پلي فنول) په وینه کې د کلسټرولو د له منځه وړو لپاره ښه درمل دي. هغه پوتاشیم چې د لیمو پوستکی یې لري، کولی شي چې د وینې لوړ فشار راکم کړي. پر دې سربېره د لیمو پوستکي د زړه د ناروغۍ، حملې او د شکرې له ناروغۍ مخنیوی کوي.

که مو اورۍ په ژر زخم کېږي او وینه ترې راځي، نو د لیمو پوستکی پرې وسولوئ. دغه ستونزه ډېر کله د ويټامین سي له کمبود څخه منځته راځي چې بیا د وخت په تېرېدو سره په کې باکتریاوې هم ځای نیسي او خوله بد بویي پیدا کوي. د لیمو پوستکی کولی شي دغه باکتریاوې په اسانۍ سره له منځه یوسي.

د لیمو پوست مو وزن کموي

د لیمو پوستکی په خپل ترکیب کې د پکتین په نوم ماده هم لري چې د بدن د وزن کمېدو دنده پر غاړه لري. که غواړئ چې پوست مو ګونځه ونه کړي او تل ځوان پاتې شئ نو د لیمو له پوستکي څخه ګټه واخلئ. د لیمو پوستکی پر پوست هغه داغونه او خالونه له منځه وړي چې عمر خوړلي کسان ورسره مخ کېږي.

ځيګر پاکوي، د غوږونو چرک له منځه وړي، په بدن کې د ینې جریان منظموي، د پړسوب مخه نیسي او له مغذي سکتې مو ژغوري. که غواړئ په تدریجي ډول خپل وزن کم کړئ، نو لیمو مو په خپل غذایي رژیم کې ور زیات کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button